ټرمپ د امریکا دریځ ماتولو سره د تایوان مشرې سره خبرې وکړې

ښاغلي ټرمپ د جنورۍ میاشتې په ټاکنو کې د مېرمن تسای بریالیتوب مبارکي ورکړه د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي ټرمپ د جنورۍ میاشتې په ټاکنو کې د مېرمن تسای بریالیتوب مبارکي ورکړه

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تایوان پروړاندې له ۱۹۷۹ کال راوروسته د امریکا سیاست له پامه غورځولو سره د تایوان له ولسمشرې سره پر ټېلفون خبرې کړې دي.

امریکا په ۱۹۷۹ کال کې له تایوان سره اړیکې پرې کړې.

د ښاغلي ټرمپ د واک لېږد ډلې ویلي؛ دواړو مشرانو د امریکا او تایوان ترمنځ نژدیو "اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکو" ته اشاره وکړه.

چین تایوان یو بېلتون غوښتونکی ایالت بولي. دغه هېواد د تایوان پر لور د سلګونو توغندیو مخه اړولې او ګواښ یې کړی چې د اړتیا په وخت کې به په زوره دا جزیره ونیسي.

پیکنګ تراوسه د ښاغلي ټرمپ او د تایوان د ولسمشرې ترمنځ پر ټلفوني خبرو کوم غبرګون نه دی ښوولی.

د ښاغلي ټرمپ ډلې همداراز ویلي؛ ټاکل شوي ولسمشر د تایوان د جنوري میاشتې په ټاکنو کې د تسای اینګ وون بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ميرمن تسای گوند په سنتي ډول له چین نه خپلواکۍ ته لېوالتیا لري

مېرمن تسای ۵۹ کلنه ده او په تایوان کې لومړنۍ ښځینه مشره ده چې د ډیموکراتیک مترقي ګوند (ډي پي پي) په رائس کې په پرېکنده توګه بریالۍ شوې ده.

ډي پي پي په سنتي ډول له چین نه خپلواکۍ ته لېوالتیا لري.

د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارتر په ۱۹۷۹ کال کې تایوان سره اړیکې پرې کړې او د "واحد چین" پر سیاست یې ټینګار کړی و چې د امریکا رسمي سیاست شو.

سره له دې امریکا له تایوان سره غیر رسمي دوستان اړیکې لري.

د مېرمن تسای دولت د "واحد چین" سیاست نه مني؛ ددغه سیاست له مخې تایوان د چین برخه ده.

ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند نډ پرایس ویلي؛ له مېرمن تسای سره د ښاغلي ټرمپ خبرې د امریکا پخواني سیاست کې د بدلون په معنا نه دی.

+ چین او تایوان په لوړه کچه سره غږېږي

هغه د جمعې په ورځ وویل؛ "موږ په کلکه د واحد چین سیاست ته ژمن یو. زموږ بنیادي ګټې د تایوان تنګي دواړو لوریو سره په سوله ییزو او ټیکاو لرونکو اړیکو کې نغښتی دی."

بلخوا راپور ورکړل شوی چې ښاغلي ټرمپ په ټېلفوني خبرو کې د فلیپین ولسمشر رودریګو دوترته ته بلنه ورکړې چې راتلونکی کال واشنګټن ته سفر وکړي.

دا خبره د ښاغلي دوترته سلاکارانو کړې خو په هغه وینا پاڼه کې چې د ښاغلي ټرمپ د واک لېږدولو ډلې خپره کړې دغې بلنې ته کومه اشاره نه ده شوې.

د فلیپین مشر د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره اختلاف لري او هغه ته یې سپکاوی کړی دی.

ښاغلي اوباما په سپتمبر میاشت کې له هغه سره کتنه لغوه کړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب