د انډونیزیا زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲ ته ورسېد

د انځور حقوق AFP
Image caption د هواپوهنې اداره وېره ښيي، چې ممکن څونامي پېښه شیږ

د انډونیزیا په اچې ولایت کې ۶،۴ رېختر درجې زلزله شوې، چې له امله یې د وژل شویو شمېر ۵۲ ته رسېدلې دی.

چارواکي وايي، په زلزله کې تر ۲۵ پورې کسان ټپیان شوي دي.

په لومړیو کې چارواکو ویل چې په دې پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په لسګونو کسان له کنډوالو لاندې دي او وېره شته چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.

په سیمه کې یو چارواکي سید مولیادي بي بي سي ته ویلي، په وژلو شویو کې څو ماشومان هم دي.

نوموړی وايي، یو ځايي روغتون هم ویجاړ شوی دی.

* اسیايي هېوادونه د څونامي په وېره کې دي

* د څونامي قربانیانو ته په بېلابېلو مذهبونو کې دعا وشوه

* په جاپان کې تر زلزلې او څونامي وروسته د ژغورنې هڅې

د خلکو د ژغورنې لپاره سیمې ته مرستندویه ډلې رسېدلې دي.

له زلزلې وروسته خلک د نورو ټکانونو د پېښېدلو له وېرې له کورونو وتلي او تر شنه اسمان لاندې ناست دي.

د زلزلې مرکز د سماترا ټاپو سګلي ښار ښودل شوی، چې په لسګونو کورونه پکې وران شوي دي.

په انډونیزیا کې د هواپوهنې اداره د څونامي د پېښېدلو وېره ښيي.

په ۲۰۰۴ کال هم په انډونیزیا کې د ۹،۲ درجې زلزلې له امله څونامي پیدا شوه او ډېر ورانی یې وکړ.

له هغه مخکې هم په اچې کې زلزلې تر یو لکو ډېر کسان وژلي وو.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption خلک د زلزلې د نورو ټکانونو د پېښېدلو له امله له کورونو وتلي دي.