د پیرو خرڅلاو مرکز کې اور پنځه کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د چارشنبې په ورځ هم اوروژونکي د اور په وژلو بوخت وو

د پیرو پلازمېنې لیما په یوه لوی خرڅلاو مرکز کې اورلګېدو لږترلږه پنځه کسان وژلي دي. اور په یوه تازه ودانه شوې سینما کې داسې مهال بل شوی، چې ځینې خبریالان د فلم په کتلو بوخت وو.

سم لاسي د اور لګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د پیرو د کورنیو چارو وزیر کارلوس باسومبریو رسنیو ته ویلي، د سینما چت له داسې موادو جوړ شوی، چې ژر اور اخلي، همدا وو چې د اور لمن ټولو برخو ته وغځېده.

د پیرو درملنې مرکز کې اورلګېدنې ۱۴ کسان وژلي

پیرو ډېر سوړوالي له امله بېړنی حالت اعلان کړی

د ''لارکومار'' په نامه د خرڅلاو له دغه مرکزه لوخړې پورته کېږي، امبولانسونه او مرستندویه سیمې ته ورغلي دي.

رپوټونه وايي، په اور کې د اوروژنې یو کارکوونکی هم ټپي شوی دی.

ددغه مرکز چلوونکو ویلي، له چارواکو سره د اور د لامل معلومولو په اړه په همکارۍ بوخت دي.

پیرو کې د بریتانیا سفارت، چې دغه مرکز ته نژدې دی، رخصت شوی دی.

په پام کې ده چې پیرو به دا اونۍ د اسیا د اقتصادي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو کوربه وي.

د امریکا له ولسمشر بارک اوباما پرته به په دې ناسته کې د روسیې، چین او جاپان ولسمشران هم ګډون وکړي.

د ۲۰۱۲ کال مې پر شپږمه هم د پیرو درملنې مرکز کې اورلګېدنې ۱۴ کسان وژلي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د خرڅلاو دا مرکز د بریتانیا سفارت ته نژدې پروت دی
د انځور حقوق AFP
Image caption په اور کې د اوروژنې یو کارکوونکی همه ټپي شوی

ورته مطالب