"اسلامي دولت" موصل کې '۴۰ کسان پر یوه پله ځړولي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption بعشیقه یو له هغو ښارونو دی چې د موصل عملیاتو پرمهال عراقٍي ځواکونو له ''اسلامي دولت'' نومې ډلې بېرته نیولی

په تېرو څو ورځو کې داسې رپوټونه مخې ته راغلي چې "اسلامي دولت" نومې ډلې ظاهراً په موصل کې د ولسي وګړو وژنو ته دوام ورکړى او وروستي رپوټونه وايي چې تېره سه شنبه ٤٠ وگړي په دغه ښار کې د دغې ډلې له لوري وژل شوي دي.

ملگري ملتونه په سيمه کې د سرچينو په وينا وايي، د دغې ډلې له لوري ټاکل شويو قاضيانو دا کسان له عراقي ځواکونو سره په همکارۍ تورن کړي وو او د دوى مړي چې په نارنجي رنگو جامو کې نغښتي و او ورباندې غدار يا خاين ليکل شوي وو د برېښنا پر ستنو ځړول شوي.

د موصل عملیات: 'عراقي ځواکونو' کلیوال وربړول او ویې وژل

عبادي: موصل به ډېر ژر ازاد شي

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون وياندې روينا شمدساني په جينيوا کې په دې تړاو د خپلو څرگندونو پر مهال وويل چې د دغو وژنو سربېره داسې نور شواهد هم مخې ته راغلي چې په پراخه کچه له بشري حقونو د تيري څرگندونه کوي.

ډله ییز قبرونه

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې ويانده وايي:

"په داسې حال کې چې په عراق کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې په لاس د وژلو شويو ډله ييز قبرونه، له مېرمنو او نجونو د جنسي ناوړه گټه پورته کونې، وژنو، جگړې لپاره د ماشومانو د گمارنې او له بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو بېلگې رادبره کېږي، د ملگرو ملتونو د بشري حقونو لوى کميسيون د سم لاسي اقدام غږ کړى چې عدالت ته د اړتيا، رښتيا او پخلاينې په گډون د قربانيانو او له پېښو د ژوندي راوتلو وگړو حقونه او د اړتياوي پوره کول ډاډمن شي."

د موصل د بيا نيونې عمليات اوس څلورمې اوونۍ ته غځېدلي. رپوټونه وايي او په موصل کې دننه د خپلو مورچو د لا ټينگولو او د پرمختگ هڅې کوي خو د "اسلامي دولت" نومې ډلې د وسله والو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د موصل ختیځ کې یو کور، چې ''اسلامي دولت'' ډلې کارولی، د عراقي ځواکونو له لوري نیول شوی

او دا يادونه هم بايد وکړو چې د حکومتي ځواکونو په وړاندې هم له بشري حقونو د سرغړونې ادعاوې شوي.

وړاندې د بښنې نړیوالې ادارې ويلي و چې د فدرال پوليسو په جامو کې نغښتو ځينو وگړو شپږ کسان وژلي خو عراقي چارواکو دا ادعاوې رد کړې.

عراقي ځواکونه موصل ښار ته نژدې شوي

اړونده مطالب

ورته مطالب