د بي بي سي نړیواله څانګه ۷۰ کلونو کې د تر ټولو لویې پراختیا اعلان کوي

د بي بي سي ودانۍ
Image caption د بي بي سي عمومي مشر: د بي بي سي او بریتانیا لپاره، د بي بي سي نړیواله څانګه تاج کې د غمي حیثیت لري

د بي بي سي نړیواله څانګه ،له ۱۹۴۰مو کلونو راپدېخوا، د تر ټولو لویې پراختیا اعلان کوي. دغه څانګه به په ۱۱ نوو ژبو خپرونې پیل کړي. دا د تر ټولو لویې پراختیا د پلان یوه برخه ده.

وروسته له دې چې تېر کال د بریتانیا دولت يې بودیجه زیاته کړه، پایله يې دا شوه چې بي بي سي خپلې څانګې لا پراخې کړي.

د بي بي سي نړيوالې خپرونې او پښتو څانگه

د بي بي سي پښتو تلويزون نوې خپرونې پيل شوې

نوې ژبې به افان اورومو، امهاریک،ګوجراتي،یګبو، کوریايي، مراټي، پېدګن، پنجابي، تېلوګو،تګرېنیا او یوروبا وي.

لومړنۍ نوې څانګې به ۲۰۱۷ کال کې په کار پیل وکړي.

افریقايي ژبې:

•افان اورومو: یتیوپیا کې په پراخه کچه کارېدونکې ژبه ده

•امهاریک: د یتیوپیا بله اصلي ژبه ده

•تګرېنیا: د عربي تر څنګ یرېتریا او یتیوپیا کې کارېدونکې ژبه ده

•یګبو: د نایجیریا یوه رسمي ژبه ده. همدارنګه د یکواتوریا ګیني کې هم کارېږي

•یوروبا: د نایجیریا جنوب ختیځ او د افریقا ختیځ کې په تېره بیا بینن او توګو کې کارېدونکې ژبه ده

•پېدګن: د افریقا لودیځ په تېره بیا نایجر دېلتا کې له انګریزي ژبې اخیستل شوې کارېدونکې ژبه ده.

Image caption نوو ژبو کې د بي بي سي خپرونې

آسیایي ژبې:

•ګوجراتي: په اصل کې د هند د ګوجرات ژبه ده خو د هند په نیمه وچې او نړۍ کې خبرې پرې کېږي

•مراټي: د هند د سوداګریزې پلازمېنې ممبی په ګډون د مهاراشترا ایالت ژبه ده

•تېلوګو: د ډېرو نورو هندي ژبو په شان ډېر غږېدونکي لري، تر ټولو ډېر اندهرا پرادېش او تېلنګانا کې کارېږي

•پنجابي: د نړۍ یوه له تر ټولو ډېرو-کارېدونکو ژبو ده چې په پراخه کچه پاکستان او د هند ځینو برخو کې خلک پرې غږېږي

•کوریايي: شمالي او جنوبي کوریا کې کارېدونکې ژبه ده خو دواړو خواوو کې لهجو کې توپیر راغلی. د نوي عصر لغتونه او بهرنۍ کلمې بیا جنوبي کوریا کې ډېرې عامې دي

د بي بي سي عمومي مشر ټوني هال وویل " دا چې موږ له ۱۹۴۰مو کلونو راپدېخوا نړیواله څانګه تر ټولو ډېره پراخوو، د بي بي سي لپاره یوه تاریخي ورځ ده.

" د بي بي سي او بریتانیا لپاره، د بي بي سي نړیواله څانګه تاج کې د غمي حیثیت لري.

د انځور حقوق PA
Image caption د ټوني هال تمه دا ده چې ۲۰۲۲ کال کې د بي بي سي تر سل کلنۍ، د مخاطبانو شمېر ۵۰۰ میلیونو ته ورسېږي.

"موږ خپلې سل کلنۍ ته نژدې کېږو او زما لیدلوری د اعتبار وړ او راتلونکې ته کتونکې بي بي سي دی چې د نړۍ ګردچاپېره نیم بیلیون خلکو ته خپلواک او بې پرې ژورنالیزم او په نړیوالې کچې ساعتتېری وړاندې کوي. "

د ښاغلي هال تمه دا ده چې ۲۰۲۲ کال کې د بي بي سي تر سل کلنۍ، د مخاطبانو شمېر ۵۰۰ میلیونو ته ورسېږي.

د بي بي سي د نړیوالې څانګې مشرې فرانچسکا آنسووت وویل "د نړیوالو جګړو، انقلابونو او بدلونونو په ترڅ کې د نړۍ ګردچاپېره خلکو د خپلواکو، د اعتماد وړ او بې پرې خبرونو د ترلاسه کولو لپاره، پر بي بي سي ډډه لګولې...د نن ورځې اعلان د نړیوالې څانګې د بدلون په درشل کې پر راتلونکې پانګونه ده ".

بي بي سي افغانان غږوي- سوله

بي بي سي افغانان غږوي- اقتصاد، هیلې او اندېښنې

د بي بي سي نړیواله څانګه به د ښځو او ځوانو مخاطبانو پر راجذبولو کار وکړي.

د بي بي سي نړیواله څانګه اوسمهال د ۲۴۶ میلیون خلکو لپاره د نړۍ په ۲۹ ژبو خپرونې لري. بي بي سي یوې اونۍ کې ټولټال ۳۴۸ میلیون مخاطبین لري.