اېف بي آی امریکا کې د ټاکنو په شپه د القاعدې برید احتمال ارزوي

د ټایمز میدان د انځور حقوق AP
Image caption د نیویارک پولیس وایي؛ د امنیتي خبرداري لوړې کچې ته په کتو یې امنیتي پروګرامونه او ګزمې برابرې کړې دي

د امریکا حکومتي چارواکي وايي؛ اوسمهال د هغو معلوماتو د کره والي پر ارزولو بوخت دي چې "نژدې راتلونکې" کې هغه هم د ټاکنو په شپه د القاعده احتمالي برید خبر ورکوي.

دا اطلاعات د نیویارک، ټکساس او ویرجینیا ته اشاره کوي، خو د امریکا فدرال پولیس چې اوسمهال یې پر ارزولو بوخت دي وایي، "جزییات نه لري".

اېف بي آی ویلي؛ د ټاکنو امنیت لپاره مخنیوي کوونکې څېړنې د ټاکنو له ورځو وړاندې د دغو پولیسو د عادي فعالیت برخه ده.

د امریکا خلک د سه شنبې په ورځ (نومبر ۸مه) د بارک اوباما د ځایناستي ټاکلو لپاره رایه ورکوي.

سږکال په یوه کمسارې پېښه کې دواړو اصلي کاندیدانو هېلیري کلنټن او ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو اصلي دفترونه په نیویارک ښار کې پرانستي دي او هوډ لري چې هملته خپل بریالیتوب ولمانځي.

+ د امریکا اووښتونکو ایالتونو کې د ټرمپ او کلنټن کمپاین

له همدې امله اېف بي آی ویلي؛ د ایالتونو له امنیتي او استخباراتي چارواکو سره نژدې همکاري لري او استخباراتي معلومات تل له هغوی سره شریکوي.

ورته مهال د نیویارک د ټرانسپورت ادارې چارواکي چې ددغه لوی ښار د هوایي ډګرونو، تونلونو او ارتباطي پلونو چارې هم مخته وړي ویلي؛ "د امنیتي خبرداریو لوړې کچې ته په کتو پوځي ګزمې" ترسره کېږي.

نیویارک سږکال د ټاکنیز کمپاین دوو دفترونو سربېره، د یکشنبې په ورځ ځغاستې لویو سیالیو کوربه هم دی چې هر کال ترسره کېږي.

په همدې اړه د نیویارک پولیسو مشر جیمز اونیل سي ان ان ته ویلي؛ "د نیویارک اوسېدونکي دې اندېښنه نه لري، موږ د امریکا د هر بل ښار په پرتله لویې پېښې په ښه توګه ترسره کوو."

د احتمالي بریدونو اړوند خبرونه داسې مهال خپرېږي چې د سږکال ټاکنو دواړه کاندیدان د ټاکنو تر ورځې وړاندې اونۍ په وروستیو رخصتیو کې د امریکا بېلابېلو برخو ته د سفر له لارې هڅه کوي "چوپې رایې" یا د "زړه نازړه" رایه ورکوونکو ملاتړ خپل کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نیویارک پولیس د ټاکنو تر ورځې وړاندې د تیارسۍ په حال کې دي

هېلیري کلنټن او ډونلډ ټرمپ دواړو پرون (جمعه، نومبر ۴مه) په پنسلوانیا او اوهایو کې ټاکنیزې درلودې؛ چې دواړه ایالتونه کولی شي د سه شنبې ورځې رایې اچونې پر پایلو حیاتي اثر وغورځوي.

د رېیل کلییر پولېټکس موسسې د نظر پوښتنو له مخې، ډونلډ ټرمپ اوهایو کې مخته دی، خو پنسلوانیا کې مېرمن کلنټن په لږ توپیر له خپل سیال نه وړاندې ده.

په ملي کچه د نظرپوښتنو پایلې هم ښيي چې ښاغلي ټرمپ په څو وروستیو ورځو کې توانېدلی ډېر نظرونه ځان ته راجلب کړي او اوسمهال له مېرمن کلنټن سره د تېرې اونۍ د نظرپوښتنو په پرتله کم واټن لري.

+ د امریکا ټاکنې: وروستي برېښنالیکونه کلنټن څومره زیانمنوي؟

د اېف بي آی لخوا د کلنټن شخصي ایمیلونو قضیې په تړاو د اېف بي آی د نویو څېړنو له خبر خپرېدو سره د مېرمن کلنټن کمپاین له ستونزو سره مخ شوی دی.

په داسې حال کې چې هغه خپله وایي؛ باور لري "د اېف بي ای په نویو څېړنو کې به هم نوی شی ترلاسه نشي"، د هغې د سیال کمپاین له دغه خبر نه په ګټه اخستو د ډیموکراتانو د کاندیدې په تړاو منفي تبلیغات پيل کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت دندې پرمهال د کلنټن لخوا د شخصي ایمیلونو کارولو په اړه د اېف بي ای پخوانۍ څېړنې له کومې پایلې پرته پایته ورسېدې او په هماغه جولای میاشت کې د اېف بي آی رییس جیمز کومي خبریالانو ته وویل چې د کارپوهانو موندنو کې داسې کوم څه نشته چې جرمي ماهیت ولري که څه هم له محرمانه ایمیلونو او پټو دولتي اسنادو سره د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې "ناپامي او بې دقتي" ښيي.

سره له دې، د هېلیري کلنټن ټاکنیز کمپاین دفتر د اېف بي آی لخوا د نویو څېړنو د مطرح کولو پر وخت نیوکه کړې چې د ټاکنو ورځې ته یوازې څو ورځې وړاندې علني شوې. همداراز د ډیموکرات ګوند دوو لوړپوړو غړو ددغې قضیې بیا پرانستل کېدو کې د نیویارک پخواني ښاروال رودي جولیاني د احتمالي رول په اړه د پلټنو غوښتونکي شول؛ ځکه چې ښاغلي جولیاني ویلي؛ د قضیې بیا څېړلو لپاره د اېف بي ای د هوډ تر علني کېدو وړاندې له موضوع خبر و.

رودي جولیاني فاکس ټلویزیوني شبکې ته ویلي؛ "ما د دغو نویو څېړنو په رامنځته کېدو کې کوم رول نه درلود. خو داچې ایا له رامنځته کېدو یې خبر وم، هو؛ اورېدلي مې و."

د ښاغلي جولیاني د همدې خبرې پر بنسټ، د امریکا کانګرس دوو ډیموکراتو غړو نن د امریکا له عدلیې وزارت نه غوښتي چې د نیویارک پخواني ښاروال د خبر سرچینې په تړاو دې څېړنې وشي.

هغوی په خپل لیک کې ویلي؛ "د اېف بي آی پخوانیو چارواکو ته ددغو اطلاعاتو رسېدو چې ډونلډ ټرمپ ته نژدې دي، د زغم وړ نه دی."

ورته مطالب