ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ځي؛ د امریکا څو ښارونو کې لاریون شوی

دونالد ترامپ - باراک اوباما د انځور حقوق Other

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سه شنبې ورځې ټاکنو کې د جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ بریالیتوب په غبرګون کې د واک د لېږد ژمنه کړې او د ټاکنو بایلونکې هېلیري کلنټن هم له منتخب ولسمشر نه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي اوباما د چهارشنبې په ماسپښین د سپینې ماڼۍ په انګړ کې وویل؛ د ټېلفون له لارې یې ښاغلي ټرمپ ته د بریالیتوب مبارکي ورکړې او هغه ته یې بلنه ورکړې چې د پنجشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته لاړ شي ترڅو دواړه لوري د واک له لېږد نه ډاډمن شي.

ښاغلي اوباما ټینګار وکړ، "هېچاته پټه نه ده" چې دی او ښاغلی ټرمپ جدي اختلاف لري، خو زیاتوي چې "ټول د خپل هېواد لپاره ښه کسان غواړو". هغه وویل؛ د ښاغلي ټرمپ د بریالیتوب وینا دده د "ډاډمنتیا" لامل شوې.

هغه وویل؛ د واک بریالی لېږد لازم دی، ځکه چې "موږ ټول اوس د هېواد متحد کولو او مشرۍ کې د هغه د بریالیتوب هیله لرو."

هېلیري کلنټن هم پر خپلې ناکامې د خواشینۍ ترڅنګ وویل؛ ټول باید "له خلاص فکر سره ښاغلي ټرمپ ته د بریالیتوب موکه ورکړي."

هغې چې د ټاکنو تر بایللو وروسته یې د لومړي ځل لپاره خبرې کولې وویل؛ هیله منه ده چې ښاغلی ټرمپ د ټولو امریکایانو لپاره بریالیتوب وي.

+ ټرمپ ته د نړیوالو مشرانو مبارکۍ

+ هېلیري کلنټن: ټاکنو کې ماتې ډېره ځورونکې ده

د اوباما او کلنټن پر غوښتنو سربېره، د امریکا په څو ښارونو کې د ډونلډ ټرمپ پرضد لاریونونه وشول.

د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې سلګونو کسانو منهاټن کې د ټرمپ څلي پر لور لاریون وکړ. هغوی له ځان سره انځورونه لېږدول چې پرې لیکلی شوي و "زما ولسمشر نه یې" او نور شعارونه یې هم ورکړل.

همداراز شیکاګو کې د ټرمپ ټاور د ننوتلو لارې بندولو راپورونه ورکړل شوي. په دغه لاریون کې د خلکو شعارونه دا و چې "ټرمپ نه، کوکلوس کلاس نه، فاشیست نه" او "زما ولسمشر نه یې".

د راپورونو له مخې، د کلیفورنیا په اوکلېنډ او د اورګان په پورټلېنډ ښارونو کې - چې دواړه لیبرال ګڼل کېږي - هم لاریون کوونکو د امریکا بیرغ ته اور ورته کړ.

په سیاتل ښار کې هم لاریون شوی دی.

Image caption نیویارک کې د ټرمپ پرضد لاریون
د انځور حقوق AP
Image caption د ټرمپ پلویانو خوښي

ډونلډ ټرمپ د یوې تفرقه اچوونکې مبارزې په پایله کې د سه شنبې په ټاکنو کې ګټونکی شو او په جنورۍ میاشت کې به د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د نیوجرسي ایالت والي کریس کریسټي به د ښاغلي ټرمپ د واک لېږد ډلې مشري پر غاړه ولري.

ښاغلي ټرمپ ویلي؛ د هغه سملاسي لومړیتوب د هېواد بنسټیزو تاسیساتو نوې کول او د اقتصادي ودې دوه برابره کول دي.

ښاغلي ټرمپ د بریالیتوب په وینا کې د مېرمن کلنټن د ستاینې ترڅنګ وویل؛ اوس ددې وخت دی چې له ټاکنو رامنځته شوي ټپونه ورغول شي او ویې ویل چې غواړي هېواد متحد کړي.

مېرمن کلنټن چې د چهارشنبې په ورځ له غرمې وړاندې تر خپلې ماتې ساعتونه وروسته راڅرګنده شوې وه، خپل پلویان یې وهڅول چې د ټاکنو پایلې ومني.

هغې ټاکنو کې پر خپلې ماتې د خواشینۍ ترڅنګ وویل؛ "موږ شاهد وو، هېواد مو تر هغه څه ډېر وېشل شوی چې فکر مو کاوه. "

هغې دغې څوکۍ ته د یوې ښځې نه رسېدو ته په اشارې وویل: "ټولو کوچنیو نجونو ته چې ما ګوري وایم ... هېڅکله په ژوند کې له فرصتونو ګټه اخستنه کې پر خپل ارزښت، توان او وړتیا شک مه کوئ."

ښاغلي ټرمپ د خپل بریالیتوب په وینا کې وویل: "غواړم نړیوالې ټولنې ته ووایم، که څه هم موږ ته به امریکا تل د لومړیتوبونو په سر کې وي، ټولو سره به منصفانه چلند وکړو."

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق Reuters
Image caption نیویارک کې د ماتې منلو د وینا پرمهال د کلنټن احساساتي پلویان

د امریکا کانګرس د استازو مجلس رییس پال رایان ښاغلي ټرمپ ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل؛ هغه به سیاست "وارزوي" او بشپړ جمهوریپال دولت به مدیریت کړي.

په دغو ټاکنو کې د کانګرس دواړه مجلسونه د جمهوریپالانو په کنټرول کې پاتې شو.

سربېره پردې ستره محکمه چې ۹ څوکۍ لري پنځه څوکۍ به ولري چې جمهوریپالو رییسانو ډکې کړې دي. انټونین سکالیا ددغې دیوان له محافظه کارو قاضیانو وه چې نهه میاشتې مخکې مړه شوه، خو جمهوریپالانو بارک اوباما ته د هغې د ځایناستې قاضي د ټاکلو اجازه ورنکړه او دا موقع د ټرمپ شوه.

ښاغلي رایان چې هېڅکله یې به بشپړ او پرېکنده توګه د ښاغلي ټرمپ له نوماندۍ ملاتړ ونه کړ وویل؛ ټاکنو کې د ګوند پیاوړې پایلې تر ډېره د ښاغلي ټرمپ له برکته ترلاسه شوې دي.

ښاغلی ټرمپ پرته له دې چې د عمومي رایو اکثریت ترلاسه کړي، د ټاکونکو رایو (د الکټورل کالج) سېسټم له مخې چې په هغې کې هر ایالت ګټونکي ته امتیازونه په پام کې نیسي ټاکل شوی دی. د رایو د وروستیو شمېرو له مخې مېرمن کلنټن ۴۷،۷ سلنه او ښاغلي ټرمپ ۴۷،۵ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

په وروستي ځل چې بایلونکی کاندید د عمومي رایو ګټونکی شو د ۲۰۰۰ میلادي کال په ټاکنو کې دیموکرات کاندید ال ګور و چې سیالي یې جورج بوش ته وبایلله.

ورته مطالب