د سوريې رقه کې د داعش ډلې پر ضد عمليات پيل شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption د "سوريې ديموکراتيک ځواکونه" وايي په دغو عملياتو کې به د امريکايي ځواکونو هوايي ملاتر هم ورسره وي.

د امریکا ايتلاف کې شامل کردي او عرب ځواکونو په سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) اصلي مرکز رقې ښار د بېرته نيولو په موخه د عملياتو پيلولو خبر ورکړی دی.

د "سوريې ديموکراتيک ځواکونه" وايي په دغو عملياتو کې به د امريکايي ځواکونو هوايي ملاتر هم ورسره وي.

د "سوريې د موکراتيکو ځواکونو" قومندان په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، عمليات پيل شوی موخه يې له رقې او شاوخوا سيمو د "اسلامي دولت" نومې ډلې ايستل دي."

نوموړي ځايي اوسېدونکو ته هم خبرداری ورکړی چې له هغو سيمو دې ووځي چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې وسله وال په کې موجود دي.

کردي ځواکونو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

د عراق موصل ښار بېرته نیولو عملیات

راپورونه وايي چې د سوريې ديموکراتيکو ځواکونو د رقې شمال کې ځينې سيمې له دغې يادې ډلې نيولې دي.

دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې عراقي پوځيان د امريکا په مرسته له موصل ښاره د "اسلامی دولت" ډلې د وسله والو د ايستلو په موخه جنګېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې عراقي پوځيان د امريکا په مرسته له موصل ښاره د "اسلامی دولت" ډلې د وسله والو د ايستلو په موخه جنګېږي.

د رقې په عملياتو کې د سوريې ګاونډي هېواد ترکيې د برخې اخيستو امکانات نه ترستوګو کېږي، ځکه ترکيه د کردانو وای پي جي ګروپ يوه ترهګره ډله بولې او د رقې بېرته نیولو کې د کردانو رول ورته د منلو وړ نه دی.

"اسلامي دولت" نومې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د خلافت له اعلانولو وروسته رقه خپل مرکز اعلان کړی و. دغې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشر بشار الاسد له مخالفو ياغيانو دغه ښار ونيو.

اټکل کېږي چې له ۲۵۰ زرو تر ۵۰۰ زرو پورې خلک په دغه ښار کې اوسېږي او تل له دغه ځايه د "اسلامي دولت" ډلې د وسله والو له خوا له عامو وګړو سره د ناوړه چلند خبرونه ورکول کېږي.

شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د سوريې ديموکراتيک ځواکونه په دې توانېدلي وو چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو او د دغه هېواد د پوځيانو په مرسته د منبج ښار له داعش ډلې ونيسي.

ورته مطالب