هېلیري کلنټن: ټاکنو کې ماتې ډېره ځورونکې ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېرمن کلنټن له ماتې سملاسي وروسته ښاغلي ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې

هېلري کلنټن د ټاکنو نه ګټلو له کبله له خپلو پلویانو بښنه غوښتې. هغې ویلې، ټاکنې یې و نه ګټلې، دا یو ځورونکی احساس دی، چې وايي تر ډېره به دوام وکړي.

د امریکا له جمهوري دود سره سم نوموړې د نیویارک یوه هوټل کې د ټاکنو ناکامۍ په تړاو وینا کې دغه څرګندونې کړې.

د مېرمن کلنټن د وینا پر مهال د هغې مېړه، پخوانی ولسمشر بل کلنټن او د هغې لور چیلسي هم پر دریځ ولاړ وو. نوموړې له خپلو پلویانو وغوښتل، چې د ټاکنو پایلې له زړه ومني او وايي باید ډونالډ ټرمپ ته له په اخلاص فرصت ورکړل شي، چې د ولس او هېواد مشري وکړي.

ډونلډ ټرمپ بیا د امریکا ټاکنو کې د درغلۍ کېدو ادعا کړې

د مهمو موضوعاتو په اړه د کلنټن او ټرمپ دریځونه

د هېلیري کلنټن ژوند

د نوموړې په خبره، د امریکا ولسواکي د واک سوله ییز لېږد پر بنسټ ولاړه ده.

هېلیري کلنټن په ټاکنیز کمپاین کې ګډون د خپل ژوند یو ویاړ وباله. نوموړې خپله ماتې ځورونکې وبلله او وايي ټولې هڅې یې د ځان پر ځای د دغه هېواد لپاره وې، چې په خبره یې ورته ګران دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مېرمن کلنټن د وینا پر مهال د هغې یو شمېر پلویانو ژړل

دریځ ته د مېرمن کلنټن له ورتګ سره یې پلویانو تر ډېره په چکچکو د هغې هرکلې وکړ.

د نوموړې د خبرو پر مهال هغه کسان چې ټاکنیز کمپاین کې یې فعال و، پټه خوله پر مخکینیو چوکیو ناست وو او یو شمېر پلویانو یې اوښکې بهولې.

له مېرمن کلنټن سره د مرستیال ولسمشر په توګه کاندید ټم کین وویل، چې مېرمن کلنټن د ولسمشرۍ لپاره د یوې کاندېدې په توګه د امریکا تاریخ کې لومړی ځای خپل کړ.