"پاکستان کې رسنۍ بلوچستان او پښتونخوا ته پام نه کوي"

د انځور حقوق KNN
Image caption په اسلام اباد کې د خبریالانو دوه ورځنی کنفرانس

په اسلام اباد کې د یوې نادولتي موسسې لخوا د دغه هېواد د خبریالانو لپاره جوړ شوی دوه ورځنی کنفرانس نن سې شنبې (۶ ډسمبر) پای ته ورسېد. په دغه کنفرانس کې د پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د دغه هېواد له ټولو ایالتونو خبریالانو ګډون درلود.

دې کنفرانس ته په خبرو کې ویناوالو وویل، د دغه هېواد رسنۍ د څلورو یا پنځو لویو ښارونو لپاره دي او پاتې ښارونو ته هېڅ وخت نه لري.

له لرو پرتو سیمو راغلیو خبریالانو وویل، دوی ته د رسنیو لخوا هېڅ معاش نه ورکول کېږي او نه هم دوی ته داسې کومه روزنه ورکړل شوې، چې د خطر په سیمو کې باید څه ډول کار وکړي.

''پاکستاني خبريالان له هر لوري ګواښل کېږي''

په خوست کې خبريالان وايي ګواښل کېږي

د دغه هېواد په ډېری سیمو کې یوې خواته خبریالان له وسله والو ډلو سر ټکوي، نو بلې خواته د دغه هېواد څارګرې ادارې او امنيتي ارګانونه هم د خبریالانو پر وړاندې د بیلانس راپور لپاره یو لوی خنډ دی.

له دې سره د پښتونخوا او بلوچستان وګړي او خبریالان له مودې راهیسې له پاکستانیو برېښنايي رسنیو ګیله لري، چې ګواکې دوی یادو ایالتونو ته هیڅ پام نه کوي.

د پاکستان یوه نوموړي خبریال وسعت الله خان همدې ته په پام سره په دغه کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل، څو میاشتې وړاندې چې کله د خیبرایجنسۍ په یوه جومات کې ځانمرګی برید وشو او د ۵۰ په شاوخوا کې لمونځ کوونکي يې ووژل، نو هغه ورځ د خیبر ایجنسۍ د دغې چاودنې د خبر لپاره د پاکستان له برېښنايي رسنیو سره هېڅ وخت نه و او دا خبر يې خپور نه کړ.

بلوچستان او خيبر پښتونخوا هغه ایالتونه دي، چې په کې تر ټولو زیات خبریالان وژل شوي دي.

له کوټې راغلي یوه خبریال اخوندزاده جلال نورزي له بي بي سي سره په خبرو کې دغه ډول کنفرانسونه د نویو خبریالانو لپاره ډېر ګټور یاد کړل او زیاته يې کړه، په همدې کنفرانسونو کې ځوانان خبریالان له مشرانو خبریالانو څخه زده کولی شي، چې په خطرناکو سیمو کې باید خبریالي څه ډول وشي.

د انډيجول لینډ پاکستان په نامه د نادولتي موسسې مشرې ګل مینه بلال بیا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د دوی سازمان هر کال د دغه هېواد د خبریالانو لپاره همداسې کنفرانسونه کوي، تر څو د لرې پرتو سیمو خبریالان او په سټوډيو کې د کارکوونکو ترمنځ واټن را کم کړي او د یوه بل پر ستونزو سره خبر شي.