یو امریکایی هلک واوره کې ژوندی ښخ شو

جاشوا دمارست د انځور حقوق FAMILY HANDOUT

دیارلس کلن امریکایی هلک چې د واورې د انبار پر سر یې په نیویارک کې لوبې کولې په واورې کې ننوت او مړ شو.

جاشوا ډیمرست تر پېښې وروسته ومړ خو د هغه ملګری ټایلر‌ډې ساعتونه وروسته له واورې ژوندی راوویستل شو.

احتمال لري چې د واورې پاکونې یو موټر د واورې غونډۍ غورځېدو لامل شوی وي. دغه موټر پاک کړې واورې راټولې کړې او انبار کړې وې.

له پېښې ژوندي وتلي ماشوم ټایلر، پولیسو ته ویلي؛ وړاندې تردې چې "هرڅه ورباندې تیاره شي" د هارن غږ اورېدلی دی.

پولیسو د ټایلر د خور تر ټېلفون وروسته چې ورور یې کور ته نه دی ستون شوی، د پلټونکو سپیو په مرسته یې پلټنې پيل کړې.

د ژغورنې عملیاتو کې چې څو ساعته یې وخت ونیوه، د نیویارک په ګرینوېچ سیمه کې له دغه انبار نه ۷ ټنه واوره تشه شوه.

د انځور حقوق ABC

اړونده مطالب