د پاریس او بروکسل بریدونو 'همغږی کوونکی' وپېژندل شو

اسامه عطار د یوي مودې لپاره په ابو غریب زندان کې بندي و د انځور حقوق AFD International
Image caption اسامه عطار د یوي مودې لپاره په ابو غریب زندان کې بندي و

یوې باخبره استخباراتي سرچینې ویلي؛ یوه مراکشي الاصله بلجیمي جهادي چې سوریه کې فعالیت کوي په پاریس او بروکسل کې د خونړیو بریدونو عامل بلل کېږي.

استخباراتي ډلې له څو میاشتو راهیسې د ابو احمد په نوم د یوه کس د پېژندلو هڅه کوي چې اروپا کې د بریدونو لپاره د ځینو بریدګرو په جذبولو کې رول لري.

دوی اوس په دې باور دي چې دا کس هماغه اسامه احمد عطار دی.

نوموړی له هغو کسانو سره تړلی دی چې پاریس او بروکسل په نښه کړل.

د نومبر ۱۳مې په بریدونو کې څو وسله والو جهاديانو ۱۳۰ کسان په پاریس کې ووژل. د مارچ په ۲۲مه د بروکسل مترو او هوایي ډګر کې د ماین چاودنو له امله ۳۲ کسان ووژل شول.

+ د بروکسل هوايي ډګر د بریدونو اصلي مشکوک 'نیول شوی'

+ د پاريس د بريدونو تورن صلاح عبدالسلام ونيول شو

یوې باخبره سرچینې بلجیمي رسنیو ته ویلي؛ اسامه عطار ددغې ډلې یواځینی مشر دی چې د دواړو بریدونو په تړاو پلټنو کې پېژندل شوی دی.

اسامه عطار څوک دی؟

اسامه عطار د بروکسل بم چوونکو له لرې خپلوانو دی او بلجیمي چارواکو له کلونو پېژانده.

نوموړی لومړی په ۲۰۰۲ او وروسته په ۲۰۰۴ کال کې سوریې ته لاړ. اسامه عطار په ۲۰۰۵ کال کې عراق ته د ننوتلو پرمهال له پولې د ناقانونه تېرېدنې له امله ونیول شو او ۱۰ کاله زندان ته لاړ.

د بلجیم څارګرې ادارې پخواني افسر اندري جیکوب بي بي سي ته وویل؛ عطار د یوې مودې لپاره ابو غریب زندان کې بندي و، وروسته د کراپر توقیف خونې ته ولېږدول شو چېرته چې صدام حسین تر اعدام وړاندې ساتل کېده.

د انځور حقوق AFP
Image caption خالد او ابراهیم البکرویي (ښی لور ته) د بروکسل په بریدونو کې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول

نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې خوشي شو او بلجیم ته ستون شو. خو ښاغلی جیکوب وایي؛ اووه کلن زندان نوموړی افراطي کړی

د هغه د اوسېدو ځای معلوم نه دی خو د ځینو راپورونو له مخې نوموړی اوسمهال د داعش اصلي مرکز د سوریې په رقه ښار کې اوسېږي.

ابراهیم او خالد البکرویي د نوموړي له لرو خپلوانو وو چې د بروکسل په زاونټم هوایي ډګر او د مالبیک مټرو تمځای کې ځانمرګي بریدونه وکړل.

د عطار کوچیني ورور یاسین هم د بروکسل په بریدونو کې ونیول شو او پولیسو تر برید وروسته د هغه د مور کور څو ځلې پلټلی دی.

د فرانسې لوموند ورځپاڼې راپور ورکړی چې نوموړی د دوو عراقي ځانمرګو په ګومارنې تورن دی چې د فرانسې استاد دوفرانس لوبغالي ته نژدې یې ځانمرګي بریدونه وکړل.

دغه ورځپاڼه لیکي؛ په استخباراتي سرچینو کې پردې توافق شته چې نوموړي د پاریس او بروکسل په بریدونو کې رول درلودلی دی.

د پاریس تېر کال بریدونو راهیسې چارواکو د یوې مهمې څېرې په لټه کې و چې دا بریدونه یې له سوریې تنظیم کړي وي.

لومړی عبدالحمید اباعود د دوی مشر وبلل شو خو څو ورځې وروسته د پولیسو په برید کې ووژل شو.

د محمد ابریني په نوم یو بل تورن په اپرېل میاشت کې ونیول شو، خو چارواکو نه دي ویلي چې نوموړی د بریدګرو مشر دی. دی هم مراکشي الاصله بلجیمی دی.

اوس د دواړو بریدونو د همغږي کوونکي په توګه د اسامه عطار نوم یادېږي. و.

اړونده مطالب