اروپايي ټولنه ښايي له ترکيې سره د غړيتوب خبرې وځنډوي

د انځور حقوق AFP
Image caption اروپا وايي د خبرو ځنډول د خبرو د بهير د لغو کولو په مانا نه دي، او هغه مهال بيا پيلېداى شي چې د ترکيې حکومت په خپلو تگلارو کې نرمښت راولي.

په اروپايي پارلمان کې د لویو سیاسي ډلو مشران له ترکیې سره په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د غړیتوب په تړاو د خبرو ځنډولو ته کاږه شوي او ټاکل شوې چې دغه بنسټ روانه اوونۍ په دې اړه رایه اچونه هم وکړي.

دا ګام په داسې وخت کې پورته کېږي، چې ډېرى اروپايي سیاستوال په ترکیه کې د جولای میاشتې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته د حکومت ځینو کړنو ته د زورواکۍ په سترگه ګوري.

اروپايي ټولنه "باید نور کډوال هم ومني"

ترکیه کې په بشري حقونو د اروپايي ټولنې نیوکې

په ترکيه کې د جولاى پر ١٥ نېټې له ناکامې کودتا وروسته د ولسمشر اردوغان تگلارې او کړنې په تېره د لسگونو زرو پوځي او ملکي دولتي کارکوونکو، رسنيوالو او نورو فعالانو نيول او ځينې يې زندانونو ته اچول د اروپايي ټولنې سخت غبرگون را پارولى.

سره له دې چې ولسمشر اردوغان دا کسان د حکومت مخالفي ترکي مذهبي مشر"فتح الله گولن" سره تړلي بولي، او تور لگوي چې ښاغلى گولن د ناکامې کودتا اصلي سمبالوونکى و، خو اروپايي مشران داسې اندېښنه څرگندوي چې ښاغلى اردوغان ورو ورو د زورواکۍ په لور گامونه اخلي.

د اروپايي مشرانو ترمنځ داسې يو باور را ټوکېدلى چې گواکې نور داسې باور او اعتبار نه دى پاتې چې پر بنسټ يې د ترکيې له حکومته سره په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د غړيتوب په اړه خبرې اترې وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ترکيه کې د جولاى پر ١٥ نېټې له ناکامې کودتا وروسته د ولسمشر اردوغان تگلارې او کړنې په تېره د لسگونو زرو پوځي او ملکي دولتي کارکوونکو، رسنيوالو او نورو فعالانو نيول او ځينې يې زندانونو ته اچول د اروپايي ټولنې سخت غبرگون را پارولى.
د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر اردوغان تور لگوي چې ښاغلى گولن د ناکامې کودتا اصلي سمبالوونکى و، خو اروپايي مشران داسې اندېښنه څرگندوي چې ښاغلى اردوغان ورو ورو د زورواکۍ په لور گامونه اخلي.

اروپايي مشران وايي "داسې نه شي کېداى چې و انگېري گواکې هېڅ نه دي شوي."

اروپايي ټولنې مشران په دې فکر دي که ترکيې سره خبرې اترې دوام ومومي نو په اروپايي ټولنه کې د ور گډېدو بهير او ورسره تړل شوي شرايط به يې تر پوښتنې لاندې را شي.

نو له دې امله له ترکيې سره د ټولنې د غړيتوب په تړاو د کېدونکو خبرو اترو د ځنډولو ملاتړ ډېر دى.

د اعدام سزا

اروپا وايي د خبرو ځنډول د خبرو د بهير د لغو کولو په مانا نه دي، او هغه مهال بيا پيلېداى شي چې د ترکيې حکومت په خپلو تگلارو کې نرمښت راولي.

خو په اروپايي ټولنې کې د ترکيې د غړيتوب بهير هغه مهال بشپړ لغوه کېداى شي که دغه هېواد د اعدام سزا له سره پيل کړي.

ترکیې ته د اروپايي اتحادیې خبردرای

د خبرو ځنډېدا اغېز

په اروپايي ټولنه کې د ترکيې غړيتوب په تړاو د خبرو اترو ځنډ به د ترکيې او اروپايي هېوادونو وار له مخه ترينگلي اړيکي لا پسې ترينگلي کړي، او تر ټولو څرگند اغېز به يې اروپا ته د کډوالو د بهير مخنيوي په برخه کې د دواړو غاړو ترمنځ پر شوي تړون وي.

ټاکل شوې چې په ٢٠١٧ م کال کې په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب په تړاو په ترکيه کې يوه ټولپوښتنه وشي، او د خبرو اترو ځنډول به د ترکيې واکمنان چې له وړاندې د اروپايي مشرانو د غبرگون له امله نه دي خوښ، لا پسې وپاروي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ترکيې په ١٩٨٧ م کال کې د اروپايي ټولنې د غړيتوب رسمي غوښتنه وکړه خو په ټولنه کې يې د غړيتوب د ترلاسه کولو رسمي خبرې اترې په ٢٠٠٥ م کال کې پيل شوې.

د ترکيې اوسنۍ فضا او پر رسنيو د حکومت برلاسۍ ته په پام سره ښايي خلک دې ته وهڅول شي چې په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب پر ضد رايه ورکړي.

له دې سره به په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب احتمال ختم او اروپا سره د کډوالو په تړاو شوى تړون له منځه لاړ شي.

د تړون له منځه تلل کېداى شي اروپا ته امنيتي ستونزې هم را ولاړې کړي، ځکه شونې ده له سوريې او عراق جنگيالي اروپا ته مخه کړي.

ترکيې په ١٩٨٧ م کال کې د اروپايي ټولنې د غړيتوب رسمي غوښتنه وکړه خو په ټولنه کې يې د غړيتوب د ترلاسه کولو رسمي خبرې اترې په ٢٠٠٥ م کال کې پيل شوې.

اړونده مطالب