نیویارک ټایمز: 'افغانستان ښايي "بلک هاک" الوتکې ترلاسه کړي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مطلب زياتوي، د امريکا دفاع وزارت د پخوانۍ بڼې ٥٣ "بلک هاک" چورلکو بيارغونې او عصري کولو لپاره د پيسو غوښتنه کړې او دا شمېر الوتکې کافي دي چې په افغانستان کې د شته روسۍ "ام آى ١٧" الوتکو ځاى ونيسي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز په خپلې نننۍ گڼه کې د رويټرز خبري اژانس په وينا ليکلي، د امريکا د نويو پلانونو له مخې داسې برېښي چې افغانستان ښايي "بلک هاک" الوتکې ترلاسه کړي.

په ورځپاڼه کې خپاره شوي مطلب کې راغلي، د نوې وړانديز شوې بوديجې پربنسټ امريکايى پوځ غواړي د زړو روسۍ چورلکو پر ځاى افغان پوځ ته امريکا جوړې هغه ورکړي، چې په دې توگه پر روسي تجهيزاتو د افغان پوځيانو د څو لسيزو تکيه کمه شي.

په ٨٦ مېلونه ډالره افغانستان لپاره د الوتکې اخېستل

د امریکا سي ۲۷ الوتکې زموږ په درد نه خوري

مطلب زياتوي، د امريکا دفاع وزارت د پخوانۍ بڼې ٥٣ "بلک هاک" چورلکو بيارغونې او عصري کولو لپاره د پيسو غوښتنه کړې او دا شمېر الوتکې کافي دي چې په افغانستان کې د شته روسۍ "ام آى ١٧" الوتکو ځاى ونيسي.

د مطلب ليکوال په دې باور دى چې په ټاکنو کې د ډونالد ټرمپ برى او روسيې سره يې د اړيکو بڼه ښايي پر دغه پلان اغيز پرې باسي.

خو که د چورلکو د ورکړې پلان پلي شي نو ورباندې به سلگونه ميليون ډالر لگښت راشي او د سلگونو افغان پيلوټانو بيا روزنې ته به اړتيا وي.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ټاکل شوې په بهرنيو چارو کې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز په دې غونډې کې گډون وکړي.

پاکستان چاپې اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو هغه وينا مهمه بللې چې وايي که هندوستان د آسيا زړه هېوادونو د غونډې په څنډو کې له پاکستان سره د خبرو اترو وړانديز وکړي نو دوى ليوال دي چې په مثبت ډول ورباندې غور وکړي.

ټاکل شوې په بهرنيو چارو کې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز په دې غونډې کې گډون وکړي.

د آسيا زړه هېوادونو غونډه د ډسمبر په دريمه په امرتسر ښار کې جوړېږي او گډونوال به يې په دې غږيږي چې افغانستان کې امنيت څنگه ښه کېداى او دغه هېواد ته څنگه سوله راتلى شي.

په دې وروستيو کې د هند او پاکستان اړيکي کشمير کې د يوشمېر هندي پوځيانو د وژل کېدو له امله ډېر ترينگلي شوي دي.

ډيلي مېل:

بريتانيوۍ ډيلي مېل ورځپاڼه وايي په سوريه او عراق کې داسې پټ اسناد موندل شوي چې په بريتانيا او نورو اروپايي هېوادونو کې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې د بريدونو پلانونه په ډاگه کوي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د اسلامي دولت ډلې بیرغ

په منځني ختيځ کې د بريتانيا لوړ پوړي پوځي چارواکي تورن جنرال روپرت جونز ويلي دا سندونه په هغو سيمو کې موندل شوي چې له 'اسلامي دولت' نومې ونيول شوې.

د بريتانيا د امنيتي ادارو سلگونه کارکوونکي، کارپوهان او شنونکي د اسنادو ارزونې په موخه په الوتکې کې يوۀ خورا پټ ځي ته لېږدول شوي دي.

اړونده مطالب