د پاکستان هوایي شرکت د الوتکې لوېدو کې ۴۷ کسان وژل شوي

جنید جمشید د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رپوټونو له مخې په الوتکه کې جنید جمشید او مېرمن یې هم وو.

د پاکستان هوايي شرکت یوه الوتکه چې د پښتونخوا له چترال سیمې څخه اسلام اباد ته پر لاره وه، د پښتونخوا په حویليا سیمه کې را لوېدلې ده. د پي اي اې شرکت د چارواکو په خبره دغه الوتکه کې ټول ۴۷ کسان سپاره ول.

د دغه هېواد د هوايي شرکت لخوا تردې پېښې سمدستي وروسته د بېړنۍ مرستې لپاره دغه شمېرې اعلان شوي دي.

د بېړنۍ مرستې شمېرې
۰۰۹۲-۲۱-۹۹۰۴۴۳۹۴ ۰۰۹۲-۲۱-۹۹۰۴۴۸۹۰ ۰۰۹۲-۲۱-۹۹۰۴۴۳۷۶

په دغه الوتکه کې د پاکستان پېژندل شوی نعت ویونکی او پخوانی پاپ سندرغاړی جنید جمشېد او د هغه مېرمن هم سپاره ول. جنيد جمشېد په دې وروستیو کې سندرې پرې ايښې وې او تبلیغ يې پېل کړی ؤ. نوموړي اوس ږيره پرې ايښې وه او د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې به يې تبلیغ کاوه. کورنۍ يې وايي، چترال ته هم له خپلې مېرمنې سره د تبلیغ لپاره تللی و.

ویډیو د پاکستان دولتي هوايي شرکت پي ای اې ستونزې

د پي ای اې ځينې سپرلۍ ويلي نيول شوي د پيلوټ کوټې ته ورننوتل

پاکستان د الوتکو تفتیش پیل کړی دی

د دغه هېواد د هوايي شرکت په خبره پي کې ۶۶۱ الوتکه چې له چترال سیمې د پښتونخوا په وخت درې نیمې بجې روانه شوې وه ټاکل شوې وه څلورنیمې بجې اسلام اباد ته ورسېږي، خو له اسلام اباد سره څېرمه د ایبټ اباد په حویليا سیمه کې لادرکه شوه.

د پاکستان د هوايي شرکت ویاند دانیال ګیلاني وايي، یاده الوتکه د حویليا د سدا بټولني کلي ته څېرمنه په غرونو کې لوېدلې او ویجاړه شوې ده.

د حویليا چارواکي د سیمې د عیني شاهدانو له خولې وايي، پر الوتکه لا تر لوېدلو مخکې اور بل و.

وسله والو د پاکستان پر هوايي اډې برید کړی

پي ای اې، به د راتلونکی کال تر جولای مياشتې وپلورل شي

د چترال چارواکي وايي، په دغه الوتکه کې د دغې سیمې مرستيال کمشنر اسامه وړایچ هم و. د یاد شرکت د چارواکو په خبره په دغه الوتکه کې ټول ۴۷ کسان سپاره ول چې ۳۱ نارینه، ۹ ښځې، ۲ ماشومان او پنځه د الوتکې عمله وه.

Image caption د پاکستان حکومتي سرچینې وایي؛ د پی آی اې الوتکه له چترال ښار نه پلازمېنې اسلام اباد ته روانه وه

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، دوی د الوتکې د لوېدلو ځای ته رسېدلي، مرستندویه کارونه يې پېل کړي او د ۲۱ کسانو مړي يې را اېستلي دي.

بلې خواته د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي، په سیمه کې د تیارې له امله مرستندويه ډلې له ستونزو سره مخامخ دي.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، د دغه هېواد د مخالف یا اپوزيسيون ګوند مرستیال مشر او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظير بوټو زوی بلاول بوټو زرداري او ګڼو نورو سیاستوالو د الوتکې د رالوېدو په دغه پېښه خواښيني څرګنده کړې او د وژل شويو له کورنیو سره يې د خواخوږۍ بیانونه ورکړي دي.

پاکستاني چارواکو د دغه هېواد د پېژندپاڼې یا شناخت کارتونو ملي ادارې "نادرا " چارواکو ته امر کړی، چې د دوی یوه ډله دې د ایبټ اباد ایوب نومي روغتون ته ولېږدوي، چې هلته د وژل شويو کسانو د مړیو پېژندګلوي وکړي.

په دې وروستیو کلونو کې د پاکستان پر هوايي چلند د ناخوندیتوب له کبله نیوکې شوې وې.

په نوښار کې دوه جنگي الوتکې ولويدې

پي ای الوتکې ناسته، دوه کسان تورن شول

ورته مطالب