ترکيه کې د روسيې سفير د ډزو له امله ووژل شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ويډيو ښيي چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې يو تن وسله وال د روسيې پر سفير بريد کوي.

د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د روسيې سفير اندري کارلوف د يوه نندارتون غونډې ته د وينا پر مهال په ډزو ويشتل شوی و چې د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړه.

د دغې پښې ويډيو ښيي، بريدګر په داسې حال کې پر ښاغلي کارلوف بريد وکړ چې د "الله اکبر" نارې يې وهلې او د "سوريې او حلب" نومونه يې يادول.

نوموړي په پیل کې هغه عربي شعر ووایه چې مسلمانانو د اسلام پیل کې د خندق غزا کې زمزمه کاوه: "نحن الذین بایعوا محمداً علی الجهاد ما حیینا ابداً" یعنې: "موږ هغه خلک یو چې له حضرت محمد سره مو د جهاد لپاره بیعت کړی چې تر مرګه به ورسره یو".

روسي چارواکو د دغه بريد پړه پر اورپکو ډلو اچولې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی کارلوف د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزارت کې هم بېلابېلې دندې مخته وړې دي او له روسیې بهر یې هم ماموریت کړی دی.

روسيې د ترکيې پر کب نيوونکې بېړۍ ډزې کړې دي

ترکيه: روسيه دې دالوتکې په سقوط اور سره لوبې نه کوي

د روسيې د بهرنيو چارو وياندې، ماريا زاخارووا، په يوه تلويزيوني پيغام کې د ښاغلي کارلوف مړينه تاييده کړه او دا يې يوه "ترهګره کړنه" وبلله.

راپورونه ښيي په دغه بريد کې نور کسان هم ټپيان شوي دي.

سم لاسي ځینو هېوادونو دا برید غندلی دی:

  • د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان دغه بريد غندلی او دا يې د ترکيې پر دولت او ملت بريد بللی دی.

"نوموړي ويلي، ما له ښاغلي پوتين سره خبرې وکړې، موږ دواړه په دې هم نظر وو چې دا يو پاروونکی عمل دی او د دواړو هېوادونو تر منځ کومه لانجه نشته".

  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي: "موږ ددغه غندل شوي برید په اړه په څېړنو کې له روسیې او ترکیې سره همکارۍ ته چمتو یو؛ دا برید د ټولو دیپلوماټانو لپاره د امنیت په تړاو یو سرخوږی دی."
  • د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن ویلي: "په ترکیه کې د روسي سفیر وژنه زړه بوږنوونکې ده. د هغه له کورنۍ سره غمشریکي کوو او دا بې زړه برید غندم."
  • د جرمني د کورنیو چارو وزیر ټوماس دي مزیر بیا ویلي، هېواد یې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د ترکیې ترڅنګ ولاړ دی.
  • د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دا برید په "ټینګو" ټکو غندلی دی.
  • په امریکا کې تبعید شوي ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن هم دا برید غندلی او له بریدګر سره یې هر راز تړاو لرل دروغ ګڼلي دي.

دغه بريدګر چې په خپله امنيتي ساتونکی دی له پېښې وروسته د پوليسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

يوه عيني شاهد بي بي سي ته ويلي، کله چې ښاغلي کارلوف وينا کوله، يوه مسلح کس له شا پرې ډزې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې له دې ځايه ووځي.

د انځور حقوق AP
Image caption د اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس په وينا دغه کس د روسيې پر سفير بريد کړی دی
  • د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په وينا، ترکیې د دغې پېښې په اړه د بشپړې څېړنې ژمنه په اړه ډاډ ورکړی.
  • د انقرې ښاروال مليح ګوکجک هم دغه کړنه غندلې او دا يې د ترکيې او روسيې تر منځ د اړيکو خرابولو هڅه بللې ده.

په داسې حال کې په ترکيه کې د روسيې پر سفير بريد کېږي چې څو ورځې وړاندې په سوريه کې د روسيې د هوايي بريدو پر ضد ترکيه کې لاريونونه شوي وو.

اندري کارلوف څوک و؟

په ترکیه کې د روسیې د سفارت د وېبپاڼې پربنسټ، ۶۲ کلن اندري کارلوف د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتې راهیسې په دې هېواد کې د روسیې سفیر و.

نوموړی په مسکو کې زیږېدلی دی.

هغه په ۱۹۷۶ کال د مسکو دولتي انستیتوت کې نړیوال اړیکي لوستي او هم مهاله یې په ډیپلوماټیکو چارو کې کار هم پیل کړی دی.

ښاغلی کارلوف د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزارت کې هم بېلابېلې دندې مخته وړې دي او له روسیې بهر یې هم ماموریت کړی دی.

هغه په ۱۹۷۹-۱۹۸۴ / ۱۹۸۶-۱۹۹۱ کلونو کې شمالي کوریا کې د پخواني شوروي اتحاد د سفیر په توګه پاتې شوی.

نوموړی په ۱۹۹۲-۱۹۹۷ کال هم جنوبي کوریا کې د روسیې سفیر پاتې شوی.

په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدا وروسته، ښاغلی کارلوف جنوبي کوریا کې د روسیې سفیر شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو تر برید وروسته سیمه کلابنده کړې ده

اړونده مطالب

ورته مطالب