جنرال راحېل شریف؛ چې له کودتا پرته یې حکومت وکړ

د انځور حقوق AP
Image caption د نواز شریف په واکمنېدلو سره راحېل شریف هم د پوځ مشر شو.

د پاکستان د ځمکني پوځ مشر جنرال راحېل شریف د خپل محبوبیت په اوج کې د نومبر پر ۲۹ تقاعد کېږي. د پاکستان د ځمکني پوځ مشر په دغه هېواد کې تر ټولو ځواکمن کس بلل کېږي او په ټول کې د پوځ مشر په نوم یادېږي.

د لویو موټرو( باري ګاډو) په شا د هغه ستر انځورونه لیدل کېږي، په پوسترونو کې د ملت ژغورونکی پېژندل کېږي، په خواله رسنیو کې یې هم ستایل روان دي.

په رښتیا کله چې د نومبر په منځ کې وویل شول، چې جنرال راحېل شریف د مخه ښې لیدلو پروګرام پیل کړی دی، نو ډېرو رسنیزو رپوټونو کې هغه "د پاکستاني پوځ محبوب قومندان" په نوم یاد شو، په ټوېټر کې هم ورته غبرګون و.

* راحیل شریف: د ټاکنو امنیت خوندیتوب کې مرسته کوو

* په یوه اوونۍ کې راحیل شریف پاکستاني کشمیر ته بیا لاړ

د جنرال راحېل شریف د تقاعد اعلان په ښکاره په وروستیو شېبو کې د ناڅاپي پېښو اندېښنو ته پایټکی و او ډېر خلک نوموړی په دې ستایي چې د خپلې څوکۍ د ساتلو په ځای یې تقاعد غوره وباله.

د پاکستان پوځ له اوږد مهال د دغه هېواد په سیاست کې مهم رول لري او د پاکستان د خپلواکۍ له تاریخ (۱۹۴۷) راهیسې یې درې ځلې کودتا کړې ده. ډېری پاکستانیان د پوځ مشر د هېواد تر ټولو ځواکمن مشر او له لومړي وزیر ډېر مهم بولي.

د ۲۰۱۳ کال په ژمي کې له یو ولسي حکومت بل ولسي حکومت ته د واک د تاریخي لېږد په مهال جنرال شریف هم د پوځي مشر څواکۍ ترلاسه کړه، خو په دغه پړاو کې چې نوموړی د پوځ مشر و، نه دا چې د پوځ اهمیت کم شو، بلکې واک او ځواک یې لا ډېر شو.

د جنرال شریف د محبوبیت دلیل

د انځور حقوق AFP
Image caption له ښي لوري جنرال اشفاق کیاني په ۲۰۱۳ کال راحېل شریف ته قومنداني سپاري.

راحېل شریف د پېژندلې(مشهورې) کورنۍ غړی دی. پلار یې په پوځ کې جګړن و او ورور یې جګړن شبیر شریف چې اوس مړ دی، د پاکستان د زړورتیا تر ټولو مهم مډال( نشان شجاعت) ترلاسه کړی و.

د پوځ مشرۍ ته تر ګومارل کېدلو څو میاشتې وروسته جنرال شریف زړور ګام پورته کړ او د وزیرستان د پاکولو لپاره یې چې د وسلوالو په پټنځي بدل شوی و، یو ځمکنی یرغل پیل کړ؛ یوه داسې هڅه چې تر هغه مهال د پاکستان د ملګرو له پرلپسې غوښتنو سره سره یې اسلام اباد په کولو کې لټي کوله.

له وزیرستان د وسلوالو شړل و چې په شمالي وزیرستان کې یې د دوی بریدونه پاموړ کم کړل او ور سره د جنرال شریف محبوبیت ډېر شو.

* جنرال راحیل د پوځ د کورنیو ستونزو حل موندونکی

* جنرال کياني د پوځ قومنده جنرال شریف ته وسپارله

د پاکستان په جنوب کې د رنجرز په نوم ملېشه ځواکونه یې په کراچۍ کې جوړ کړل، چې د نوموړي په څارنه یې د پاکستان له تر ټولو ستر سوداګریز ښار(کراچۍ) د وسلوالو، مجرمو پلاني ډلو او سخت سیاسي فساد د ورکولو مسوولیت واخیست.

د دغو ځواکونو دا هڅې پاموړ وې: باج غوښتونکې ډلې، هدفی وژنې او د پیسو او بونګې لپاره د خلکو تښتول - چې په کراچۍ ښار کې د ورځې دود مسله وه- پاموړ کم شول.

پر دې سربېره جنرال شریف د هغه اقتصادي کورېډور(دهلېزی) د جوړېدلو ملاتړ وکړ چې د چین په ۴۶ میلیارد ډالري بودیجه جوړېږي.

د دې پروژې له مخې د پاکستان په جنوب کې ګوادر بندر د چین له سینکیانګ ولایت سره نښلول کېږي. دا پروژه په سیمه کې د ستراتژیکو اړیکو او نفوذ زیاتولو لپاره د چین د مهو پرواګرامونو له ډلې ده.

د جنرال راحېل شریف د ټاکلو لامل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال راحېل شریف د نومبر پر ۲۹ متقاعد کېږي.

په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف( چې له جنرال شریف سره کوم نسب نه لري) یو لوی بری ترلاسه کړ او د هغو پروګرامونو اجرا کولو ته یې مټې بډ وهلې چې تر هغه مهال د پوځ په لاس کې وو.

نوموړي له پاکستاني طالبانو او د بلوچستان بېلتونپالو سره خبرې پیل کړې، له هند سره یې هم د سولې وړاندیز یې وکړ.

* د پاکستان نوی پوځي مشر او پر وړاندې یې ننګونې

* پاکستانی پوځ د حکومت او سیاسي څېرو ترمنځ منځګړیتوب غواړي

نواز شریف بې مخینې کار ته لاس واچاوه او د ۱۹۹۹ کال د پوځي کودتا مشر جنرال پروېز مشرف یې - چې وروسته د پاکستان ولسمشر شو- د خیانت په تور محکمې ته کش کړ.

د ولسي حکومت د واک او ځواک زیاتولو په درشل کې نواز شریف د دوو نورو مخکښو پوځي چارواکو په ځای راحېل شریف د پوځ مشرۍ ته غوره کړ.

خو که نواز شریف فکر کاوه، چې راحېل شریف د یوه مسلکي سرتېري په ډول چلند کړی او د ولسي چارواکو پورته والی به ومني، نو تېروتنه یې کوله.

په پاکستان کې څه بدلون راغی؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption راحېل شریف د ګوادر بندر د جوړېډلو ملاتړ وکړ چې د چین په ۴۶ میلیارد ډالري بودیجه جوړېږي.

د پاکستان د پوځي چارو شنونکې عایشه صدیقه وایي، کله چې جنرال شریف پوځي مشر شو، نو پر پوځیانو نیوکې زیاتې شوې.

د پاکستان هغه ډېرې بوختې برېښنايي رسنۍ وځنډول شوې، چې ډېرو "نازکو" او مخینه لرونکو مسلو خپرولو ته یې مخه کړه، لکه له ځانګړو توندلارو ډلو او د هغوی له نظامي څانګو سره د پوځ د ملاتړ اوازې.

وروسته دغو رسنیو د دغو ډلو او هغو کسانو ترمنځ د تړاو لرولو پوښتنې هم هېرې کړې چې په پاکستان کې لا هم بریدونه کوي او د پوځ دا نظر یې هم منلی چې ګویا د افغانستان او هند څارګرې ادارې د چین- پاکستان اقتصادی دهلېز د زیانمنولو لپاره دا بریدونه کوي.

* پاکستاني پوځ او سیاستوالو د سیمې د امنيت په اړه غونډه کړې

* د پاکستان د پوځ مشر قطر ته د سولې خبرو لپاره تللی

د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې په مشهور تلوېزیوني خبریال حامد میر له برید وروسته خواله رسنیو د پوځ ملاتړ وکړ.

د حامد میر کورنۍ د پاکستان څارګره اداره د دې برید لامل بلله او ویل یې چې نوموړي د بلوڅ بېلتونپالو په هکله د پوڅ څرګندونې له پوښتنې سره مخ کړې وې.

د پاکستان څارګرې ادارې دا تور رد کړ، خو هغه تلوېزیوني چنیل - چې حامد میر پکې کار کاوه- په اونیو دولت له کوم نېغ امر پرته پروګرامونه نه خپرول او تړل شوی و.

د پوځ د قدرت دلیل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راحېل شریف په پېښور کې د یو ټپي سرتېري پوښتنه کوي.

عایشه صدیقه وایي، د پوځ پاموړ قدرت او مالي نفوذ په دې مانا دی چې هیڅ چا ته هم ځواب نه وايي. په ۲۰۰۷ کال کې د پوځ په واک کې اقتصاد ۲۰ میلیارد ډالره اټکل شوی و، چې تر ډېره د دغې ادارې د عمومي خیر ښېګېنې څانګو له لارې تامینېده.

پر دې سربېره د یو سیاسي ځواک په توګه د پوځ موقعیت په دې مانا دی، چې له پاکستان سره د ډېر بهرنۍ مرستې برخه هم ځان ته خپلوي. په داسې حال چې د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته له پاکستان سره د امریکا مرستې اوس د ختمېدلو په درشل کې دي، چین هم له پاکستان سره په لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.

د پاکستان ولسي ادارې په تېرو لسیزو کې ډېرې له کاره لوېدلې چې فساد او ناسم مدیریت یې دلیلونه کېدلی شي، خو په دغه مهال پوځ نور هم ځلېدلی دی.

د جنرال شریف د پوځي مشرۍ په مهال هم دغه بهیر بدل نه شو.

مېرمن صدیقه وايي، د جنرال شریف په قومنده پوځ د خپلو دندو او واک له بریدونو پښې اړولې او په پایله کې یې د پاکستان په سیاست کې مېلټرېزم( پوځیګري) زیاته شوې ده.

پوځ څه ډول رول پیاوړی کړ؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له برید وروسته د پوځ رول نور هم زیات شو.

ویل کېږي د ۲۰۱۴ کال په جون کې جنرال شریف په اسلام اباد کې د سیاسي مشرانو له هوکړې ترلاسه کولو پرته په وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل.

د ۲۰۱۴ کال په ډیسمبر کې د پېښور پر یو پوځي ښوونځي د وسلوالو له برید وروسته په سیاسي پرېکړو کې د پوځ رول لا ډېر پیاوړی شو.

دولت په "ځانګړې جرګه ګۍ" کې - چې د یو ملي ګام د پلان جوړېدلو سبب شوه- د پوځ استازی ومانه او په ایالتي کچه د قانون اجرا کولو کې یې د پوځ رول ته رسمي بڼه ور کړه.

له هغه وروسته د پاکستان پارلمان د اساسي قانون سمون تصویب کړ، چې له مخې یې پوځي محکمو ته په ترهګرۍ د تورنو کسانو د محاکمې اجازه ور کړل شوه.

په ورته مهال د پوځ رسنیزې څانګې د جنرال شریف د سیاسي دریځّ د پیاوړتیا لپاره سخته مبارزه پیل کړه، د هغه د هر دم او قدم خبر یې خپراوه او باوري و چې تلوېزیونی چینلیونه یې دا خبرونه د ډېرو لیدونکو په وخت کې خپروی.

له هغه وروسته د پوځ رسنیزې څانګې د پوځ د سیاسي رول د زیاتولو لپاره د سندرو، ترانو او فېلمونو تولیدولو ته مخه کړه.