که ټرمپ ولسمشر شي څه به پېښ شي؟

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې چې که ولسمشر شي امریکا به بدله کړي

ډونلډ ټرمپ وايي که ولسمشر شي، واشنګټن کې به سمون راولي او هېواد به د یو کسب او کار په شان اداره کړي. د امریکا پلازمېنې، واشنګټن کې بحث دا دی چې آیا هغه به وکړی شي خپله ژمنه عملي کړي که نه. دی به واشنګټن سم کړي که واشنګټن به دی؟

شک نشته چې واشنګټن مېشتي له ټرمپ وېرېږي. مقصد مې له واشنګټن مېشتو څخه د قانون جوړوونکو، خبریالانو او وکیلانو یوبڼه او بې بڼې ډلې او داسې نور دي چې فکر کوي که ټرمپ ولسمشر شي واشنګټن ته راځي او ټول شیان خرابوي.

د جېمز مدیسن د پوهنتون د یو استاد، مارتي کوهن په خبره " ټرمپ وايي واشنګټن کې به هرڅه بدل کړي. موضوع دا نده چې کولی ېې شي که نه، همدا چې دا خبره کوي د خطر په معنا ده. "

او دغه خطر واشنګټن مېشتي وېرولي دي.

مایکل کزین چې د '' عوام پسنده غولونه: د امریکا د تاریخ یو روایت " په نامه ېې یو کتاب لیکلی وايي " په یاد مې ندي چې یوه ولسمشر دې دومره د بدلون یو سمبول اوسي. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption میشل اوباما ویلي د سپينې ماڼۍ د بڼ په اړه اندېښمنه ده

د مایکل کزین په باور، ټرامپ ته تر ټولو ورته نمونه اندرو جکسن دی چې له ۱۸۲۹ تر ۱۸۳۷ کال د امریکا ولسمشر وو. هغسې چې کزین وايي د جکسن پلویان "یاغي خلک" وو چې "له حده ډېرشراب ېې څکل آن له ټاکنو وروسته ېې جشن جوړ کړ او هرڅه لوښي او ظروف چې وو مات ېې کړل .

اوس واشنګټن مېشتي اندېښمن دي چې کېدی شي د ټرمپ بریالیتوب د دغسې صحنو یا آن تر دې بدو سبب شي. د مریلنډ د پوهنتون د یو استاد، ډیوېډ کارول، په خبره،" وحشت اخیستي دی".

دوه درې میاشتې وړاندې چې په نظرپوښتنو کې د ټرمپ وضعه ښه شوې وه، په رښتیا اندېښمن و. د ایپسوس، رویټرز یوې نظرپوښتنې د اګست په میاشت کې ویلي و ټرمپ له هېلیرې کلنټن څخه له درې سلنې ډېر لېرې نه دی.

له هغې وخته تراوسه وضع بدله شوې ده. څو اونۍ کېږي کلنټن په نظرپوښتنو کې په ډیر واټن سره مخکښه ده. خو کله چې څو ورځې وړاندې اف بي آې د هېلیري کلنټن د برېښنالیکونو دوسیه بیا پرانیسته، واشنګټن مېشتي هم بیا د ټرمپ د بریالیتوب په اړه اندېښمن شول.

تقریبا یوه میاشت مخکې ټرمپ فلوریډا کې په یوې ټاکنیزې غونډې کې وویل: "هغوی چې په واشنګټن کې ېې واک لاس کې دی، او په نړۍ کې ځانګړې ګټې لري، زموږ کمپاین د هغوی شته والی داسې په خطر کې اچولی چې بې ساری دی."

د ټرمپ د ولسمشر کیدو فکر، د دې ډلې حاضرین او له واشنګټن نه لېرې په میلیونونو نور امریکایان په شوق راوړي دي.

د ټرمپ یو مشر اقتصادي مشاور، اسیتون مور، باور لري چې د ښاغلي ټرمپ ولسمشري به ( د امریکا په سیاست کې) یو نوی فصل وي.

هغه وايي "ټرمپ د کسب او کار سړی دی. د امریکا او فدرالي دولت د اجرايي مدیر په توګه به عمل کوي. پوهېږي چې څرنګه لګښت کم کړي او ګټه ډېره. د امریکا دولت د ۴۰۰۰ میلیارډو ډالرو یو اقتصادي فعالیت دی. هغه څوک چې پوهېږي یو ستر فعالیت څرنګه اداره کړي، په رښتیا یوه پانګه ده."

ډونلډ ټرمپ له ډیرو اړخونو د ولسمشرۍ له نوماندانو څخه توپیر لري. خو آن دی هم په یوه بڼه له نظام نه بهر نوماند په تاریخي قالب کې راځي. د امریکا د بېلابېلو ټاکنو په ترڅ کې دا قالب لیدلی شو، له ډېموکراټ جیني کارتره چې په ۱۹۷۴ کې یې ټاکنې وګټلې، تر راس پرو چې سوداګر او تاجر و او په ۱۹۹۲ کې ېې د یو مستقل نوماند په توګه ګډون وکړ او وېې بایلله.

آن بارک اوباما چې سناتور او واشنګټن مېشتی و، په همدې ‌ډول ډګر ته را ننووت.

د نبراسکا د پوهنتون یوه استاده، الیزابیب تایس موریس وايي '' په اروپا کې سیستم بل ډول دی. دا ډول ناکاره ګي پکې نشته. له دې امله دا ډول وضعه چې امریکایان ورسره اخته دي، نده موجوده.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګوانټانامو بندیان هم اندېښمن دي، ټرمپ ویلي بیا به دا زندان ډک کړي

نظرپوښتنې ښيي چې د امریکا خلک پر سیاسي بنسټونو باور نه لري. هغه کمپاین چې د بهر له نظره د سیاست اصلي جوړښت وي، کولای شي د واشنګټن په اړه د خلکو د منفي احساس څخه ګټه واخلي. د خلکو له نظره، دا ښار د فدرالي دولت ستونزه ده، د بیروکراسي، ناکاره ګي او بې کفایتۍ سمبول دی.

هغه نوماندان چې د دې جوړښت په وړاندې درېږي او د بدلون خبرې کوي، لا ډېر محبوبیت مومي. د الیزابیت تایس موریس په خبره'' ټرمپ د واشنګټن ستونزې څرګندې کړي. د خلکو باور دادی چې پر دولت باندې اعتماد نشي کېدای.''

عجیبه نه ده چې واشنګټن مېشتي اندېښمن دي. هرڅوک د یوشي په اړه اندېښنه لري.

د امریکا لومړۍ مېرمن، میشل اوباما، د خپل موقتي کور د بڼ او ګلانو او ګیاه په اړه اندېښمنه ده. څه موده وړاندې ېې د سپينې ماڼۍ یوشمېر میلمنو ته وویل: "ډېره خوښه یم چې دا وړه باغچه به زرغونه پاتې شي."

ټول پوهیږي چې ټرمپ ګیاه او سبزیجات نه خوښوي. ډېری اندېښمن دي چې د سپینې ماڼۍ بڼ به همداسې پرېږدي، که له مینځه به ېې یوسي.

د ګوانټانامو برخلیک هم ښايي بدل شي. د بندیانو یو پر دریمې برخې د وتلو اجازه ترلاسه کړې ده. خو ټرمپ وايي دا زندان به له "نا اهلو هلکانو" ډک کړي.

تر ټولو مهمه دا چې، که ټرمپ ولسمشر شي، د امریکا د اټومي وسلو رمز به ورسره وي. داسې کسان لږ ندي چې د دې انځور له تصور څخه اندېښمن دي، په تیره بیا هغه کله کله د اټومي وسلو خپرېدل جایز بولي (مثلا ویلي ېې دي چې بد ندی چې جنوبي کوریا د اټومي وسلو درلودلو په اړه له سره فکر وکړي).

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ ویلي چې که ولسمشر شي هڅه به وکړي ولادیمیر پوتین لانورهم ښه وپېژني

ټرمپ په خپل ټاکنیز کمپاین کې، د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین ستایلی و. د جورج ډبلیو بوش یو مشر مشاور، پیټر ونر په خبره "ښايي په بهرني سیاست یا پوځي ډګر کې یو مصیبت پېښ شي."

د یوې ښی اړخې منځلارې څېړنیزې موسسې د مالي سیاست مدیر، ګورډن ګرې چې د ټرمپ اقتصادي ژمنې ېې څېړلې دي وايي "ښې نه دي، اصلا ښې نه دي. ښايي په سوړ بازاري اخته شو."

د چاپېریال ساتنې فعالین هم اندېښمن دي. په دې باور دي چې ټرمپ به د پاریس تړون رد کړي. وايي د ولسمشرۍ موده کې به ېې د ځمکې تودوخه زیاته شي.

د بهرني سیاست کارکوونکي هم اندېښمن دي. د بېلګې په توګه، ټرمپ ویلي که واکمن شي، د ایران او ۵+۱ ډلې اټومي هوکړه به څیرې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ د منتقدینو یوه اندېښنه دا ده چې دی به څوک د امریکا د سترې محکمې مشر وټاکي؟

خو کارپوهان او څېړونکي باور لري چې د ټرمپ په شان سیاستوالو کار آسانه نه دی.

کله چې جورج ډبلیو بوش ولسمشر شو، مرستیال ېې ډیک چېني و او دفاع وزیر ېې ډونلډ رمسفلډ، چې دواړو کلونه دولتي تجربه درلوده او د واک لوړې ژورې ورته معلومې وې. خو د مایکل کزین په خبره، هغه څوک چې تل د خپل ګوند پرضد غږېدلی وي، لاسونه ېې تړلي وي: "څه کار کوي؟ سارا پېلین به د کورنیو چارو وزیره کړي؟"

کزین په دې باور دی چې" د واک جوړښت د (داډول) انسانانو عقل سر ته راولي."

یا هغسې چې مارتي کوهن وايي،"ډېرکسان کله چې واشنګټن ته لاړشي بدلېږي او واشنګټن هماغسې چې دی پاتې کېږي."

د هغه په باور حقیقي بدلون یا د جوړښت اصلاح - مثلا د تبلیغاتو په لګښت او د دورو محدودیت - شونی کېږي. خو دی هم د نورو په شان چې واشنګټن پېژني، باور لري چې له واشنګټن مېشتو څخه د بدلون هیله نشي کېدی.

دی وايی:"هغه نظام چې درته ښه دی ولې باید اصلاح کړئ؟ هغوی چې باید دا پریکړې وکړي هماغه کسان دي چې له دې وضعې ګټه ترلاسه کوي."

داسې ښکاري چې راتلونکې اونۍ کې چې د رایو له صندوقونو د هرچا نوم راوځي، واشنګټن مېشتي به واشنګټن نشینان پاتې شي.