د سوېلي کوریا قضايي چارواکي: ولسمشره فساد کې ښکېله ده

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشرې د جمعې په ورځ یو ځل بیا د خپلې ملګرې په فساد خواشینی ښودلې ده.

د سوېلي کوریا قضايي چارواکي په دې باور دي، چې د دغه هېواد ولسمشره پارګ ګون هي هم په هغه فساد کې ښکېله ده، چې د نوموړې نږدې ملګرې(چوی سون سیل) د دولتي اسانتیاوو او چانسونو په کارولو سره کړی دی.

لوی څارنوال لي یانګ ریول د یکشنبې په ورځ ویلي، مېرمن پارک د "همکارې" په نوم په دې دوسیه کې ښکېله ده، خو خوندیتوب لري.

د قضايي چارواکو په خبره، د قضايي خوندیتوب په دلیل پر ولسمشره رسمي تور لګولی نه شي او بل دا چې چوی سون سیل رسماً تورنه شوې ده.

مېرمن چوی د سوېلی کوریا د ولسمشرې ملګرې ده او په دې تورنه شوې چې له مېرمن پارک سره د ملګرتیا له مخې یې له مالي مرستندویه شرکتونه په میلیونونو ډالر ترلاسه کړي دي.

مېرمن چوی د یوې مذهبي ډلې د مشر لور ده او هغه تر مړینې پورې د ولسمشرې پارک "روحاني لارښود" و.

* د سوېلي کوریا د ولسمشرې پرضد مظاهرې کېږي

* د کوریا خوړو نړیوال بازار موندلی

په سیول کې د بي بي سي خبریال وایي، د قضايي چارواکو په دې څرګندونو پسې به پر ولسمشره پارک فشار ډېر شي.

د دې دوسیې له امله لا د مخه هم پر مېرمن پارک د استعفا کولو دباو ډېر شوی دی.

د ولسمشرې مخالفان پر نوموړې تور لګوي چې د خپلو سلاکارانو د ګومارلو پر مهال یې د وړتیا په ځای د چوی سون سیل سپارښتنو ته غوږ نیولی او په دې ډول یې مناسبو خلکو ته د هېواد د چارو سپارل له پامه غورځولي دي.

د دوی په اند، چوی سون سیل له ولسمشرې سره له ملګرتیا په ناوړه کار اخیستلو سره په دولتي چارو کې لاسوهنه کړې ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشرې ژمنه کړې چې په دغه قضیه کې له لویې څارنوالۍ سره بشپړه همکاري کوي.

د مېرمن چوی سون سیل د لاسوهنې په رسوا کېدلو سره د ولسمشرې سیاسي دریځ کمزوری شوی او ځینې نظرپوښتنې ښيي، چې مینوال یې ۵ سلنه کم شوي دي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې ولسمشرې پارک په یوه تلوېزیوني وینا کې د دې رسوايۍ له امله بښنه وغوښتله.

د جمعې په ورځ هم د سوېلي کوریا دولتي تلوېزیون د هغې لنډه وینا خپره کړه چې په ژړغونو سترګو یې پر دې رسوايي خواشیني ښودلې وه.

هغې دا هم وویل، چې وروستیو پېښو یې زړه مات کړی دی او ټینګار یې کاوه، چې په دې برخه کې به د لویې څارنوالۍ له پلټنو سره بشپړه همکاري وکړي.