'سعودي کې د ښځو ګاډي چلولو بندیز اقتصاد ته زیان رسوي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption شهزاده ولید وړاندې هم سعودي کې د ښځینه موټرچلوونکو پر بندیز نیوکه کړې وه

پاچا عبدالله ګاډی چلوونکې ښځه له درو وژغورله

د سعودي عربستان یوه شهزاده ولید بن طلال په هېواد کې ښځینه موټر چلوونکو ته د موټر چلولو اجازې غوښتنه کړې ده.

دغه میلیاردر او سعودي سوداګر ویلي، دا کار باید د اقتصادي اړتیا په رڼا کې او ښځو ته د حق ورکولو په پار وشي.

سعودي عربستان په نړۍ کې هغه یوازېنی هېواد دی چې پر ښځو یې د موټر چلولو بندیز لګولی دی.

په تېر کې سعودي عربستان ګڼې فعالانې له دې کبله نیولې وې، چې له بندیز لګولو وروسته یې موټر چلولي وو.

شهزاده ولید وړاندې هم پخپل هېواد کې د ښځو د حقونو په اړه پر لګولو شویو محدودیتونو نیوکه کړې وه.

چلوونکو مېرمنو ته د سعودي توند خبرداری

سمیه جبرتي د ورځپاڼې لومړنۍ ښځینه مشره

که څه همشهزاده دا مهال په هېواد کې کومه رسمي یا سیاسي دنده نه لري، خو د هغه شرکت مشري پرغاړه لري چې د امریکا سیټي بانک او یورو ډیزني په ټولګو کې خپلې ونډې لري.

دغه شرکت د امریکا د پانګونې په بازار کې له لویو پانګوالو ګڼل کېږي، چې تر ډېره یې پر هوټلونو، ملیکتونو او رسنیو پانګونې کړې دي.

دا شرکت په ډیزني، ټونټي فرسټ سنچري فوکس، اپل، جنرال موټروز او ټویټر مؤسسو کې هم خپلې ونډې لري.

شهزاده ولید چې په نړۍ کې له ډېرو شتمنو سوداګرو ګڼل کېږي، ویلي: "د ښځینه ګاډي چلولو بندیز له تعلیمه د ښځې له محرومیت سره ورته دی، دا یو ټولنیز ظلم دی چې له دین سره په ټکر کې دی."

که څه هم په سعودي عربستان کې د ښځو له خوا پر موټر چلولو بندیز قانوني بڼه نه لري، خو د موټر چلونې جواز (لیسنس) یوازې نارینه وو ته ورکول کېږي.

له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د دغه بندیز پرضد لاریونونه روان دي.

شهزاده ولید پر انټرنېټ پخپله پاڼه کې ویلي دا بندیز د سعودي لپاره ډېر له اقتصادي پلوه ګران تمامېږي.

که څه هم سعودي کې د ترانسپورت لپاره کوم منظم سیستم نه شته، خو په ځانګړو ګاډو کې له یوه ځایه وبل ته د ښځو د لېږدولو لپاره د یو میلیون ګاډي چلوونکو ګومارلو ته اړتیا ده، چې تر ډېره دغه چلوونکي د بهرنیو هېوادونو دي.

شهزاده اټکل کوي چې د سعودي یوه کورنۍ هره میاشت خپل ګاډي چلوونکي ته ۳۸۰۰ ریاله (چې زر ډالر کېږي) لګوي.

شهزاده وايي، بهرني ګاډي چلوونکي هر کال د سعودي له ملي اقتصاد نه میلیاردونه ریاله د حوالو په بڼه وباسي.

سعودي ملا د خپلې لور په وژنې ۶۰۰ دُرې وهل کېږي

سعودي کې د ښځو د موټر چلولو لپاره کمپاین پیل شوی

اړونده مطالب