ټرمپ ته د نړیوالو مشرانو مبارکۍ

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ولسمشر ټاکل کېدو په مناسبت ډونالډ ټرمپ ته د نړیوالو مشرانو له لوري مبارکۍ ورکول کېږي

روسيه

د ورسيې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ولسمشر ولادمیر پوتین ډونالډ ټرمپ ته یو پیغام لېږلی، چې په کې یې د روسیې او امریکا اړیکو ایستلو هیله څرګنده کړې.

ولسمشر پوتین ویلي 'له کړکېچونو د نړۍ ایستلو او په نړیواله کچه د ټیکاو پر وړاندې پرتو خنډونو سره د مبارزې لپاره د روسیې او امریکا تر منځ مثبتو خبرو ته اړتیا ده، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي. '

د افغانستان ملي یووالي حکومت مشرانو ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې

ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

چین

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه هېواد هیله مند دی، چې له نوي امریکايي حکومت سره به د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ په خبره:

'د امریکا او چین په خپل منځي سوداګریزو اړیکو کې د دواړو هېوادونو ګټه ده، چین او امریکا د نړۍ دوه مهم او سنجیده طاقتونه دي او مسایل به په ګډه حل کړي. '

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له خپل اړخه او د افغانانو له لوري ټرمپ او د امریکا خلکو ته د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو مبارکي وايي

فلسطیني سیمې

د فلسطین ولسمشر محمود عباس په یوه اعلامیه کې ښاغلي ټرمپ ته مبارکي ویلي او هیله یې څرګنده کړې، چې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال به د سولې راتګ شونی شي.

فیلپین

د انځور حقوق AP
Image caption 'د مسکو او واشنګټن تر منځ داسې مثبتو خبرو ته اړتیا ده، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي'

د فیلیپن ولسمشر رودریګو دوتریت چې د خپلو سختو څرګندونو له کبله مشهور دی د امریکا متحدو ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر ته ' د زړه له تله مبارکي ' ویلې ده.

د ولسمشر د یوه ویاند په خبره، ولسمشر غواړي د فلیپین او امریکا تر منځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي، داسې اړیکي، چې بنسټ یې پر متقابل درناوی، ګډو ګټو، ولسواکي او د قانون پر لاسبرۍ ولاړ وي.

ایران

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي امریکا باید هغې هوکړې ته درناوی وکړي، چې له ایران سره د دغه هېواد د اتومي پروګرام پر سر کړې.

ایراني رسنیو ویلي ' امریکا او ایران کوم سیاسي اړیکي نه لري، خو مهمه دا ده، چې امریکا پرخپلو نړیوالو ژمنو ودریږي او موږ تمه کوو، چې نړیواله ټولنه به امریکا د دې لپاره اړباسي. '

د انځور حقوق TIWITTER
Image caption د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د ټاکنیز کمپاین بهیر کې د هند په اړه د ټرمپ اندونه ستایلي

مالیزیا

د مالیزیا لومړي وزیر ویاند د بي بي سي خبریال جوناتن هیډ ته ویلي ( د مالیزیا لومړی وزیر نجیب د ټرمپ ګولف لوبې ملګری دی او پر میز یې د دواړو یو ګډ تصویر ایښي، چې ټرمپ پرې لیکلي ( هغه لومړي وزیر ته، چې زما ډېر خوښ دی )

سنګاپور

د سنګاپور لومړي وزیر ټرمپ ته مبارکي ویلي او ویلي یې دي، چې له هغه سره ګډ کار ته لېوال دی. نوموړي ویلي د برېګزیټ په څېر د ټرمپ بریا په پرمختللیو هېوادونو کې د نهیلۍ له منځه وړلو او اوسني حالت د بدلون هیله څرګندوي.

ښاغلي ټرمپ پر سنګاپور، چین او هند تور پورې کړو و، چې ګواکې امریکا کې 'دندې غلا 'کوي.

بل لور ته امریکا کې د فرانسې سفیر ټویټر پیغام لیکی و، چې وروسته یې ړنګ کړ. په هغه پیغام کې لیکل شوي وو، ' له برېګزیټ او دغو ټاکنو وروسته هر څه ممکن دي، زموږ پر وړاندې نړۍ تباه کېږي، سر مې ګرځي '

د ولسمشرانو او نورو مشرانو تر څنګ اروپا کې د یو شمېر کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو مشرانو هم ډونالډټرمپ ته مبارکي ویلې ده.