د داعش جګړه: کور ته ستنې مېرمنې

د انځور حقوق Abbie Trayler-Smith
Image caption د موصل جنوب ختیځ ته د دجلې سیند سره نږدې قیاره لویه ولسوالي

عکاس ابي ټرایلرـ سمیت له اکسفام سره عراق ته تللی و، چې له اسلامي دولت نیول شوي بشیر کلي کې خپلو کورونو ته له ستنو شویو دوو ښځو سره وویني.

دوی دا وايي، چې پر دغه سیمه د اسلامي دولت په واکمنېدلو سره څه پېښ شول.

د یاسنیتا کیسه

د انځور حقوق Abbie Trayler-Smith

د داعش له راتلو مخکې موږ دلته ښه ژوند درلود، دوه پوړیز کور، دوکان او مالداري مو درلوده. پولیس او پوځیان رانه تاو وو، ځکه موږ د اسلامي دولت پروا هم نه لرله، هیڅکله مې فکر نه و کړی چې دا ډله به بشیر کلي ته راشي.

کله چې اسلامي دولت ډله راغله، خاوند مې بهر و، د برېښنا تارونه یې تړل. په دودیز ډول مېړه د کورنۍ مشر دی، ښځې د دوی له اجازې پرته څه نشي کولی، هغه راته وویل چې په کور کې پاتې شم، خو ما هغه خلک لیدل چې له کلي تښتېدل. ځکه مې خاوند ته زنګ وواهه.

امام په لاسپېکر کې خلکو ته ویل چې ونه تښتي، هغه ویل، ډارن خلک تښتي، په دې خبره ډېر خلک په کلي کې پاتې شول.

زما تر ټولو مشره لور پوهېدله چې څه روان دي، ځکه وېرېدله، ویل یې پلار ته مې غوږ مه نیسه، دوی چغې وهي موږ باید لاړ شو، ما هڅه کوله ارامه یې کړم. ورته مې ویل چې هرڅه به سم شي، پلار به دې راشي او موږ به وژغوري.

زه هم وېرېدلې وم، دوی چغې وهلې بمونه یې غورځول، ځکه مې ماشومان را سره کړل، نږدې ښارګوټي (تازه) ته لاړو.

له تازه وروسته بیا یو جومات ته لاړو اووه میاشتې پکې وو، بیا په یوه ښوونځي کې دوه میاشتې اوسېدلو، کله چې ښوونیز کال پیل شو، ویې ویل چې لاړ شئ، موږ لږ ټیکاومن لیلن (سیمې) ته لاړو، یو کال هلته اوسېدولو، ګاونډیانو را سره مرسته کوله، خواړه یې را کول، هیچا موږ نه پېزندلو، موږ هلته پردي وو، خو بیا یې هم په یو نه یو ډول لاس را کاوه.

زوی مې ښوونځي ته نه لېږه، فکر مې کاوه ژر به کور ته ستانه شو، د هغه یو ښوونیز کال ضایع شو. ان اوس هم ښوونځي ته د ماشومانو لېږل راته ګران دي، دوی جامو او کتابونو ته اړتیا لري، خو زه پیسې نه لرم.

کله چې بشیر ازاد شو ،مېړه ته مې وویل چې کور ته ستنېږو، هغه ویل روژه یو، نه شو ستنېدلی، خو ما وروته وویل، موږ باید لاړ شو روژه به بیا ونیسو.

د انځور حقوق Abbie Trayler-Smith

اول ځل مې چې خپل کور ولید ډېر مې وژړل، فیشار مې پورته شو، خاوند مې له کوره بهر کړم، د میاشتې لپاره دلته راتللی نه شوم. خو وروسته د ځان په فکر کې شوم چې که نور نه وي خاوند او ماشومان مې ژوندي دي، ځان مې له هغو سره پرتله کاوه چې ترې وژل شوي یا نیول شوي دي.

کله چې موږ را ستانه شوو په ټول کور کې د ګواښ سرې پټې وې، پرې لیکلي و، چې په کور کې ماینونه دي، خو ما دا پټې وشلولې او کور ته ننوتلم، نه وېرېدلم، مګر د پښې اېښودلو ځای ته مې کتل، زموږ له کور بهر یو ماین وچاودېد.

خاوند مې سلمان دی، خو داعش یې دوکان وران کړی، اوس بې کاره دی. موږ ټول وخت د کور په جوړولو تېروو. زموږ خوری را سره مرسته کوي، خو لا هم تراوسه کور بشپړ جوړ شوی نه دی، پرېکړه مې کړې چې ماشومان کور ته را ولم.

خوشاله یم چې په خپل کور کې یم، ان که وچه ډوډۍ هم خورم په کور کې به خوشاله یم، هیڅکله کې مې فکر نه کاوه چې بیا به را ستانه شو.

د سمیرا کیسه

د انځور حقوق Abbie Trayler-Smith

هغه ورځ چې دا هر څه وشول، خاوند مې زیارت ته لاړ و او ما خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پخوله، د سهار اته بجې وې. په کوڅه کې ډزې وې، زموږ کور هم په ګولیو ولګېد، ځوانانو کورونه پرېښودل، د جګړې کرښه یې جوړه کړه.

یو زوی مې پولیس و، په کرکوک کې یې د بېړنیو ځواکونو سره کار کاوه، ما ټلېفون ورته وکړ. ورته ومې ویل را شه موږ وژغوره. هغه چې راغی، ډوډۍ مې ور کړه ، هغه لومړۍ کرښې ته یووړه چې له پوځیانو او خپل ورور سره یې په ګډه وخوري.

سم فکر مې نه شو کولی، له مغز خلاصه وم. موږ موټر کې لاړو او په دوو ساعتونو کې داعش (اسلامي دولت) زموږ کلی ونیو. موږ هم نږدې ښارګوټي (تازه) ته لاړو. خو لیدل مو چې دعش ډېر چټک را پسې را روان دی، وروسته کرکوک ته وخوځېدلو. کله چې اول تازه ته لاړو، خلک یې نه پوهېدل چې څه پښېیږي، له موږ یې پوښتنې کولې موږ ویل چې داعش را روان دی.

داعش ۷۵ کسان ووژل له مړو سره یې بد چلند وکړ، زما تر ټولو کشری او ځوان زوی او دوه خوریونه یې ووژل.

د انځور حقوق Abbie Trayler-Smith

کله چې بې کوره شوو، له ډېرو ستونزو سره مخ شوو. خوارځواکۍ مې دوه بچیان مړه کړل. په کرکوک کې له شپږو میاشتو وروسته دوی ناروغ شول لمسی مې هم له لوږې مړ شو. ډاکټر راته ویل چې خوارځواکي(سوی تغذیه) دي، خو موږ خواړه نه لرل.

موږ به کوڅو کې و، هیڅ مو کولی نه شول، تل به خپه وو. فکر مو کاوه ښايي په ژوند کې مو داسې څه بد کړي وي چې اوس یې سزا وینو.

کله چې را ستانه شوو، لومړی شی چې یو چا راوښود هغه زما د زوی د وژل کېدلو ځای و. کله مې چې هغه ځای ولید، ډېره ناروغه شوم، اووه ورځې ویده وم.

اوس ډېره خوشاله یم، ځکه په ځای شوي یو، له کوره نه ځو. یو کوچنی دوکان مې درلود او هیله منه یم چې اکسفام یې په بیا پرانیستلو کې را سره مرسته وکړي، غواړم د کور شا ته دېوال کې وړه ورسۍ ولرم او له دغه ځایه په خلکو خوراکي توکي وپلورم.