۱۰۵ کلنې مېرمن په خپل کلي کې لومړنی تشناب جوړ کړ

مېرمن یادېو د انځور حقوق .
Image caption مېرمن یادېو خپله یوازینۍ شتمنې چې یو څو وزې وې، د دې لپاره پلورلې، چې په کور دننه تشناب جوړ کړي

د سې شنبې په ورځ د مرکزي هند په چهتیس ګړ ایالت کې دهامتاري لومړنۍ داسې سیمه اعلان شوه، چې ټول اوسېدونکي یې تشنابونه لري.

په کور دننه د تشنابونو رغونې دغه نوښت کووربای یادېو ته ورکول کېږي، چې ادعا کوي ۱۰۵ کلنه ده.

نوموړې خپله یوازینۍ شتمني چې یو څو وزې وې، د دې لپاره پلورلې، چې په کور دننه تشناب جوړ کړي.

د بي بي سي خبریاله ګېتاپانډې په خپل رپوټ کې وايي، دغه زړه ښځه د هامتاري کلي کې چې د چهتیس ګړ په ۱۰۰ کيلومترۍ کې پروت دی، ژوند کوي.

هغه اوس په دغه سیمه کې یوه پېژندل شوې څېره ده. کلیوال او ان حکومتي چارواکي یې لیدو ته ورځي.

د انځور حقوق .
Image caption مېرمن یادېو وايي، پر تشناب رغونه یې ۲۲ زره روپۍ لګښت راغلی

د روان اوږدو کې ان د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي هم د نوموړې لیدو ته ورغلی و او د دغې ستونزې د حل لپاره یې د دې هڅې وستایلې.

که د دهامتاري سیمې له اوسېدونکو وپوښتل شي چې کورونو کې د تشنابونو نه درلودو ستونزه مو څنګه حل کړې، ټول مېرمن یادېو ته ګوته نیسي.

تشناب: د ورځیني ژوند یوه وړه خو ډېره مهمه برخه

لېفټونو کې د تشناب او د څښاک اوبو اسانتیا

کابل ښار کې د تشنابونو دنشتوالي ستونزه

دوه کاله وړاندې د هند لومړي وزیر د پاک هند کمپاین پیل کړ.

د دغه کمپاین هدف هند کې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر میاشتې تر دویمې نېټې پورې په کورونو کې د تشناب د نه شتون ستونزه له منځه وړل دي.

د انځور حقوق .
Image caption مېرمن یادېو ادعا کوي، چې ۱۰۵ کلنه ده

هند دغه کمپاین له هغه وروسته پیل کړ چې رسمي شمېرو وښوله د هند ۵۵۰ میلیونه وګړي چې ښځینه او نارینه په کې شامل دي، د حاجت رفع کولو لپاره له کورونو بهر ځي.

دا چې هندیان له تشنابونو ډېر ګرځنده ټیلفونونو ته لاسرسی لري، پر دغه هېواد د ملنډو لپاره یو لامل شو، داسې نیوکې وشوې، چې ګواکې هند په خپلو لومړیتوبونو نه پوهېږي.

کله چې نجونې او ښځې د شپې له خوا د حاجت رفع لپاره بهر ته وځي، ډېری وخت له ځورونو او ان له جنسي تېري سره مخامخ کېږي.

د هند چارواکو د تشناب جوړولو په برخه کې ستر کمپاین پېل کړ چې په دې برخه کې خلک وهڅوي.

د هند لېرې پرتو سیمو ته حکومتي چارواکي واستول شول چې خلک د حاجت رفع کولو لپاره د بهر وتلو په زیانونو خبر کړي.

همدا وه چې مېرمن یادېو چې نژدې نیمه پېړۍ د حاجت رفع کولو لپاره نژدې ځنګله ته تلله، د تشناب په هکله یې واورېدل.

مېرمن یادېو ښوونځۍ نه دی لوستی او داسې کوم سند نه لري چې ۱۰۵ کلني یې تایید کړي، خو ګونځې مخ، کړوپه ملا او ضعیفې سترګې یې د لسیزو عمر شاهدي ورکوي.

د انځور حقوق PRESS TRUST OF INDIA
Image caption د سږ کال لومړیو کې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د مېرمن یادېو لیدو ته ورغلی و
د انځور حقوق .
Image caption مېرمن یادېو د تشناب جوړولو لپاره خپلې یو شمېر وزې وپلورلې

په دې وروستیو کلونو کې چې هغه ځنګله ته د حاجت ليرې کولو لپاره تلله، دوه وارې وغورځېده او ژوبله شوه.

هغه وایي ''له همدې امله د تشناب جوړولو په فکر کې شوم چې ستونزې مې لږ شي. مېرمن یادېو پیسې نه درلودې، نو له خپلو ۲۵ وزو یې اووه وپلورلې او لاس ته راوړې ۱۸۰۰۰ هندي روپۍ یې پر تشناب جوړولو ولګولې. ''

د مېرمن یادېو تشناب چې په کلي کې یې لومړی تشناب و، د دې د ګاونډیانو په منځ کې پرې خبرې کېدې، ډله ډله به یې لیدو ته ورتلل، ان له ليرې کلیو به بزګران د دغه تشناب لیدو ته ورتلل.

د انځور حقوق .
Image caption مېرمن یادېو د خپلو ګاونډیانو پرتله ډېره بېوزله ده

د مېرمن یادېو تشناب ته په کتو سره د کلي ډېر شمېر خلکو د تشناب په جوړولو پیل وکړ او له یوه کال وروسته د کلي ټولو کورونو تشنابونه درلودل.

دهامتاري کلي ملک واتسالا یادېو وایي په پیل کې د خلکو تشناب نه خوښېده، خو د مېرمن یادېو د تشناب په لیدو نورو هم په تشناب جوړولو پیل وکړ.

ځایي چارواکي وايی د تشناب جوړول ښه کار دی، خو داسې هېڅ تضمین نه شته چې خلک به ترې کار واخلي او که نه.

دوی وايي په ازاده فضا کې د حاجت رفع کولو په تړاو د خلکو ذهنیت او عادت باید بدل شي.

اړونده مطالب