د قاهرې قبطۍ کلیسا کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل

کلیسا د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو د چادونې سیمې کلابند کړې.

د مصر پلازمېنې قاهرې کې پر قبطۍ کلیسا بمي برید کې د چارواکو په وینا ۲۵ مړه او لږ تر لږه ۲۵ کسان ژوبل شوي دي. د عیسویانو سېنت مارکس کلیسا د برید موخه وه.

چادونه د یکشنبې پر ورځ هغه مهال وشوه چې خلک د مذهبي مراسمو لپاره کلیسا کې ول او د قربانیانو ګڼ شمېر ښځې دي.

د مصر پر عیسوي لږکيو ډېر مهال د مسلمانو اورپکو له خوا بریدونه کېږي.

مصر- د امنیتي ځواک ودانۍ مخې ته بمي چاودنه شوې

د مصر المنصوره کې چاودنې ۱۴ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption چاودنه د سېنت مارکس له قبطۍ کلیسا سره شوې.

قبطي د مصري عیسویانو لویه برخه جوړوي چې نه یوازې په هېواد کې دننه چې بهر هم نژدې یو میلیون لارویان لري.

وروسته له دې چې ۲۰۱۳ کال کې پوځیانو ټاکل شوی مشر محمد مرسي چې د اخوان المسلمین غړی و له واکه لېرې کړ، دغه هېواد کې د اورپکو له خوا بریدونو زور واخیست.

مصر- د کلیسا مخې ته موټربم ۲۱ کسان وژلي

د مصري پوځي استخباراتو پر مرکز برید شوی

د غې چاودنې د غندنو لپاره له کلیسا د باندې مظاهره وشوه چې ګڼ شمېر پولیس له تاوتریخوالو د مخنیوي په موخه سیمې ته واستول شول.

د انځور حقوق David Milne
Image caption له کلیسا د باندې پولیس د مظاهره کوونکو مخه نیسي.

د ښاغلي مرسي ځینې ملاتړي عیسویان د ده په پرځولو تورنوي.

دا یکشنبه اسلامي نړۍ ته یوه خونړۍ ورځ وه.

د ترکیې استانبول ښار کې د دوو بمونو په چاودنه کې چې ویل کېږي د دغه هېواد بلوا ضد پولیسو په نښه کولو لپاره ځای پرځای شوي و، لږ ترلږه ۳۸ کسان ووژل او ۱۶۶ نور يې ټپيان کړل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
استانبول کې چاودنو ۳۸ کسان ووژل

یوې کوردۍ وسلوالې ډلې چې ځان د 'د کوردستان د آزادۍ بازان' بولي د چادونو پړه پر غاړه واخیسته.

ترکیه کې د واده مراسمو کې 'ځانمرګي برید' لسګونه کسان وژلي

ترکیه- کردي پي کې کې ډله له منځه وړو

د 'د کوردستان د آزادۍ بازانو' ډله د 'کوردستان د کارګرانو د ګوند' پي کې کې جلا شوې ډله ده چې تر دې وړاندې یې هم ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.

د یمن په بندري ښار عدن کې په یوه پوځي مرکز کې د ځانمرګي برید له امله ۴۵ پوځیان ووژل شول او ۵۰ ټپیان شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملګري ملتونه وايي، د یمن په جګړه کې تراوسه له ۷ زرو ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

برید پر هغو سرتېرو وشو چې تنخا اخیستلو ته را ټول شوي ول.

ځینو نورو سرچینو ویل چې په پېښه کې ۵۰ سرتېري ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شول.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د یمن جګړې کې د وسلو پر کمپنیو نیوکې

اړونده مطالب