د مکسیکو اورلوبې توکو مارکېټ کې چاودنو لسګونه کسان وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
مارکېټ ته نژدې سیمې نه د جوز لویس ټولنټینو لخوا اخستل شوې ویډیو ښيي چې چاودنې روانې دي

مکسیکو کې چارواکي وایي؛ د پلازمېنې مکسیکو سیټي بهر د اورلوبې د توکو یوه مارکېټ کې چاودنې لږ ترلږه ۳۱ کسان وژلي او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان کړي دي.

چاودنه د سان پابلیتو مارکېټ کې شوې چې له ښار نه ۳۲ کیلومتر لرې سیمه کې جوړ دی.

د پېښې ویډیو ښيي چې تر اور لګېدو وروسته په لویه پیمان د اورلوبې توکي د هوا پر لور پورته کېږي.

لسګونه ژغورونکي او پولیس سیمې ته رسېدلي دي. تراوسه د چاودنې لامل څرګند نه دی. د سیمې خلکو ته ویل شوي چې له سیمې لرې واوسي او سړکونه پرانستې پرېږدي.

د ایالت والي؛ ارویلا اویلا وایي؛ لومړیتوب د ټپیانو درملنې ته ورکړل شوی او چارواکي د پېښې سیمې ته رسېدلي دي.

تر لومړنۍ چاودنې وروسته د اورلوبې توکو چاودنو دوام وموند چې ورسره له سیمې تورې لوخړې هوا ته پورته کېدې.

په سیمه کې د پولیسو او روغتیایي کارکوونکو لخوا اخستل شوي انځورونه ښيي چې په دغه له غرفو او خښتو جوړ مارکېټ کې ډېر ټپیان ګرمۍ سوځولي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption چاودنه د سان پابلیتو مارکېټ کې شوې چې له ښار نه ۳۲ کیلومتر لرې سیمه کې جوړ دی.
د انځور حقوق Mexican Red Cross / Twitter
Image caption د مکسیکو سره صلیب لخوا خپاره شوي انځورونه د پېښې سوځېدلې ساحه ښيي

د سیمې یوه اوسېدونکې الیخاندرو پریټل فرانس پرس اژانس ته ویلي؛ "د چاودنو غږونه پیل شول او موږ وانګېرله چې د اورلوبې توکو نژدې مارکېټ کې به وي."

همداراز هغې وویل؛ ډېر ژر څرګنده شوه چې ټول مارکېټ له خطر سره مخ دی.

"زما ګاونډیانو ویل داسې احساسوي چې هرڅه ښوري، خو ما درک نه کړه، ټول په تېښته وو."

د مکسیکو ولسمشر انریک پینا نیتو پر ټویټر د هغو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې چې په دې پېښه کې مړه شوي او ټپیانو ته یې د بیړني رغېدو هیله کړې.

ولسمشر همداراز ویلي؛ په بیړني حالت کې د مرستې لپاره د دفاعي ځواکو غړي سیمې ته ورغلي.

د سان پابلیتو مارکېټ د ۲۰۰۵ کال په سپتمبر کې هم د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې لمانځلو یوه ورځ مخکې د ورته چاودنو له امله ډېر سخت ویجاړ شوی و او لسګونه کسان یې ټپیان کړي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption لسګونه ژغورونکي او پولیس سیمې ته رسېدلي دي. تراوسه د چاودنې لامل څرګند نه دی. د سیمې خلکو ته ویل شوي چې له سیمې لرې واوسي او سړکونه پرانستې پرېږدي.

اړونده مطالب

ورته مطالب

د بي بي سي په نور پاڼو کې