ټرمپ: ښايي واشنګټن د "یو چین" پر پالیسۍ بیا کتنه وکړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ وايي، په سوداګرۍ او نورو مسلو کې د چین له رعایت پرته واشنګټن ته پکار نه ده چې د یو چین پالیسي ته دوام ور کړي.

د امریکا ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سیاسي او اقتصادي برخه کې پر چین نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ممکن حکومت یې د واشنګټن د "یو چین" پر پالیسۍ د بیا کتنې لپاره غور وکړي.

د دې پالیسۍ له مخې امریکا له ۱۹۷۹ راهیسې د تایوان په مسله کې د چین د دریځ درناوی کوي او له تایوان سره یې رسمي اړیکي ختم کړي دي.

بېجینګ تایوان خپل ولایت بولي او د هرې هغې هڅې مخنیوی یې د پالیسي برخه ده چې د تایوان د خپلواک دولت سبب کېدلی شی.

* ټرمپ 'سوداګري پرېږدي'، پر ولسمشرۍ تمرکز کوي

* ټرمپ: د کیوبا په تړاو د اوباما پر سیاست بیا کتنه کوم

ډونلډ ټرمپ ویلي، چې په سوداګرۍ او نورو مسلو کې د چین له لوري له رعایت پرته د دې پالیسۍ د ساتلو لپاره کوم دلیل نه ویني.

د امریکا ټاکلي ولسمشر له دې مخکې د تایوان له ولسمشرې سايي اینګ وین سره نېغې ټلیفوني خبرې کړې وې، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption چین ډونلډ ټرمپ ته واک لېږد له نږدې څاري.

ډونلډ ټرمپ له هغه وروسته په ډېرو ټوېټونو کې په چین او په جنوبي چین سمندرګي کې د دغه هېواد پر هڅو نیوکه کړې ده.

"عجیبه خبره ده، چې امریکا پر تایوان په میلیاردنو ډالرو وسله پلوري، خو له هغه ځایه زما سره د مبارکۍ ټیلېفون نه مني".

ښاغلي ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي: " نه غواړي چې بېجینګ مسوولیت ورته وټاکي"

* ډونلډ ټرمپ: ټي پي پي سوداګریز تړون پرېږدو

* د امريکا پر ټاکنو د روسيې د اغېز اندېښنې

ډونلډ ټرمپ دا هم ویلي چې د کرنسۍ او شمالي کوریا په تړاو چین له امریکا سره همکاري نه کوي.

ډونلډ ټرمپ د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې دا دعوه هم نه ده منلې چې روسي هېکرانو د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ده د بریالیتوب لپاره رول لوبولی دی.

سي ای اې د تېرې جمعې په ورځ وویل، چې روسي هېکرانو په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په ګټه د لاسوهنې هڅه کړې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption د تایوان له ولسمشرې سره د ټرمپ له ټلیفوني خبرو وروسته د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ نوې ناندرۍ پیل شوې.

ورته مطالب