ټرمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار پوسټ وړاندیز کړی

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلی فلین چې په ټاکنیز کمپاین کې د ښاغلي ټرمپ سلاکار و

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار څوکۍ وړاندیز کړی دی.

ښاغلی فلین چې په ټاکنیز کمپاین کې د ښاغلي ټرمپ سلاکار و، د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په تړاو افراطي نظر لري.

هغه په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې له مسلمانانو وېره عقلاني وبلله.

+ 'د ټرمپ غوراوی د اروپا او امریکا پر اړیکو ناوړه اغېزه کولی شي'

مایکل فلین د دوو کلونو لپاره تر ۲۰۱۴ کال پورې د امریکا د دفاعي اطلاعاتو سازمان مشري کوله.

هغه مهال فلین د داعش پروړاندې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د سیاستونو له سختو منتقدینو و.

ښاغلي فلین همداراز ویلي؛ واشنګټن باید له مسکور سره نژدې همکاري ولري.

څو ورځې وړاندې ښاغلي ټرامپ رېنس پریبس د خپل دفتر د رییس په توګه وټاکه.