د سوریې حلب ښار کې حکومتي ځواکونو نور پرمختګ وکړ

د انځور حقوق AP
Image caption په وروستیو کې حکومتی ځواکونو د یاغیانو په واک کې د حلب ۷۰ سلنه سیمه نیولې ده.

د سوریې حکومتي ځواکونو د دغه هېواد د حلب ښار په ختیزو برخو کې د مخالفو وسلوالو په ضد یرغل روان ساتلی او پر ځینې نورو سیمو یې هم ولکه کړې ده.

په برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارونکي وايي، حکومت لا د مخه د حلب په ختیځ کې د وسلوالو په واک کې د ۷۰ سلنه سیمې کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.

باور دی چې له یو لکو ډېر کسان لا هم د یاغیانو په سیمه کې دي. دوی د خوراکي توکو له کمښت او د روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالی سره مخ دي.

حکومتي ځواکونه دا مهال د زاړه ښار په ځینې برخو کې یاغیان په نښه کوي.

* د حلب کډوالو ستونزې

* د حلب جګړه او پر خلکو يې اغېز

* د حلب له ختیځه زرګونه وګړي تښتېدلي

د رپوټونو له مخې د سوریې حکومتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ ناوخته شارع سیمه ونیوله.

دا خبر د سوریې د انساني حقونو څارډلې( څارونکې ډلې) هم تایید کړی دی.

دا ډله وايې، چې حکومتي ځواکونه په شیخ لوفتي او مرجع سیمو کې هم پرمختګ کوي.

خو دا ادعاوي خپلواکو رسنیو نه دي تایید کړې.

په دا مهال د سوریې تلوېزیون وايي، چې یاغیان د زاړه ښار په دریو ولسوالیو کې "ماتېږي".

دغه دولتي تلوېزیون دا هم وايي، چې په ختیځ کې یې د حلب هوايي ډګر سره شاوخوا سیمه بشپړه "ازاده کړې" ده.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption حکومتي ځواکونو د حلب له زاړه ښار د یاغیانو د اېستلو هڅه کوي.

د روسیې تور

په بله پرمختیا کې د سې شبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر امریکا تور ولګاوه چې د چهارشنبې ورځې په خبرو کې له حلب د یاغیانو د شاتګ په تړاو یې بحث رد کړی دی:

"داسې ښکاري چې په حلب کې د یاغیانو لپاره د وخت ترلاسه کولو هڅې کوي، چې سا واخلي، ځنډ وکړي او بیا تیاری ونیسي".

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په برسلز کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د مسکو دا تورونه رد کړل.

* پر حلب د بېلري بمونو بريد

* ملګرو ملتونو حلب کې حالت ناوريني بللی

* ''د حلب روغتونونه په ملکي ټپيانو ډک دي''

روسیه د سوریې د بشار اسد د حکومت نږدې ملاتړې ده او د ۲۰۱۵ کال له سپټمبر راهیسې یي د حکومت په پلوۍ د یاغیانو په ضد عملیات پیل کړي دي.

روسیې او چین د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک هم ویټو( رد) کړ چې په حلب کې یې د اوو ورځو لپاره د اوربند غوښتنه کوله.

روسیې ویلي، چې دا پرېکړه لیک د دې شورا د اصولو خلاف دی، ځکه د ارزولو لپاره یي غړو هېوادونو ته ۲۴ ساعته وخت نه و ور کړی.

خو واشنګټن یې په ځواب کې وویل، چې مسکو په دا ډول غواړي په سوریه کې د حکومت وروستۍ پوځي لاسته راوړنې خوندي کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په حلب کې پر ځمکنیو عملیاتو سربېره سخت بمبار هم روان دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب