د امریکا او روسیې راتلونکي اړیکي به څنګه وي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption پوتین په ۲۰۱۳ کې ریکس تیلرسن ته د دوستۍ جایزه ورکړه

په داسې حال کې چې ډونلډ ټرمپ د تېلو د ایکسن موبیل شرکت مشر ریکس ټیلرسن د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په توګه غوره کړی، داسې ښکاري چې د حکومت تګلاره به يې د معاملو پربنسټ ولاړه وي او داسې یو بدلون به د روسيې په ګټه وي.

د ډسمبر پر نولسمه، د امریکا د متحدوایالتونو ټاکنيز کالج ډونلډ ټرمپ د راتلونکي ولسمشر په توګه تاییدوي. خو ورځ په ورځ څرګندېږي چې د ۲۰۱۶کال د ټاکنیز کمپاین سترګټونکی ولادمیر پوتین دی.

دا چې ښاغلي پوتین به د متحدو ایالتونو په ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ په ګټه مداخله کړې وي که نه- سي آې اې وايي چې کړې يې ده، خو اېف بي آی دومره ډېر ډاډه نه دی- ډېر شک نشته چې روسي انټرنیټي غلو د امریکا پرټاکنيز نظام باندې د باور کمزوري کولو لپاره هم د ډېموکراټانو او هم د جمهوري پالو د ملي کمیټو سیستمونه هک کړي وو - اطلاعات يې ورڅخه غلا کړي وو.

د ډېموکراټانو د ملي کمیټي بریښنالیکونه د ټاکنیزکمپاین په وخت کې د ویکي لیکس لخوا خپاره شول، د خبري رسنیو د بحثونو لپاره يې مواد برابر کړل او د هيلیري کلنټن د کمپ لپاره يې ستونزې جوړې کړې.

ولسمشر بارک اوباما استخباراتي ادارو ته امر وکړ چې معلومه کړي څه پېښ شوي. لومړنیو راپورونو ادعا کړې وه چې روسیې په کې لاس درلوده یا لږ ترلږه داسې یوه انګیرنه کېدی شي، چې د ټرمپ ټاکنې ته يې ګټه رسولې، خو ښاغلي ټرمپ په خپل غبرګون کې د دې راپورونوپه اړه شک څرګند کړ.

ښاغلي ټرمپ په یوې خپرې شوې وینا کې وویل "دا هماغه خلک دي چې ویل يې صدام حسین د ډله ییزې وژنې وسلې لري،". په دې ډول له استخباراتي اداروسره د هغه د اختلافي اړیکو امکانات زیاتیږي.

د ټیلرسن عامل

د انځور حقوق EPA
Image caption د ایکسن موبیل شرکت مشر ریکس ټیلرسن(کیڼې خواته) د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین سره ( ښی خواته)

په انتقالي دورې کې ښاغلي ټرمپ د استخباراتي ادارو له اطلاعاتو سره ډېره دلچسپي نه ده ښودلې.

خو د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې يې باور څرګند کړی و چې د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د ماتو اړیکو د بیا رغولو لپاره کولای شي له ښاغلي پوتین سره کار وکړي.

او اوس د بهرنیوچارو د وزیر په توګه د ښاغلي ټیلرسن په غوره کولو سره د ښاغلي ټرمپ دا اراده لا نوره هم پیاوړې ښکاري.

ښاغلی ټیلرسن د ښاغلي ټرمپ په شان د حکومتي کار پخوانۍ تجربه نه لري. هغه د ښو معاملو ژمنه کړې او د هغو د لاسته راوړلو لپاره بهرنۍ تګلاره یوه ښه وسیله بولي.

د یوه مخکښ نړیوال ګڼ ملتیزه شرکت د مشر په توګه د ښاغلي ټیلرسن تجربه یقینا د یو مشر ډېپلوماټ په توګه د هغه له رول سره تړاو لري.

شک نشته چې هغه به په منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او افریقا کې د انرژۍ سترو تولیدونکو دولتونو مهم لوبغاړي پېژني.

او هغه ښاغلی پوتین هم پېژني، چې په ۲۰۱۳ کې يې د تېلو د پلټنې د یوې معاملې له بشپړولو وروسته ښاغلي ټیلرسن ته د دوستۍ جایزه ورکړه.

د روسیې، ښاغلي پوتین او بندیزونو په اړه د هغه نظریات به یقینا د امریکا په سنا کې د هغه د ټاکنې د تایید په بحث کې وڅېړل شي.

په ۲۰۱۴ کې د اوکراین له کړکېچ او له روسیې سره د کریمیا د یو ځای کولو وروسته د نړیوالو بندیزونو له امله په روسیې کې د ایکسن موبیل شرکت پانګه اچونې له ستونزو سره مخ شوې.

د سوریې کړکېچ

که ښاغلی ټرمپ هیله لري چې له ښاغلي پوتین سره، نورې د عملي کېدو وړ اړیکي، جوړ کړي نو آیا کومې معاملې به عملا ممکنې او ګټورې وي، په داسې حال کې چې د روسیې او امریکا د متحدو ایالتونو ګټې یو له بله سره نژدې کېږي؟

داسې ښکاري چې ټرمپ غواړي د سوریې په اړه د واشنګټن چلن بدل کړي. د دې پر ځای چې د سیاسي خبرو اترو له لارې بشار الاسد له واکه لیرې کړي- چې یو باارزښته هدف دی خو د روسیی د لاسوهنې له امله يې د ترلاسه کولو امکان ورځ په ورځ کمېږي- د ټرمپ اداره ښايي په نژدې موده کې خپل پام دې ته واړوي چې د سوریې د حکومت او کردانو تر واک لاندې ځینو ځانګړو سیمو کې ثبات را منځته کړي.

د لانجې هراړخیز حل به تر هغو پورې وځنډول شي چې "اسلامي دولت" ډله (او د هغې القاعده تره زوی جبهات فاتح الشام) ته ماتې ورکړل شي.

پر روسیې لګول شوي بندیزونه

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ اړیکو هر ډول تودوالی به د هغو بندیزونو نرمېدل ګړندي کړي چې په ۲۰۱۴ کې د اوکرايین د کړکېچ په پایله کې پر روسیې باندې لګول شوي وو.

بندیزونو به د ښاغلي پوتین لګښونه زیات کړي وي خو دې ته به يې اړ نه کړي چې کریمیا بېرته اوکرايین ته وسپاري.

کېدی شي د ټرمپ اداره بندیزونه تر یوې اندازې کم کړي او په بدل کې به يې له روسیې غواړي چې د مینسک د سولې پروسه په ټینګه عملي کړي او په ختیځ اوکرايین کې د روسیې مداخله پای ته ورسوي.

کریمیا به یو ځلي بیا د روسیې او اوکرايین تر منځ دوه اړخیزه مسله وګرځي.

اټومي معامله

دا ډول ګامونه به یقینا د پوتین د بریالیتوبونو په توګه وبلل شي. خو آیا د امریکا متحدو ایالتونو او لوېدیځ لپاره به په کې څه وي؟

له سړې جګړې د ښاغلي پوتین بېرته را ایستلو په بدل کې به د ټرمپ اداره د سټراتیژیکو وسلو د خبرو اترو بیا پیل کولو په اړه د روسيې ژمنه ترلاسه کړي او په دې توګه به د دواړو خواوو د اټومي وسلو کمښت او د اټومي وسلو د عصري کولو پلانونو د روښانه کولو لپاره لاره اواره شي.

د اټومي وسلو په اړه یو تړون د هر ولسمشر لپاره یو بریالیتوب ګڼل کېږي. رونالډ ریګن دا کار کړی و. دا ډول تړونونه ښې معاملې بلل کېږي چې تصدیق يې کېدی شي.

خو د دغو هدفونو ترلاسه کولو لپاره به ښاغلی ټرمپ اړ وي چې د امریکا د پیاوړي ځواک پلویان لکه جان بولټن چې ویل کېږي د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال به وي، مهار کړي.

خو آیا د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنیز کمپاین کې د روسیې د لاسوهنې په اړه به څه وشي؟

دفاع وزارت په تېرو لسو کلونو کې تعرضي اینټرنیټي قابلیتونو او وړتیاوې ترلاسه کړې دي. د همدغسې حالاتو لپاره د اینټرنیټي جګړې د قوماندې مرکز جوړشوی دی.

څرنګه چې ښاغلي پوتین د اینټرنیت له لارې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې له لاسوهنې انکار کړی، د امریکا متحده ایالتونه دې ته اړتیا نه لري چې د یو متناسب غبرګون اعلان وکړي. که په سمه توګه ترسره شي، ښاغلی پوتین به پیغام ترلاسه کړي.

فیلیپ کرولي (Philip J Crowley) د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیوچارو د وزیر یو پخوانی مرستیال، د جیورج واشنګټن پوهنتون د عامه ډېپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو د انسټیټوټ یو نامتو همکار او د هغه کتاب لیکونکی دی چې، سره لیکه: د مات شویو سیاستونو او ناکامو دولتونو په وخت کې د امریکا بهرنۍ تګلاره، نومېږي.