اونۍ په انځورونو کې: ۱۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۱۶

د نړۍ له لر او بره د خبرونو په زړه پورې انځورونه چې د تېرې اونۍ په لړ کې اخستل شوي دي

د انځور حقوق Goran Tomasevic / Reuters
Image caption ایتلافي ځواکونو په هوایي برید کې د عراق د موصل په ګاونډ کې په تحریر کې د اسلامي دولت (داعش) وسله وال په نښه کړي او خلک په وېره له سیمې تښتي. ددغه ښار د بېرته نیولو عملیاتو کې عراقي دولتي ځواکونه، کردي پېشمرګه جنګیالي، سني قبایلي وسله وال او شیعه ملېشې ښکېل دي او د امریکا په مشرۍ ایتلاف پوځي سلاکاران او الوتکې یې هوایي مرسته کوي.
د انځور حقوق Claude Paris / AP
Image caption سپوږمئ له ۱۹۴۸ کال وروسته ځمکې ته تر بل هروخت نژدې تېره شوه او دا انځور یې د فرانسې په مارسیلي کې د کوڅې څراغ له شا لیدل کېږي.
د انځور حقوق Toby Melville / Reuters
Image caption د "یکشنبې یاد" په مناسبت د هغو ټولو کسانو په درنښت چې په شخړه کې ووژل شول، په ټول هېواد کې دوه قیقې چوپتیا ترسره شوه. د بریتانیا ملکې الیزابت د لندن په وسټ منسټر کې ددغې یادغونډې مشري کوله.
د انځور حقوق Cesare Abbate / EPA
Image caption د جرمني نقاش یوهانس ورمیر لخوا لوټ سره د ښځې نقاشي د ایټالیا د ناپالس په کاپودیمونټ موزیم کې نندارې ته وړاندې شوه. دا په نیویارک کې د میټروپولیټن موزیم نه په قرض اخستل شوې ده.
د انځور حقوق Ben Curtis / AP
Image caption تر ۵۰۰۰ د ډېر شمېر ناقانونه وسلو انبار د کینیا پلازمېنې نایروبي ته څېرمه په ګانګ کې د پولیسو لخوا وسوځول شو. وسلو کې دواړه ضبطې شوې او تسلیم شوې ګرمې وسلې وې چې په تېره یوه لسیزه کې ترلاسه شوې او انبار شوې وې.
د انځور حقوق John Moore / Getty Images
Image caption یو داوطلب ګزمه کوونکی اریزونا ایالت کې د امریکا - مکسیکو پر پوله دی. دا هغې ډلې پورې تړلی چې ادعا کوي ۲۰۰ غړي لري او ځانونه د سرحدي ناقانونه فعالیتونو د کنټرول لپاره د امریکا سرحدي ګزمو ملاتړي بولي.
د انځور حقوق Antonio Lacerda / EPA
Image caption یو برازیلی پولیس په پلازمېنه ریو دې جینیرو کې د مقننه قوې مخې ته پر یوې لاریون کوونکې ښځې اوښکې بهوونکی ګاز کاروي چېرته چې د مالي بحران د حل لپاره پر اقتصادي ریاضت خبرې کېږي.
د انځور حقوق Matt Dunham / AP
Image caption وروسته له هغه چې سوېډني لوړپوړی څارنوال په لندن کې د اکوادور سفارت ته ننوت ترڅو د ویکي لیکس له بنسټ اېښودونکی جولیان اسانژ نه د جنسي تېري تور په تړاو پوښتنې ګروېږنې وکړي، یوه پیشو - چې ویل کېږي د ښاغلي اسانژ ده - په یوې کړکۍ کې راښکاره شوه او خبریالانو او د اسانژ ملاتړو ته یې کتل چې بهر راټول شوي و.
د انځور حقوق Eduardo Soteras / AFP
Image caption د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په بوتمبو کې د کرستال صابون یوه فابریکه اړ شوې چې په سیمه کې د برېښنا کموالي له امله د اوبو له بخار نه کار واخلي چې د لرګیو په اور جوش شوي. په دغه صابون کې د خرما غوړي د اصلي برخې په توګه کارول کېږي.
د انځور حقوق Gleb Garanich / Reuters
Image caption په مولداوي کې د روسیه پلوی ولسمشر ایګور دودون د ۲۰ کلنې واکمنۍ په لړ کې لومړنۍ مستقیمې ولسمشریزې ټولټاکنې ترسره کېږي. د مولداوي ولسمشر له ۱۹۹۶ کال راهیسې د پارلمان لخوا ټاکل شوی دی. دا ټاکنې د هغو دوو ډلو ترمنځ سیالي ده چې یو یې غواړي روسیې سره نژدې اړیکې ولري او بل یې له اروپایي ټولنې سره یوځای کېدل غواړي.