ماشومان باید خپل والدین له خواله رسنیو منع کړي؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د ماشومانو د اوسني نسل ماشومتوب په خواله رسنیو کې تر ډېره مستند کېږي.

له شانګهای تر شیکاګو پورې په لار کې مور پلار په دې ویاړي چې د خپلو ماشومانو تصویرونه په خواله رسنیو کې پرلیکه کوي.

دا به یوه ډالۍ وي، خو د ماشومانو د اوسني نسل بشپړ ماشومتوب ډېر او په دودیز ډول په دې لار کې مستند شوی وي.

د نومینټ کمپنۍ په نوم د یوې سروې له مخې، په بریتانیا کې تر ډېره عادي مور او پلار په خواله رسنیو کې د خپلو ماشومانو تر پنځمې کلیزې پورې د هغوی تر ۱۴۹۸ انځورونه پرلیکه کوي

دا ممکن د ویاړمنو میندو پلرونو لپاره نړیواله ښکارنده وي، خو ماشومان به څه کوي چې لوی شوي به وي او په دې برخه کې به خپل انتخاب لري.

ډېر هغه لومړني خلک چې د خپل ماشومتوب تصویرونه یې پرلیکه شوي اوس ځوانۍ ته رسېږي. دوی تل د هغو پخوانیو کلونو په تړاو خوښ نه دي چې شیبې یې په ډیجیټل نړۍ کې خوندي شوې دي.

* خپل ماشوم څنګه زده کړې ته هڅولی شئ؟

* په واورو کې ویده ماشومان

* بريتانيا کې ولې ماشومان تلويزيون لږ ګوري؟

د نیو کاسټل اوسېدونکې۱۶ کلنه لوسي وايي، چې ۷ کلنه وه، پلار یې په خواله رسنیو کې د انځورونو پرلیکه کولو ته مخه کړه، خو وايي، "زه چې ۱۲ یا ۱۳ کلنه وم داسې احساس را پیدا شو چې دلته ( فیسبوک) کې یو داسې څه شته چې زما لپاره لږ شرموونکي دي".

"ما ترې وغوښتل چې دا انځورونه لرې کړي، هغه را سره ومنله، خو په د نه پوهېده چې ولې. که زه د عکسونو اخیستلو په مهال پوښتل شوې وی، خوښه دې ده چې په دې ډول دې انځورونه ټول وویني، نو ښايي ما ویلي وی چې نه"

"انځورونه مې له فیسبوک لرې کړه"

ان هغه کسان چې ماشومتوب کې خوشال وو، پر خواله رسنیو ښکاره شي، اوس په خپله خبره لږ ولاړ دي.

د ختیز لندن ۲۰ کلنه دانا هرلي وايي، کله چې ۱۱ کلنه وه نو په دې خوشاله وه چې پلار یې په فیسبوک کې انځورونه خپروي.

"هغه وخت زه خوشاله وم، ما غوښتل د خلکو پام راواوړي، خو اوس دا یو ډول عجیبه خبره ده، ځکه پخوا ته ستنېږې او فکر کوې، چې دا تصویرونه هر چا لیدلی شول".

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption ډېر ځوانان او پېغلې د میندو او پلرونو له خوا د دوی د ماشومتوب خپاره شوي انځورونه اوس شرموونکي بولي.

هغې د ماشومتوب پرلیکه ډېر انځورونه لرې کړي او دا معنا لري چې په خپل پروفایل یې لیدل نه غواړي، که څه هم په یوه ځای کې شته.

په خواله رسنیو کې متخصص او ارواپوه ډاکټر ارتور کسیډی وايي، مور او پلار به دا نه احساسوي خو د خپلو ماشومانو د انځورونو او ویډیوګانو په پرلیکه کولو سره دغو ماشومانو ته یو هویت ور کول غواړي چې ممکن هغوی یې خوښ نه کړي.

د هغه په خبره، یو لوی بحث دا دی چې ایا میندې پلرونه خپلو ماشومانو ته د هوویت ور کولو حق لري. ځکه دوی باوري دي چې دا یې ماشومان دي او د هویت ملکیت یې لري، خو ماشومان باوري دي چې دوی د پرلیکه هوویت د بدلولو واک لري.

اندلوری بدلول

لوسي ښه بېلګه ده، هغه وايي، له پلار یې وغوښتل هغه ټګ(سریښ) شوي تصویرونه او شیان لرې کړي چې اوس د دې استازي نشي کولی.

"دا نه لویه مسله وه نه بده خبره، یواځې لرې یې کړه، زه نه غواړم چې دا ډول مې خلک ویني. پلار مې زما د شپږ او اوه کلنۍ انځورونه او بیا د ۱۱ او ۱۲ کلونو انځورونه خپاره کړي وو، زه پکې خاموشه او شرمګیره وم، ډېر ملګري مې نه درلودل."

"دا زما د اوس وخت لپاره ضروري نه دي، داسې څه نه دي، زه یې یاد ساتل نه غواړم، غوره یادګار نه دی، چې په خواله رسنیو کې زما استازي وکړي."

* ماشومان څنګه پر ځان ډاډه کېدای شي

* ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅوو

* لمر ته جوړ، نور ناروغ ماشومان

د جنوبي لندن یوویشت کلنه پرانسیسکا ایولدي وايي، پرلیکه نړۍ کې لویېدل یې نېکمرغي ده، ځکه دا ډول په نړۍ کې د کورنۍ ترڅنګ پاتې کیږي او په اسانه د خوږو شېبو د یادونو ریکارډ ته لاسرسی لري. د هغې فیسبوک پروفایل کې یې هم له ۱۳ کلنۍ راهیسې انځورونه شته.

" زما کورنۍ پر نړۍ خوره ده دا ښه لار ده چې شیان مستند کړې، ته یې داسې کتلی شې لکه چې دي، دا هیښوونکې ده ما دا هرڅه سره یو ځای کړي. ته یې په مټ بیا شا ته ستندېلی شې او ښه مهالوېش لرلی شې."

"خو دا په دې پورې تړلې چې څنګه ورته ګورې، ځینې کسان فکر کوي او وايي، په دې باور نه لرم، دا ډېر شرموونکي دي."

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption دا ماشومه چې پېغله شي اوسنی انځور به خوښ کړي که یه؟

د پرلیکه شخصي حریم په تړاو کیسې تر ډېره د ماشومانو په هکله وي او زلموټي د ډېرو شخصي معلوماتو د پرلیکه کېدلو په خطر پوهول شوي وي. خو په دې برخه کې د دوی پلرونه دا هرڅه کوي.

د ممسنېټ په نوم د میندو پلرونو وېبپاڼې اجرايي مشر او بنسټګر جسټن رابرټس وايي، "میندې پلرونه ډېر پام کوي چې خپلو ماشومانو ته وايي، څه چې پرلیکه کوې، فکر پرې وکړه".

" زما په اند، په ممسنېټ کې د کوم بل چا په هکله د یو څه پرلیکه کولو په تړاو هم لږ بحث شوی دی. "

"زه فکر کوم دا د دې لپاره دي چې مور او پلار فکر کوي د خپلو ماشومانو سخت او یا ژور ښکاروونکي انځورونه نه خپروي. په هر حال دوی لا هم دلته تصویرونه خپروي."

ډیجیټل ریکارډ

د هغې په خبره، میندې پلرونه دا طبیعي شعور نه لري چې پر خواله رسنیو د انځورونو سم ډول به کوم وي.

"موږ په انفرادي ډول لا د مخه د ماشومتوب او کوچنیوالي د دور د انځورونو د خپرېدلو درک نه لرو."

"موږ داسې له خوب بیدار شوي نه یو او نه مو فکر کړی چې کاش مور مې دا شرموونکي ماشومانه انځورونه نه وی خپاره کړي."

* د زړو پلرونو ماشومان اوږد عمر کوي

* ماشومان په مینه سابه خوړلی شي

د ځینې والدینو لپاره ډاډه غوراوی دا ښکاري چې یو مخ په خواله رسنیو کې د انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.

کاسیا کروسکا په راتلونکي مارچ کې خپل لومړنی ماشوم راوړي، هغه له خپل ملګري لي سره په دې سلا شوې چې د دغه ماشوم انځورونه به تر هغه په خواله رسنیو نه خپروي، چې ترڅو ښه لوی شوی نه وي او پخپله یې پرېکړه کړې نه وي.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption خواله رسنیو د مختلفو پاړکو ترمنځ خپلمنځي اړیکو ته لار جوړه کړې ده.

هغه وايي، "زما او زما د ملګري( د ماشوم پلار) لپاره دا نظریه یو مخ سمه نه ده چې ته وار مخکې د هغه چا ټول ژوند مستندول غواړې چې هغه په دې تړاو د پرېکړې چانس نه لري."

"ماشومان پخپله ځان ته خلک دي او ځینې وخت موږ د دوی په تړاو یو څه له پامه غورځولی شو."

خو د خپل دغه پلان په هکله دوه لویې اندېښنې هم لري، لومړی دا چې د خپل پلان پلي کول به ور ته سخت وي.

"په مېلمستیاوو کې او یا چې کله یې ترورۍ راځي او انځور اخیستل غواړي، نو موږ به د پاپارازي- فریلانس عکاسان چې د پېښو لمانځونکي د انځور اخیستلو په مهال تعقیبوي- پولیسو په څېر وایو، دا تصویر فیسبوک ته مه پورته کوه، نو خلک به فکر کوي چې موږ ټوکې ور سره کوو."

دویم دا چې ماشوم به په دې غوسه وي چې ولې هیڅ په انلاین نړۍ کې نشته، په تېره بیا هغه وخت چې نور ټول ملګري یې پرلیکه ریکارډ لري.

هغه زیاتوي: " دا اندېښنه هم را سره شته، تل فکر هم پرې کووم، چې که دا هرڅه وکړم او دوی بیا هم راشي او شکایت وکړي چې ولې یې ژوند په خواله رسنیو کې ریکارډ شوی نه دی. "

"خو زه به د دوی ډیجیټل ریکارډ لرم، مګر د خواله رسنیو په کوم ډول کې به پرلیکه نه وي ".