د عکسونو البوم: د فیډل کاسټرو ژوند په انځورونو کې

فیډل کاسټرو د ۱۹۵۹ کال له انقلاب وروسته د کیوبا ولسمشر و او د نژدې نیمې پيړۍ لپاره یې د کیوبا مشري وکړه، ترڅو چې په ۲۰۰۸ کال کې یې واک خپل ورور راول کاسټرو ته پرېښود.

کله چې نړۍ کې کمونست رژیمونه ړنګ شول، کاسټرو د خپل لوی دښمن متحده ایالتونو د سترګو پروړاندې سور بیرغ هماغسې رپاند وساته. د کاسټرو ملاتړي نوموړی د سوسیالیزم اتل بولي او د داسې یوه سرتېري - سیاستوال په توګه ستايي چې کیوبا یې بېرته خلکو ته وګرځوله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کاسټرو د شوروي اتحاد د ټولو مشرانو په پرتله - چې دده اصلي ملاتړي وو - ډېر په واک کې پاتې شو.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مونکادا په برید کې د رول درلودو له امله نوموړی په ۱۹۵۳ کال کې په ۱۵ کاله بند محکوم شو. د مونکادا پر فرقې برید د ډېرو په باور د کیوبا انقلاب پیل و. په ۱۹۵۵ کال کې کاسټرو او څو نور زندانیان وبخښل شول.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فیډل کاسټرو ځواکونه په ۱۹۵۹ کال کې د کیوبا پلازمېنې هاوانا ته ننوتل.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۱۹۵۹ کال په فبرورۍ کې کاسټرو ۳۲ کلن و چې د لومړي وزیر په توګه یې کار پیل کړ. هغه کیوبا کې تر ټولو ځوان و چې لومړی وزیر شوی و. انځور کې فیډل کاسټرو د جنرال باتیستا حکومت تر پرځولو وروسته د خپلو ملګرو سره لیدل کېږي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې نړۍ کې کمونست رژیمونه ړنګ شول، کاسټرو د خپل لوی دښمن متحده ایالتونو د سترګو پروړاندې سور بیرغ هماغسې رپاند وساته.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption کاسټرو په ۱۹۶۳ کال کې د مسکو په سره میدان کې د شوروي اتحاد له مشر نېکېتا خروسچف سره لیدل کېږي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption فیډل کاسټرو په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د کیوبا انقلاب په څلوېښتمې کلیزې کې لا هم خپلو پلویانو ته د امپریالیزم نظام د ناولتیا خبره کوله.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption کاسټرو په دې باور و چې د کیوبا اقتصادي ستونزې د بې مهاره امپریالیزم له امله دي چې یوازې کېدای شي د انقلاب له لارې حل شي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption کاسـرو د عراق د وخت د ولسمشر مرستیال صدام حسین او خپل ورور او د کیوبا دفاع وزیر راول کاسټرو سره چې په ۲۰۰۸ کال کې د فیډل کاسټرو ځایناستی شو.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption کاسـټرو د افغانستان له پخواني کمونست ولسمشر نجیب الله سره په هاوانا کې وکتل.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption فیډل کاسټرو د ارجنټاین له ګوریلا مشر ارنسټو چګوارا سره د ۱۹۶۰ لسیزې پرمهال.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption کاسټرو د امریکا له بل وتلي مخالف سیاستوال د ونزوېلا ولسمشر هوګو چاوز سره
د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې دویم پاپ جان پال به ۱۹۹۸ کال کې د کیوبا له پلازمېنې هاوانا لیدنه وکړه، داسې ښکارېده چې هغه سره د داسې یوه سړي حکومت ته د درناوي حس دی چې د ډېرو لپاره د یوه توندلارې انقلاب سمبول و.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption فیډل الیخاندرو کاسټرو روز چې د ۱۹۲۶ کال د اګست په ۱۳ زېږېدلی و یوه شتمن کروندګر اېنجل ماریا باتیستا کاسترو وای ارګېز نامشروع زوی و چې له اسپانیا نه کیوبا ته کډوال شوی و.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption فیډل کاسټرو د شپې یوازې څلور ساعته ویده کېده او په اونۍ کې اووه ورځې یې کار کاوه.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فیډل کاسټرو ترټولو اوږده وینا اووه ساعته او لس دقیقې وه. هغه دا وینا به ۱۹۸۶ کال کې د کمونست ګوند به کنګرې کې په هاوانا کې وکړه. د هغه ویناوې معمولا اوږدې وې او په لړ کې یې حاضرو کسانو ته د یوه وخت ډوډۍ خوړلو وخت په پام کې نیول کېده.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فیډل کاسټرو د واکمنۍ پرمهال امریکا کې ۱۱ ولسمشرانو حکومت وکړ. دده کار د امریکا د پخواني ولسمشر ایزنهاور پرمهال پيل شو او د بارک اوباما ترمهاله د واک پر ګدۍ ناست و. فیډل کاسټرو په ۲۰۰۸ کال کې واک خپل ورور راول کاسټرو (ښي اړخ ته) ته ولېږدوه.