روسیې او چین د حلب په تړاو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ

د انځور حقوق AP
Image caption په حلب کې د حکومتي ځواکونو عملیات روان دي.

روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ، چې د سوریې په جنګ ځپلي حلب ښار کې یې د اوو ورځو اوربند غوښتنه کوله.

دا شپږم ځل دى چې روسیه د سوريې په تړاو د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې شوى پرېکړه ليک ويټو کوي.

روسيه او چين وايي دغه پرېکړه ليک يې ځکه رد کړى چې د ارزونې لپاره يې د امنيت شورا له اصولو سره سم غړو هېوادونو ته ٢٤ ساعته وخت نه و ورکړل شوى، تر څو یې پر وروستۍ بڼه او ژبه هوکړه وشي.

خو امريکايي چارواکي د روسيې دا استدلال يوه پلمه بولي او وايي روسيه غواړي په حلب کې د سوريې د حکومتي ځواکونو برياوې خوندي کړي.

* د حلب ماتې 'د اورپکو د ماتولو پای نه دی'

* سوري حکومت د م. م د اوربند وړاندیز رد کړی

* حلب ښار پر یوې "لویې هدیرې" اوښتونکی دی

په ملگرو ملتونو کې د برتانيا سفير "متيو راى کرافت" امنيت شورا ته وويل روسيه د ستونزې د حل لپاره غورايو ته د کتنې هېڅ ليوالتيا نه لري.

ښاغلي راى کرافت زياته کړه، چې پنځه ورځې وړاندې يې په امنيت شورا کې له غړو هېوادونو وپوښتل چې په حلب کې روان وحشت څنگه ختمېدى شي؟ خو په وينا يې روسيې او د هغې کم شمېر لارويانو وښووله چې دغې پوښتنې ته د ځواب ويلو هېڅ راز ليوالتيا نه لري.

د راى کرافت په وينا "روسيې او ملگرو يې په تېرو پنځو کلونو کې شپږ ځله د مهمو اقدامونو مخه نيولې او دا شورا يې يرغمل کړې ده. له دې سره لا خواشينوونکې دا چې د زرگونو بې گناه ماشومانو، ښځو او سړيو ژوند هم برمته شوى چې په حلب کې د دوزخ په شان چاپيريال کې وخت تېروي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حلب د سوریې اقتصادي مرکز و، خو کورنۍ جګړې سخت وران کړی دی.

په ملگرو ملتونو کې د برتانيا د سفير په وینا، روسيې د موضوع په حل کې له ښکلېدو ډه ډه وکړه او د منيت شورا له نورو غړو سره د خبرو اترو پر ځاى په دې خوښه ده چې پر حلب د بشاراسد د بريدونو ملاتړ وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د روسيې سفير بيا وايي په امنيت شورا کې رايه اچونه بايد په جنيوا کې د امريکايي او روسي کارپوهانو تر جوړېدونکې غونډې پورې ځنډول شوې وى.

پرېکړه ليک د مصر، نوي زيلانډ او هسپانيا له لوري په گډه امنيت شورا ته وړاندې شوى و.

* د حلب جګړه کې د کلورين غازو بريد

* د حلب کې ډاکټرانو له اوباما مرسته وغوښته

له سىيمې را رسېدلي رپوټونه وايي، چې سوري پوځ په ختيځ حلب کې نورې سيمې هم لاندې کړې دي.

که را رسېدلي رپوټونه کره شي نو دا به په دې مانا وي چې حکومتي ځواکونو په څه د پاسه يوه اونۍ کې د ياغيانو د ولکې ٧٠ سلنه سيمه بېرته نيولې ده.

په کلابندو سيمو کې اوس هم څه د پاسه ١٠٠ زره وگړي ښايي ايسار پاتې وي، چې خوړو او روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لرى.

ورته مطالب