ولې د امریکا ټاکنو کې افغانستان له پامه غورځول شوی؟

د امریکا ولسمشريزې ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د چارو کارپوه مایکل سمپل وايي امریکا په دې پوهېږي چې که افغانستان پر خپل حال خوشې کړي، د دغه هېواد حکومت به راوپرځېږي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشریزې ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې پر افغانستان د دغه هېواده له بریده او د طالبانو د دولت له پرځېدو ۱۵ کاله تېر شول. دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې لا اوس هم روانه ده.

د امریکا ۸۴۰۰ سرتېري اوس هم افغانستان کې شته او افغان حکومت د واشنګټن پر مالي او پوځي ملاتړ ډډه لګوي. ډېرو تمه درلوده چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو دوه اصلي نوماندان به، خپلو ټاکنیزو کمپاینونو او مناظرو کې، افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای په هکله خپل لیدلوري څرګند کړي، خو ولې داسې ونه شول؟

ځانګړې پاڼه: د امریکا ولسمشریزې ټاکنې

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟

که ټرمپ ولسمشر شي څه به پېښ شي؟

د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې پای کې، امریکايي تابعیت لرونکی افغان احمد خان رحمي د خبرونو سرټکو کې ؤ. د امریکا نیویارک او نیوجرسي ښارونو کې د بمب اېښودنې پر طراحۍ تورن شو. وړاندې تر دې چې ونیول شي، له امنیتي ځواکونو سره یې وسلواله نښته وکړه. دوه پولیسان یې ټپیان کړل او دی پخپله هم ټپي شو.

له افغانستانه ستړي شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په مناظرو کې نه یوازې دغو دوو نوماندانو بلکې د خپرونو چلوونکو هم ظاهراً د افغانستان په هکله د پوښتنې کولو انګېزه نه درلوده.

دا پېښه د ډونالډ ټرمپ لپاره یوه پلمه شوه چې پر خپل دیموکرات سیالې هېلیري کلنټن لفظي برید وکړي او د ملنډو په لحن د امریکا پر قانونونو نیوکه وکړي.

هغه مخالفت وکړ چې ډاکټرانو ولې له ټپي کېدو وروسته د احمد رحمي درملنه وکړه، او ویې ویل "دغه ډول کسان زموږ دښمنان دي، اورپکي دي، له دوی سره باید زموږ چلند سخت وي. "

مېرمن کلنټن په ځواب کې وویل "له داسې څرګندونو سره جمهوریپال نوماند ترهګرو ته توان وربخښي "

خو له دې دوو، یوه هم د دغه تورن کس د زوکړې له ځایه افغانستان او یا هم پاکستان چې ویل کېږي له ورتګه وروسته تندلاری شو، څه یاد نه کړل.

دویم ځل د هېلیري کلنټن بخت؟

د عکسونو البوم: د هېلیري کلنټن ژوند

ټرمپ د یو "ټګ ولسمشر" په څېر ښکاري

آن نه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په ټوله موده کې او نه هم وړاندې تر دې چې نوماندان رسماً معرفي شي، افغانستان پام وړ موضوع نه وه.  

کله چې د ولسمشریزو ټاکنو مناظرې پیل شوې، تمه وه د هغه هېواد په هکله خبرې وکړي چې تر اوسه تر ۲۳۰۰ ډېر امریکايي سرتېري په کې وژل شوي، په زرګونو نور په کې ټپيان شوي او د مالیې ورکوونکو په سلګونو میلیارده ډالر په کې مصرف شوي.

خو په درې واړه مناظرو کې چا افغانستان یاد نه کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سمپل وایي افغانستان کې د حکومت جوړونې تجربه لا نه ده بشپړه شوې چې د امریکا د ناکامۍ یا بري په اړه پرېکړه وکړی شو.

له آیرلنډه د لیکوال او د افغانستان د چارو د کارپوه مایکل سمپل په آند دا چې د امریکا سرتېري لا اوس هم افغانستان کې بوخت دي، دواړو نوماندانو ونه غوښتل دغه هېواد کې د امریکا پر کړنو نیوکه وکړي.

خو تر څو کلونو وړاندې داسې نه ؤ.

د ۲۰۰۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال د بارک اوباما یوه وعده افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی اېښودل ؤ چې لا اوس هم دوام لري.

نه یوازې دغو دوو نوماندانو بلکې د خپرونو چلوونکو هم ظاهراً د افغانستان په هکله د پوښتنې کولو انګېزه نه درلوده.

د عراق، سوریې، ایران او داعش ډلې په هکله پوښتنې وشوې خو د افغانستان په هکله نه، او نه هم د طالبانو په هکله وشوې چې امریکا د دوی حکومت وپرځوه خو اوس بیا په ځواکمنېدو دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر په دې باور دي چې د افغانستان جګړه او آن دغه هېواد کې د حکومت جوړونې تجربه ناکامه وه، او دواړه ګوندونه جمهوریپال او دیموکراتان په دغې ناکامۍ کې شریک دي.

ځینې کارپوهان په ټوله کې دا کار د افغانستان په هکله د امریکایانو د بې پروايۍ نښه بولي.

کاناډا کې د شاهي پوځي کالج ښوونکی هوشنګ حسن یاري وايي "د افغانستان هېره شوې جګړه ده. دواړه نوماندان تر افغانستان پر کورنیو مسلو خبرې کولو ته لومړیتوب ورکوي. که څه هم د ټاکنیزو تبلیغاتو پرمهال پر بهرنیو مسلو بحث شوی، خو ډېر مهال یې موخه پر بل لوري برید کول ؤ او بې اعتبار کول ؤ ".

"ناکامه تجربه" ګډ میراث

یو شمېر په دې باور دي چې د افغانستان جګړه او آن دغه هېواد کې د حکومت جوړونې تجربه ناکامه وه، او دواړه ګوندونه جمهوریپال او دیموکراتان په دغې ناکامۍ کې شریک دي.

د دې لامل چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر دولت نیوکه ونه کړه، ښايي دا وي چې د افغانستان جګړه خو د جمهوریپال ګوند ولسمشر، جورج بوش پیل کړه.

د ښاغلي حسن یاري په آند، د امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پورتني نظرونه اړخ لګوي "ځکه افغانستان کې وروسته له ۱۵ کلونو جګړې، امریکا خپلو اصلي موخو ته نه ده رسېدلې. که څه هم طالبان په واک کې نه دي خو د افغانستان پر مهمو برخو ولکه لري. له دې کبله، دواړه نوماندان د افغانستان په هکله د وړاندې کولو لپاره څه نه لري، او د افغانستان په هکله له بحث کولو ډډه کوي. "

مایکل سمپل بیا مني چې ډېرې غوښتنې نه دي بشپړې شوي، خو د ده له لیدلوري امریکا افغانستان کې د پام وړ لاس ته راوړنې هم لري. ښاغلی سمپل وایي افغانستان کې د حکومت جوړونې تجربه لا نه ده بشپړه شوې چې د امریکا د ناکامۍ یا بري په اړه پرېکړه وکړی شو.

ښاغلی سمپل زیاتوي "د افغانستان نسبي ثبات دا شونتیا برابره کړه چې افغانان څو نسبتاً آزادې ټاکنې ترسره کړي او یو ډول خلک سالاره نظام ولري. د دې ترڅنګ افغانستان له ډېرو ستونزو سره هم مخ دی. یوه یې دا ده چې په یوازیتوب پر خپلو پښو د درېدلو توان نه لري او نشي کولی خپله بودیجه له کورنیو عوایدو برابره کړي. "

همدا لیدلوری دی چې دواړه کارپوهان پرې همنظره دي چې د ټاکنو بهیر کې د افغانستان له پامه غورځول په دې مانا نه دی چې امریکا به افغانستان پر خپل حال خوشې کړي.

له ناچارۍ ملاتړ ته دوام ورکول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پوښتنه دا ده چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به له اوسني وضعیته د وتلو لپاره څه وکړي؟

تر ټولو روښانه لامل یې دا دی چې د افغانستان له بې ثباته کېدو او دغه هېواد کې د حکومت له کمزوري کېدو سره، د امریکا پر ضد اورپکې ډلې د افغانستان خاوره کې له ځای موندلو سره کولی شي یو ځل بیا د امریکا ګټې وګواښوي. بیا به هم د احمدخان په شان خلک له داسې ډلو الهام واخلي.

که داسې وشي نو نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه کېدی شي له بې ثباتۍ سره مخ شي، او دا هغه څه دي چې تر ننه امریکا او نړیوالې ټولنې یې له پېښېدو مخنیوی کړی.

د ښاغلي سمپل په وینا امریکا په دې پوهېږي چې که افغانستان پر خپل حال خوشې کړي، د دغه هېواد حکومت به راوپرځېږي. دا نه یوازې د امریکا چې د نړیوالې ټولنې لپاره د شرم ځای دی.

د امریکا ټاکنې: وروستي برېښنالیکونه کلنټن څومره زیانمنوي؟

ټرمپ او کلنټن؛ د دریمې مناظرې ګټونکی څوک دی؟

خو نن افغانستان عملاً له جدي امنیتي ننګونو او ژورو سیاسي اختلافاتو سره لاس او ګرېوان دی چې د دغه هېواد ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

پوښتنه دې کې ده چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به له اوسني وضعیته د وتلو لپاره څه وکړي؟ یا وړاندې تر دې چې افغانستان کې وضعیت تر دې هم کړکېچن شي، مخنیوي یې وکړي؟

ورته مطالب