یمن کې ځانمرګي برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسلامي دولت ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

د یمن په بندري ښار عدن کې چارواکي وایي، په یوه پوځي مرکز کې د ځانمرګي برید له امله ۴۵ پوځیان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي.

برید پر هغو سرتېرو شوی چې تنخا اخیستلو ته را ټول شوي وو.

ځینې نورې سرچینې وايي، په دې پېښه کې ۵۰ سرتېري وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

* "یمن کې ماشومان له لوږې مري"

* د یمن جګړې کې د وسلو پر کمپنیو نیوکې

* د یمن کړکېچ: څوک د چا لپاره جنګېږي؟

تراوسه د دې برید د عامل په تړاو رسمي څرګندونې نه دي شوې، خو اسلامي دولت نومې ډلې یې مسوولیت منلی دی.

په سیمه کې جهادي ډلو پخوا هم په دغه ښار کې ورته بریدونه کړي دي.

تېر اګسټ هم په یوه ځانمرګي کې ۶۰ کسان وژل شوي وو، چې مسوولیت یې اسلامي دولت ډلې منلی و.

په پوځي اډه کې یوه سرتېري ولید راشد اې پي خبري اژانس ته ویلي، له برید لږ وروسته راغی او ویې لیدل چې د امبولاسونو له را رسېدلو مخکې ټپیان په شخصي موټرو کې روغتون لېږدول کېدل.

"ټپیانو د مرستې لپاره نارې وهلې".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملګري ملتونه وايي، د یمن په جګړه کې تراوسه له ۷ زرو ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

یمن د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د جلا وطنه ولسمشر عبدربه منصور هادي او حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړې ډګر دی.

د القاعده او اسلامي دولت په څېر جهادي ډلو له دې حالت په کار اخیستلو سره د یمن په جنوب کې پر ځینو سیمو ولکه کړې ده.

د جګړې له امله انساني ناورین هم خورا ډېر لوی دی، له دریو میلیونو ډېر خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د دغه هېواد له نیمايي ډېر وګړي د خوړو بشپړې سرچینې نه لري.

* ایران ته د یمن خبرداری

* جګړې یمن قحطۍ ته نږدې کړی

حکومت پلوه ځواکونو- چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف یې ملاتړ کوي - د ۲۰۱۵ کال په دوبي کې پر عدن ولکه وکړه.

له هغه راهیسې په دغه بندري ښار کې په لسګونو بریدونه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په یمن کې د جګړې له پیلېدلو راهیسې تراوسه ۷۲۷۰ کسان وژل شوي، چې ډېری ولسي وګړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب