"د سوېلي سودان پروړاندې د نړیوالې ټولنې کوټلي ګامونو اړتیا ده"

سلوا کایر د انځور حقوق AFP
Image caption سودان کې د ولسمشر کایر (ښی اړخ ته) او د هغه مرستیال مچار پلویان سره په جګړه دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي؛ د سوېلي سودان په ټولو سیمو کې لوږه، د کلیو سوځول او جنسي تیری د جګړې د یوې وسلې په توګه کارول شوي دي.

په سویلي سودان کې د توکم وژنې د پیښو د څېړنې لپاره ددرې کسانو په غړیتوب یوه کمیټه د راون کال په سر کې ټاکل شوې وه. دغې کمیټې په وروستیو کې له سویلي سودانه لس ورځنۍ لیدنه بشپړه کړې ده.

د سویلي سودان ولسمشر سلوا کایر دغه ادعاوې په کلکه رد کړي، خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون مشره یاسمین سوکا وايي؛ اړ تیا ده چې نړیواله ټولنه کوټلي ګامونه پورته کړي.

مېرمن سوکا ویلی؛ د جوت اغېز لپاره باید یو نړیواله ټولنه سوېلي سودان ته د وسلو پر صادراتو او نور هدفي بندیزونه ولګوي او د جنایتونو لپاره ځانګړې محکمه رامنځته کړي.

"فکر کوم کله چې دغه وسایل ولرئ نو بیا به وکولی شئ چې مشرتابه سولې ته اړ کړئ او په دې سره به بې وسلې کولو ته لاره هواره شي."

+ ملګرو ملتونو سوېلي سوډان کې د جګړو درېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون په خبرپاڼه کې ویلي؛ د سویلي سودان وروستۍ پيښې په ۱۹۹۴ کال کې د رواندا په څېر وضعیت ته لاره هواروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېرمن سوکا ویلی؛ د جوت اغېز لپاره باید یو نړیواله ټولنه سوېلي سودان ته د وسلو پر صادراتو او نور هدفي بندیزونه ولګوي او د جنایتونو لپاره ځانګړې محکمه رامنځته کړي.

ددغه کال په درېیو میاشتو کې ۸۰۰ زره کسان ووژل شول چې اکثره یې د توتسي او هوتو له قبیلو و.

په سویلي سودان کې د روانې شخړې له امله دوه اعشاریه دوه ملیونه کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

دا جګړې په ۲۰۱۳ کال کې یواځې دوه کاله وروسته له هغه پیل شوې چې سویلي سودان د یوه خپلواک هېواد په توګه رامنځته شو، ولسمشر کابینه ړنګه کړه او خپل مرستیال ریک مچار یې په کودتا کولو تورن کړ.

دواړه لوري په ۲۰۱۴ کال کې سولې ته چمتو شول، یو کال وروسته د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د روان کال په اپریل میاشت کې و چې ښاغلی مچار د ولسمشر لومړی مرستیال وټاکل شو او په کابینه کې برخه ورکړل شوه، خو د شخړو په بیا پیل سره څو میاشتې وروسته بیا له دندې ګوښه کړل شو.

اړونده مطالب