رښتیا هم په۱۹۵۰ کلونو کې "ورک اتومبم" موندل شوی؟

د انځور حقوق .
Image caption د امریکا د بي - ۳۶ الوتکې په غورځېدلو سره دا بم ورک شو، خو د الوتکې ټوټې وموندل شوې.

رپوټونه وايي، د امریکا یو "اتومبم" چې د هغه د لېږېدوونکې الوتکې د غورځېدلو له امله ورک شوی و، ممکن د کاناډا سمندرغاړه کې یو لامبوزن موندلی وي.

شان سیمري چینسکي چې د سمندري بادرنګو پر ټولولو بوخت و له برېټیش کلمبیا سره نږدې یې لویه فلزي اله موندلې ده.

د کاناډا دفاع وزارت په دې باور ده، چې دا موندلې اله ممکن هغه "ورک بم " وي چې په بي- ۳۶ امریکایي الوتکه کې لېږدول کېده او همدغه الوتکه په ۱۹۵۰ کال په دغه سیمه کې غورځېدلې ده.

د کاناډا حکومت د دې موندنې د تاییدولو لپاره د هایډا ګوايي ټاپو ټولګې ته نږدې د سمندري ځواکونو بېړۍ استول غواړي.

خو وايي، فکر نه کوي چې دا بم اتومي مواد ولري.

ښاغلی سمیري چینسکي وايي، د اکتوبر په لومړیو کې یې چې د الاسکا پولې ته نږدې د پیټ ټاپو په اوبو کې لامبو وهله دا لویه وسیله یې وموندله.

وايي، اول نه پوهېده چې دا یې څه شی موندلي، خو وروسته یې یو ملګري ورته وویل: "َښايي هغه اتومبم یې موندلی وي چې په پنځوسمو کلونو کې ورک شوی دی."

د امریکا بي ـ ۳۶ بم غورځوونکې پر ۱۹۵۰ کال تګزاس ایالت کې کارزول هوايي اډې ته په لار وه چې له بریټیش کلمبیا سره وغورځېده.

دغې بم غورځوونکې الوتکې د اتومي برید لپاره پټ خیالي تمرین کاوه.

د الوتکې ماشین د الوتنې په مهال اور واخیست، خو له ۱۷ کارکوونکو یې ۱۲ کسان د چترۍ په مټ روغ رمټ کوز شول او پاتې پنځه په دې پېښه کې ووژل شول.

د امریکا پوځ وايي، دغه بم سرب او ټي اېن ټي درلودل، خو پلوتونیم یې نه لرل.

د الوتکې کارکوونکو د غورځېدلو پر مهال الوتکه په ارام سمندر کې پرېښودله، خو پاتې شوني یې درې کاله وروسته په وچه وموندل شول.

مګر د بم ورکېدل د ټولو لپاره یوه معما شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د موندل شوې الې ځای

په کاناډا کې د هوايي چلند تاریخپوه ډرک سپټر وايي: "هغه وخت سړه جګړه په وروستي برید کې وه او دا بدګوماني وه چې ممکن روسیې دا بم ترلاسه کړی وي."

د الوتکې کارکوونکو ویلي و، چې د الوتکې له غورځېدلو مخکې یې بم به ارام سمندر کې تش کړی و، ځکه‎ وېرېدل چې ټي اېن ټي به یې چاودنه وکړي.

د کاناډا دفاع وزارت ویاند بي بي سي ته ویلي، د امریکا پوځ وايي، امکان نه لري چې دا بم چا ته خطر پېښ کړي، خو بیا هم د کاناډا چارواکي د ډاډ ترلاسه کولو لپاره دغه ځای ته سمندري ځواکونه استوي.

خو ښاغلی سپټر د دې وسیلې د موندلو ځای ته په پام سره باوري دی چې دا به د امریکا ورک شوی اتومبم نه وي.