د ټرمپ بریالیتوپ نظر پیاوړي کېدو سره د اسیا ونډو بازراونه رالوېدلي

Scarecrow

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د بریالیتوب نظر پیاوړي کېدو سره د اسیا د ونډو بازارونه رالوېدلي دي.

د سیمې د ټولو لویو بازارونو شاخصونه ښکته شوي او تر ډېره پیسې پر سروزو او د چین د ین په څېر پر باثباته اسعارو لګول کېږي.

په داسې حال کې چې د ونډو معامله کوونکو د هېلیري کلنټن د اسان بریالیتوب تمه لرله، نو ان یو نژدې رقابت هم د بې ثباتۍ رامنځته کولو لپاره بسنه کوي.

د "جاپان نیکي ۲۲۵" ۲،۲ سلنه، هانګ کانګ کې هانګ سنګ ۳،۵ سلنه او شانګهای کې کمپوزېټ ۱،۳ سلنه رالوېدلي دي.

د استرالیا اې اس اېکس ۲۰۰ هم ۳،۷ سلنه وغورځېد په داسې حال کې چې د سوېلي کوریا کوسپي ۲،۸ سلنه راښکته شو.

امریکا او اروپا کې د چهارشنبې په ورځ د بازارونو پرانستل کېدو سره هلته هم د ونډو رالوېدو تمه کېږي.

بلخوا د ډالرو پروړاندې د مکزیک پولي واحد خپلې ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

که ښاغلی ټرمپ بریالی شي نو د مکزیک د زیانمنېدو تمه ځکه شته چې نوموړي ژمنه کړې وه د دواړو هېوادونو ترمنځ به پر پوله دیوال جوړ کړي او دې هېواد سره به د سوداګریزې هوکړې پر سر له سره خبرې وکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د جاپان نیکي ۲۲۵ هم رالوېدلی