د هند د یوې اعلی وزیرې په مړینه په زرګونو خلک ویر کوي

د انځور حقوق EPA
Image caption پلویانو به جي للیتا ته مور ویل.

د هند د تامل ناډو ایالت د اعلی وزیرې په مړینه په زرګونو خلک په ویر کولو سره نوموړې ته خپل درناوی وړاندې کوي.

جي للیتا د هند یوه تر ټولو بانفوذه او سیاستواله مېرمن بلل کېده.

د هند په جنوبي ایالت تامل ناډو کې اعلی وزیره جي للیتا په اپولو روغتون کې مړه شوه.

* د هند پيسې

* ایا هند بدلېدی شي؟

* هند کې د مسلمانانو بې روزګاري

پر ۶۸ کلنې جي للیتا د یکشنبې په شپه د زړه حمله ورغله.

د دوشنبې په شپه اپولو روغتون په یوه بیانیه کې ویلي چې نوموړې مړه شوې ده.

له دې مخکې روغتون په یوه بل بیان کې ویلی و چې د ډاکټرانو ډله د جي للیتا روغتیايي وضعیت پرلپسې څاري او په مصنوعي ډول سا ور کوي.

د چنای اپولو روغتون بهر د جي للیتا زرګونه پلویان ټول شوي او حکومت یې د کنټرولولو لپاره امنیتي تدابیر نیولي دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption د نوموړې له مړینې وروسته وېره شته چې په تامل ناډو کې ناامني پیدا شی.

د سې شنبې په شپه په خواله رسنیو کې د نوموړې د مړینې د درواغو خبر په خپرېدلو سره د پولیسو او ویرجنو خلکو ترمنځ تاوتریخوالی هم پېښ شوی دی.

د نوموړې مړی د هند په ملی بیرغ کې پوښل شوی او د هغې په حکومتي استوګنځي کې خلکو ته د لیدلو لپاره اېښودل شوی دی.

د نوموړې له مړینې وروسته په تامل ناډو ایالت کې ویر جوړ شوی دی.

په تامل ناډو کې د ډیسمبر له شپږمې تر اوو ورځو پورې ویر اعلان شوی، ښوونیزې ادارې تړل شوې او پر دولتي ادارو به هم بیرغ نیم ځوړند وي.

* هند کې پرده

* هندي زندانونه

* هند کې توکم پالنه

له څو میاشتو راهیسې د جي للیتا روغتیا ښه نه وه او وروستی ځل په سپټمبر کې لیدل شوې وه.

جي للیتا چې پخوانۍ فلمي ستورې وه، څلور ځله د تامل ناډو اعلی وزیره شوه او ملاتړو یې "مور" بلله.

له مړینې وروسته یې وېره شته چې په دغه ایالت کې ناامني جوړه شي.

د انځور حقوق EPA
Image caption په تامل ناډو کې د اوو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان شوی دی.

جي للیتا د سپټمبر پر ۲۲ اپولو روغتون کې درملنه پیل کړه او له هغه څو ورځې مخکې یې خپل مسوولیت مرستیال اعلی زیر ته سپارلی و.

د فلمونو دغه ستورې په تامل ناډو کې ډېره منلې وه او د دې سیمې د مهم ځايي ګوند (اې ای اې ډي اېم کې) مشره هم وه.

* د هند کومب مېله

* د هند مېړوښې کونډې

* هند کې ښځينه ساتندويان

د هغې په هکله ویل کېږي چې د ټاکنو په مهال به یې خلکو ته ډول ډول ډالۍ لکه: برېښنايي وسایل، وزې او سره زر ور کول.

جي للیتا څو ځلې پر اداري فساد هم تورنه شوې او په ۲۰۱۴ کال د یو څه وخت لپاره د بډو د دوسیې له امله بندي شوې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب