امريکا کې د ملي يووالي غږ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا کې د ملي يووالي غږ

امريکا کې ډونلډ ټرمپ د يووالي غوښتنه کړې، دا په داسې وخت کې چې هېواد يې د شکر يا مننې اختر لمانځنې کوي.

د دې خبرې له منلو سره چې د ټاکنو مبارزه یې يو اوږد او له ستونزو ډک بهير و.

ښاغلي ټرمپ دا هم ويلي احساسات ترخه وو، او اوس د دې وخت رسېدلی چې د درزونو درملنه وشي.

خو څه کم دوه مياشتې مخکې له دې چې سپينې ماڼۍ ته ولېږدي، له ولسمشرۍ سره په تړاو يې اندېښنې راپورته شوې، دا چې شخصي کاروبار او هم د خپل هېواد چلولو دندې چارې به یې سره ټکر کې نه شي که څنګه؟