د وژل شوي روسي سفیر مړی روسیې ته ولېږدول شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کارلوف کونډې مارینا د خپل مېړه پر تابوت اوښکې تویې کړې

د ترکیې په انقره کې د یوه ترکي پولیس په لاس د روسیې د وژل شوي سفیر اندري کارلوف مړی روسیې ته لېږدول شوی دی.

ترکي پولیس مولود التن تاش پر ۶۲ کلن اندري کارلوف ترکیه کې د انځورونو د یوه نندارتون پرمهال د وینا پروخت ډزې وکړې. د نوموړي د ډزو انګیزه د سوریې حلب کې د روسیې د مداخلې له کبله وه.

د ښاغلي کارلوف مړی د ترکیې د ولسمشرۍ د شپږو ګاردانو له خوا ولېږدول شوه او تابوت یې روسۍ الوتکې ته په روسي بیرغ کې پېچل شوی ولېږدول شو.

روسیه د سفیر وژلو په تړاو ترکیې ته څېړونکي استوي

ترکيه کې د روسيې سفير د ډزو له امله ووژل شو

وژل شوي سفیر ته د درناوي په خاطر د ترکیې مرستیال ولسمشر طغرل ترکیش او لومړی وزیر بن علي یلدریم او ځینې نور ډیپلوماتان هم ورغلي وو.

د کارلوف د وژل کېدو پرمهال د هغه کونډه هم موجوده وه.

کارلوف له ۲۰۱۳ کال راهیسې انقره کې د روسیې سفیر و.

د انځور حقوق AFP
Image caption کارلوف له ۲۰۱۳ کال راهیسې انقره کې د روسیې سفیر و.
د انځور حقوق AFP
Image caption ترکي پوخيانو د روسي سفیر مړی د روسیې په بیرغ کې نغښتی هوايي ډګر ته ولېږداوه

ښکاره نه ده چې د کارلوف قاتل - چې د ترکي پولیسو غړی و او تر برید وروسته د ترکیې د ځانګړو پولیسو په ډزو ووژل شو- له کومې ډلې سره تړاو درلود او که نه.

"د ملګرتیا نښه"

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي: "له شک پرته دا کار د دواړو ولسونو او دوه اړخیزو اړیکو د ترینګلتیا لامل ګرځېدلی دی. "

د ترکیې ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره د کارلوف د قتل تر شا د څېړنې ملاتړ کړی. روسي څېړونکي ترکیې ته رسېدلي چې د دغه قتل په اړه څېړه بشپړه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کارلوف د مړي ترلاسه کولو لپاره د هغه خپلوان راغونډ شوي وو

ترکش وویل، کارلوف د ترکیې - روسیې ترمنځ د "تل پاتې صداقت او ملګرتیا نښه وه".

د ترکیې یوه جګپوړي چارواکي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي "د وژلو دا قضیه په مسلکي ډول ترسره شوې او د یوه سړي کار نه دی". سرچینه زیاتوي، د قتل دا پلان په ډېر دقیق ډول جوړ شوی.

پولیسو په قتل کې د لاس لرلو په تور شپږ مشکوک کسان هم نیولي، چې په نیول شوو کې د التن تاش مور، پلار، خور، او درې نور خپلوان دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ترکش وویل، کارلوف د ترکیې - روسیې ترمنځ د "تل پاتې صداقت او ملګرتیا نښه وه".

اړونده مطالب

ورته مطالب