اوباما: که روسیه د امریکا له ارزښتونو او نړیوالو نورمونو واوړي ټرمپ دې پروړاندې ودرېږي

اوباما د جرمني د لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل ترڅنګ د انځور حقوق AP
Image caption دا د ولسمشر په توګه له المان نه د بارک اوباما وروستۍ لیدنه ده

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره په ګډه خبرې غونډه کې خپل ځایناستی ډونلډ ټرمپ وهڅاوه چې که روسیه د امریکا له ارزښتونو او له نړیوالو نورمونو پښه اړوي نو پروړاندې یې په کلکه ودریږي.

ښاغلي اوباما دا څرګندونې د ولسمشر په توګه په خپل وروستي بهرني سفر کې په برلین کې کړې دي.

د امریکا ولسمشر وویل هیله لري چې نوی ولسمشر له روسیې سره په چلند کې د واقعي ډیپلوماسۍ اصل له پامه ونه غورځوي او دغه راز هیله من دی چې ښاغلی ټرمپ له روسیې سره رغنده اړیکې وپالي او هغه برخې په نښه کړي چې د دواړو لوریو ګټي او ارزښتونه سره په کې ټکر کوي.

بارک اوباما د سایبري یا انټرنیټي وسلو د سیالۍ په اړه هم خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې په سایبري بریدونو کې د روسیې ښکېلتیا کره شوې ده.

+ اوباما ناټو او اروپايي ټولنه د ټرمپ له همکارۍ ډاډمنول غواړي

+ امریکا 'ټاکنو کې نفوذ لپاره' رسما روسیه په سایبري بریدونو تورنه کړه

"زه فکر کوم په ټوله کې د سایبر په برخه کې په نړیواله کچه پرمختګ، یوې اډانې او نړیوالو نورمونو ته اړتیا ده. ډیرو هېوادونو په دې برخه کې پرمختګ کړی، زموږ بنسټونه او اقتصاد یې له خطر سره مخامخ کړي. موږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې دغه برخه له قانوني چوکاټه ونه ووځي او د سیالۍ په ډګر بدله نه شي."

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی اوباما د چهارشنبې په ورځ برلین ته ورسېد

ښاغلي اوباما د امریکا او اروپا ترمنځ د اړیکو پر ارزښت او دوام ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې خپلو اروپايي ملګرو هېوادونو ته ډاډ ورکړ.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل دا ومنله چې امریکا په ناټو کې تر ټولو دروند بار ته اوږه ورکړې خو زیاته یې کړه چې اروپايي هېوادونه باید نور هم په ناټو کې ښکیل شي او په اوږده موده کې د ناټو په دفاعي بودجه د بیلانس د نشتوالي ستونزه هم هواره شي.

ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال د ناټو په اړه په سپک نظر سره وویل؛ اروپایان باید تردې ډېر د ناټو لګښتونو کې ونډه واخلی.

ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال حتي د شمالي اتلانتیک تړون - ناټو - سازمان کې له ۲۸ ملګرو هېوادونو د امریکا د پوځي ملاتړ له تضمین نه ډډه وکړه او ویې ویل د روسیې د برید پروړاندې ناټو ملګرو ته د امریکا مرسته د دغو هېوادونو ژمنو پورلې تړلې.

ټرمپ ویلي و، که ولسمشر شي، د ناټو تړون په چوکاټ کې د امریکا ژمنې به بیا وارزوي او ددې تړون له نورو غړو به وغواړي ترڅو ددې سازمان د اړتیا په برابرولو کې ډېره ونډه واخلي او کوم لګښتونه چې متحده ایالتونو په وروستیو کلونو کې پر اوږو واخستل، برابر کړي.

'د روسیې لاسوهنه'

ښاغلي اوباما وویل؛ هیله من دی چې ښاغلی ټرمپ له روسیې سره د ښو اړیکو په لټه کې وي او "د همکاریو لپاره داسې لارې چارې پیدا کړي چې د امریکا له ارزښتونو سره برابرې وي."

+ ویلادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ د 'اړیکو رغول غواړي'

خو هغه زیاته کړه؛ هیله من دی چې کله روسیه له "زموږ له ارزښتونو او نړیوال عرف نه سرغړونه کوي، ښاغلی ټرمپ یې پروړاندې ودرېږي."

د امریکا ولسمشر د سایبري بریدونو په اړه وویل؛ "د روسیې لخوا د اطلاعاتو راټولول" په "ټاکنو کې له لاسوهنې یا د خصوصي سازمانونو یا مالي بنسټونو لوري ته تللو" سره توپیر لري.

هغه وویل؛ "دا څرګند او پرېکنده پیغام مو لېږلی دی ... چې موږ وضعیت په دقیق ډول څارو که ددغه ډول کړنو شاهدان واوسو مناسب غبرګون به وښیو."

ورته مطالب