افغان عیني شاهد:  بلغاریا کې د کډوالو او پولیسو تر منځ د شخړې ویډیو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

یو افغان کډوال په بلغاریا کې د پولیسو او کډوالو ترمنځ د شخړې ویډیو ثبت کړې

دغه ویډیو یو افغان کډوال چې د بلغاریا په هغه مرکزي کمپ کې اوسېږي چې د کډوالو او پولیسو تر منځ په کې شخړه را منځ ته شوه ثبت کړې او بي‌ بي‌ سي ته یې را استولې ده.

نژدې ۱۵۰۰ کډوالو بلغاریا کې دوه ورځې وروسته له هغې پولیسو سره شخړه کړې چې د دوی تر ټولو لوی کمپ کې د ناروغۍ خپرېدو ناسم را پور ورکړل شوی و. ویل کېږي چې ډېری دغه کډوال افغانان دي.

دغه کس نه غوښتل چې نوم یې واخیستل شي.