د مصر د مخکیني ولسمشر محمد مرسي د اعدام سزا لغوه شوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مرسي د اخوان المسلمین ګوند غړی دی.

رپوټونه وايي، د مصر سترې محکمې د مصر د مخکیني منتخب ولسمشر محمد مرسي د مرګ سزا لغوه کړې ده.

محمد مرسي په ۲۰۱۱ کال د پاڅون پرمهال د زندان د ماتولو په تور په لومړۍ محکمه کې په اعدام محکوم شوی و.

نوموړی په ۲۰۱۲ کال د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو د واک پرضد یې یو کال وروسته لاریونونو په لړ کې د پوځ له خوا وپرځول شو.

پر مرسي د ترهګرۍ اړوند تورونه هم ولګول شول او په عمري بند محکوم شو.

مصر: د اخوان المسلمین ۱۰ مشران په مرګ محکوم شوي

د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي ته د عمري زندان سزا ورکړله شوې

د مصر د عالي دېوان د ننني حکم پربنسټ، ښاغلی مرسي یوځل بیا له زندانه د تېښتې په تور محاکمه کېږي.

ښاغلی مرسي د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ میاشت کې د وادي النظرون له زندانه وتښتېد او له بهرنیو اورپکو سره له زندان نه د تېښتې په همکارۍ هم تورن شو.

مرسي د اخوان المسلمین ګوند غړی دی.

محکمې د اخوان المسلمین ګوند د پنځو نورو مشرانو د اعدام سزا هم لغوه کړه. په دوی کې د دغه ګوند لارښود او مشر محمد بدیع هم دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption محمد مرسي دا مهال د ځینو ترهګریزو تورونو له کبله په عمري بند کې دی

د یوویشتو نورو غړو د اعدام سزا هم لغوه شوې ده.

د روان کال په پیل کې د مرسي د اعدام سزا د مصر د قضايي ارګانونو د مشر او لوی مفتي شوقي ابراهیم علام له خوا تایید شوی و.

د مرسي محاکمه تر فبرورۍ پورې وځنډېده

اړونده مطالب

ورته مطالب