د هند په ډزو کې: ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان پوځ وايي، د هندي ځواکونو برید ته یې ځواب ورکړی

د پاکستان پوځ وايي، د هندي ځواکونو په ډزو کې د دغه هېواد اووه پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو اداره په خبرپاڼه کې وايي، دا پېښه د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر لانجمنې سیمې د کنټرول کرښې په بهمبر سیمه کې د دوشنبې په شپه شوې ده.

په بیانیه کې راغلي چې پاکستاني ځواکونو د هندي پوځ دغو ډزو ته ځواب ور کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چار وزرات په خپل ټوېټر کې د هند دا "بې دلیله ډزې" غندلې دي.

* د هند دفاع وزیر پر دښمن د اټومي برید د لومړي کولو پالیسي غواړي

* هندي پوځ کشمیر کې د پاکستاني سرتېرو وژلو ادعا کړې

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم په کنټرول کرښه کې په دغه پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې د هېواد د دفاع بشپړه وړتیا لري.

نواز شریف تور لګولی چې هند د کشمیر په سرحدي سیمه کې پرلپسې سرغړونه کوي او په دې ډول په دغه سیمه کې له روانې بدامنۍ د نړۍ پام اړول غواړي.

په ورته مهال د پاکستان حکومتي سرچینو د دغه هېواد د دفاع وزیر له خولې ویلي، چې د هند پوځ په کنټرول کرښه کې درنه وسله کاروي.

خواجه اصف زیاته کړې، چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې له اوو لکو ډېر هندي پوځیان د کشمیریانو د بلوا په ځپلو کې پاتې راغلي او له دې پېښې د نړۍ د پام اړولو لپاره په پوله کې پاکستاني ځواکونه په نښه کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان پوځ وايي، ځواکونه یې تېره شپه د هندي سرتېرو له ډزو سره مخ شول.

د پاکستان چارواکي وايي، په روان کال کې هند تراوسه په کنټرول کرښه کې له اوربند ۱۷۸ ځلې سرغړونه کړې، چې له امله یې ۱۹ وګړي وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د هند تر واک لاندې کشمیر په اوړي سیمه کې پر پوځي مرکز له برید وروسته ـ چې ۱۸ هندي پوځیان پکې ووژل شول ـ د نوي ډېلي او اسلام اباد ترمنځ اوسنی تاوتریخوالی پیل شو.

د هند له لوري په کنټرول کرښه کې د ډزو له امله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د هند ډیپلوماټان څو ځلې د شکایت لپاره ور بللي دي.

* په یوه اوونۍ کې راحیل شریف پاکستاني کشمیر ته بیا لاړ

* هندي ځواکونو کشمیر کې پاکستانی سرتېری وژلی

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم ویلي، که د هند له خوا په کنټرول کرښه د اوربند دا خلاف ورزي روانه وي، نو غاښ ماتی ځواب به ور کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په کنټرول کرښه یواځې نښتې نه کېږي، بلکې له څه مودې راهیسې د یو بل ډېپلوماټان د جاسوسۍ په تور له خپلې خاورې باسي.