شرم، د فیسبوک په پېر کې ځورول او ګواښل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په ۲۰۱۱ کال کې پر ۱۳ کلنې پرنیما ډله ییز جنسي تېري وشو خو تر ننه هغه پر فیسبوک ګواښل او ځورول کېږي کېږي

په ۲۰۱۱ کال کې پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د ډله ییز جنسي تېري خبر بنګله دېش کې د خبرونو د سر ټکی شو. خو تر سږ کال پورې، پرنیما شیل لاهم پر ټولنیزو رسنیو کې ځورول کېږي او د شرم په نامه ګواښل کېږي.

"زموږله کوره دوه سوه ګزه لیرې د مړو د سوځولو ځای و. همدغه ځای کې یې پر ما جنسي تېری وکړ. ما د دوی مخونه له دوی سره د لاسي څراغونو په رڼاوو کې ولیدای شول. "

پر پرنیما شیل د بنګله دېش شمالي اولاپارا کلي کې ډله ییز جنسي تېری شوی و. د تېري په تور پنځه ویشت مشکوک کسان تورن شول او پر یوولسو بیا وروسته تور ولګېد.

دا وايي "دوی څپړې رالګولې، زما جامې یې څیرې کړې، چټلې خبرې یې کولې، یو وخت زه بې هوښه شوې وم. "

کله چې پرنیما په هوښ کې راغله او څو ساعته وروسته کور ته ولاړه، کور یې له پولیسو ډک و.

"هلته ډېرې رڼاګانې وې، په کور کې ډېر زیات خلک راغونډ شوي وو او له پولیسو یوه ډکه لارۍ ولاړه وه. دوی له ما پوښتنې پیل کړې "ایا دوی پر تا جنسي تېری وکړ؟" زه آن پر دې هم نه پوهېدم چې جنسي تېری یعنې څه".

Image caption "کله چې زه بېرته هغې پاڼې ته ولاړم، یوه ملګري لیکلي وو 'پرنیما! ایا ته هېڅ شرم نه لرې؟'

د دغه وحشیانه د برید خبر د بنګله دېش په رسنیو کې د سر خبر شو او د نړیوالو رسنیو سرلیکونه یې جوړ کړل.

خو هغه څه چې په اړه یې هېڅ راپور ورنه کړل شو، دا دی چې ۱۵ کاله وروسته، د بنګله دېش په ګڼو برخو کې د جنسي تېري له بریدونو د ژغورل شویو کسانو د شرم له کبله پرنیما لاهم پر انټرنېټ له ځورونو سره مخامخه ده.

دا وايي "په ۲۰۱۳ کال، زما په نامه او انځور سره د فیسبوک یوه پاڼه جوړه شوه. زما د دفتر پته او ان زما د تیلیفون شمېره يې هم په کې لیکلې وه. د ښځو ډېرې ناشولته تبصرې او انځورونه یې خپرول. هلته داسې پوستونه هم وو چې، 'زه د کرایې لپاره چمتو یم' ".

د شرم لړۍ ځانګړې پاڼه

سکس، شرم او باج اخیستنه د انلاین په نړۍ کې

آریانا: منفي خبرې پر ما اغېز کوي، خو پر کار مې نه

هغه مهال چې پرنیما په یوه سیمه ییز تلوېزیون کې کار کاوه، د هغې ګڼو ملګرو او دوستانو د هغې په نامه له فیسبوک اکونټ د ملګرتیا ورغلې غوښتنې ومنلې، دوی فکر کاوه چې دا اکونټ ریښتینی دی.

"دوی پوښتل، ته ولې دغه ډول خراب انځورونه شریکوې؟ ایا دا کار ستا ژوند ته څه ګټه رسوي؟ یوه ملګري ان دا هم رانه وپوښتل چې زما قیمت څو دی. "

Image caption د پرنیما پر وړاندې آنلاین ځورونه د هغې د ژوند خرابولو لپاره یو ډول نوې هڅه وه

په دې سره ځینو ملګرو هغه پرېښوده، ځینو یې غیبت کاوه او ملنډې یې پرې وهلې، همدا وو چې پرنیما دنده پرېښوده.

هغې هېڅکله د فیسبوک د اکونټ جوړوونکی پیدا نه کړل، خو د سږ کال وروستیو کې د پرنیما او د هغې د یوه ملګري د تکراري شکایتونو په پایله کې دغه اکونټ بند شو.

د پرنیما پر وړاندې آنلاین ځورونه د هغې د ژوند خرابولو لپاره یو ډول نوې هڅه وه، دا داسې دښمني وه چې وښيي له جنسي تېري ژغورل شوي کسان چټل او بې ارزښته دي.

دا وايي "د ښوونځي، کالج او پوهنتون په درشل کې، زه له داسې څیزونو سره مخامخ وم. په کوڅه کې نه شوای ګرځېدلی. خلکو به ماته په اشارې کولو ویل چې"دا هماغه نجلۍ ده".

Image caption دا پوهېږي که څه هم د فیسبوکپاڼه اوس ختمه شوې، خو د شرم هغه داغ به یې په بشپړه توګه هېڅکله پرې نه ږدي.

"ان ځینو به مې وېښتان رانیول او وهلم به یې. ویل به یې "دا چټله شوې ده، مه ورسره غږېږئ. " دوی به راته ویل دا هغه نجلۍ ده چې جنسي تېری پرې شوی".

اوس پرنیما د موسیقۍ د یوې خصوصي ښوونکې په توګه کار کوي او په بنګالي موسیقۍ او کلاسیکو سندرو کې ارامتیا مومي او ارمونیه غږوي.

دا وايي "کله چې د کمزورۍ احساس کوم، په خونه کې ځان قلف کړم او سندرې وایم".

خو دا پوهېږي که څه هم د فیسبوکپاڼه اوس ختمه شوې، خو د شرم هغه داغ به یې په بشپړه توګه هېڅکله پرې نه ږدي.

"کله چې زه بېرته هغې پاڼې ته ولاړم، یوه ملګري لیکلي وو 'پرنیما! ایا ته هېڅ شرم نه لرې؟'

''خو دوی ما په هغه څه شرموي چې ما هېڅ کړي نه دي. دا زما شرم نه دی. دا د بنګله دېش د ټولنې شرم دی. ''

اړونده مطالب

ورته مطالب