کاناډا کې ۲۴ ساعتونو کې د نشه یي درملو نهه کاروونکي مړه شول

دکاناډا په وانکوور کې هره میاشت په منځني ډول ۱۵ کسان مړه کېږي د انځور حقوق AP
Image caption دکاناډا په وانکوور کې هره میاشت له حده ډېرو نشه یي درملو کارونې له امله په منځني ډول ۱۵ کسان مړه کېږي

د کاناډا روغتیایي چارواکي وايي؛ د فنتانیل نشه یي درملو له حده ډېر کارولو له امله په وانګوور کې په ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان مړه شوي دي.

د وانکوور ښاروال ګریګور رابرټسن پر دغه پېښو د خواشینۍ ښوولو ترڅنګ د کاناډا د دغه ښار اوسېدونکو لپاره وضعیت "دردوونکی" بللی او ویلي یې دي چې احتمال لري د قربانیانو شمېره لوړه شي.

کاناډا کې د روغتیایي بنسټونو د شمېرو له مخې؛ په تېر یوه کال کې په دغه هېواد کې ۲۰۰۰ کسان د نشه یي درملو د کارولو له امله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا دولت د نشه یي درملو زیانونو سره د مقابلې لپاره میلیونونه ډالر لګولي، خو د وانکوور د ښاروال په وینا، په دې برخه کې لا هم ډېرې بودیجې ته اړتیا ده.

ورته وخت کې د وانکوور د پولیسو مشر اېډم پالمر ویلي؛ "د یوه لامل له امله ان په یوه ورځ د ۹ کسانو د مړینې تصور هم سخت دی."

د ښاغلي پالمر په وینا، په وانکوور کې په اوسط ډول هره میاشت ۱۵ کسان د نشه یي درملو د ډېرې کارونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو په دې وروستۍ پېښه کې یوازې په ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان مړه شوي او ډېر جسدونه لا هم په عدلي طب کې دي.

د وانکوور عدلي طب ویلي؛ ددغې ادارې سړو خونو کې نور ځای نشته.

ډېر مړي د وانکوور ښار د مرکز په ختیځه برخه کې موندل شوي؛ هغه ځای چې د یو شمېر بې کوره په اېډز اخته او بدلمنو کسانو له پلوه نړیوال شهرت لري.

د کاناډا وانکوور له دې امله چې په ژمي کې ددې هېواد د نورو سیمو په اندازه نه سړېږي، د بې کوره کسانو د راټولېدو ځای دی چې غواړي د شپې لخوا پر سړکونو ویده شي.

نشه یي درمل چې د دغو نهو کسانو د مرګ لامل شوی فنتانیل نومېږي چې یوازې دوه میلي ګرامه کارول یې کولی شي لوی کس ووژني.

فنتانیل له پیاوړو نشه یي درملو دي چې معمولا د سختو دردونو راکمولو لپاره کارېږي په تېره بیا هغه مهال چې نور نشه یي توکي اغېز نه کوي، تجویزېږي.

دا درمل د مورفینو په څېر د مغزو پر اندروفین ورته اغېز کوي. د ډاکټر له مجوز پرته کارول یې کولی شي د تنفسي اختلالاتو په څېر ستونزو او آن د مرګ لامل شي.