د بشري حقونو څارونکي: کردانو د عربانو کورونه 'ویجاړ کړي'

د انځور حقوق EPA
Image caption د بشري حقونو څارونکي وايي، یواځې د عربانو کورونه وران شوي، خو د کردانو کورونو ته زیان نه دی اوښتی.

د بشري حقونو یوه څارونکې ډله وايي، کرد وسلوالو د عراق په شمال کې د عربانو هغه کلي وران کړي، چې په دې وروستیو کې یې له داعش ډلې نیولي وو.

د بشري حقونو څارونکو د شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ادعا کړې، کرد وسلوالو په کرکوک او نینوا کې د عربانو کورونه په نښه کړي، خو د کوردانو کورونو ته یې زیان نه دی اړولی.

په رپوټ کې راغلي، چې د کلیو او کورونو دا ډول ورانول له دوو کلونو راهیسې پیل شوي او لا هم روان دي.

* کوردان څوک دي؟

* عراقي کوردانو د تېلو د تولید ځنډولو ګواښ وکړ

د کوردستان کورواکه ادارې چارواکي وايي، دا سیمې په تاریخي ډول د کردانو دي، خو د صدام حسین په واکمنۍ عربان پکې استوګن شول، چې له توکمیز او قومي پلوه دا سیمه بدله کړي.