د روسي سفیر وژنه: هغه عکاس چې د پېښې انځورونه یې اخیستي

د انځور حقوق AP
Image caption د سفیر وژونکی پولیس د انقرې د بلوا ضد ځواکونو غړی و

کله چې وژنه وشي، دا ډېره ګرانه وي چې هملته مسلکي خبري عکاس وموندل شي، چې څو شیبې وروسته د وژونکي عمل یا اکټ او څرګندونې خوندي کړي.

خو کله چې د تېرې دوشنبې په ورځ په انکره کې تورک پولیس د روسیې سفیر اندرې کارلوف واژه، د اې پي عکاس برهان اوزبلیسي تصادفا په لومړۍ کرښه کې و.

اوزبلیسي د انقرې هنري ګالري کې انځورونه اخیستل چې وژونکي چغې وهلې او وسله یې په هوا کې پورته پورته کوله.

اوزبلیسي په هغه بلاګ کې لیکنه کړې چې له دې پېښې وروسته اې پي خبري اژانس خپور کړی او خورا ډېر شریک شوی دی.

"البته زه وېرېدلم او په دې خطر پوهېدلم، چې که وسلوال ماته را تاوېدلی".

هغه دا هم لیکلي: هغه ژوند یې لیده چې "د سترګو په مخ کې یې پنا کېده".

د انځور حقوق AP
Image caption اندرې کارلوف خبرې کولې او وژونکی یې شاته ولاړ و.

کارلوف د فوټوګرافۍ نندارتون کې خبرې کولې چې مولود مرت التنتاش وواژه.

اوزبلیسي کور ته روان و، خو دفتر یې ترې وغوښتل چې دې مراسمو ته لاړ شي.

په بلاګ کې هغه لیکي: داسې یې انګېرله چې ورځنی کار یې دی او دا به یې یو چانس وي چې د ترک ـ روس اړیکي انځور کړي.

هغه زیاتوي، خو د دې په ځای یې وژنه او ورپسې "غوغا" ولیده.

د انځور حقوق AP
Image caption التنتاش د کارلوف له وژلو وروسته د هغه څنګ ته د سوریې د حلب په تړاو خبرې کولې.
د انځور حقوق AP
Image caption اوزبلیسي له پېښې وروسته سملاسي د خلکو انځورونه هم اخیستي دي.

د انقرې د بلوا ضد پولیسو غړي ۲۲ کلن التنتاش چې د وژل شوي خوا ته قدم واهه خلکو د ځان پټولو هڅه کوله.

هغه د سوریې د جګړې په تړاو - چې روسیه پکې د سوریې د حکومت مهمه ملګرې ده- په عربي او ترکي په زوره زوره خبرې کوې.

هغه وايي، "خلکو چغې وهلې د مټو شاته او تر مېزونو لاندې پټېدل او پر غولي څملاستل. زه ډارېدلی او تلولی وم، خو د دېوال شا ته لږ پټ شوم او خپله دنده مې تر سره کړه: "انځورونه مې واخیستل".

هغه وايي، دا خطر یې منلی و چې وسلوال خوا ته ور شي، نورو منډې وهلې، خو پخپله یې دا احساسول چې د پېښې انځورونه واخلي.

نورو خلکو په خواله رسنیو کې د نوموړي دا کار ستایلی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption وېره وه او خلکو له نندارتون د وتلو هڅه هم کوله.

د بلاګ له شریکولو سره برتانوي خبریال سیمون راکیټس په ټوېټر کې لیکلي: "عکاسان تل لومړني تاریخ لیکوال دي".

د اې پي خبري اژانس مشر کرسټن ګازلي په خپل ټوېټ کې لیکلي: "په وېره کې زما زړور اې پي همکار برهان اوزبلیسي"

اوزبلیسي د پېښې هغه څه هم خوندي کړي چې ټوله خونه او وژل شوی لا نه پوهېدل چې څه به پېښ شي.

هغه لیکلي "کله چې دفتر ته ستون شوم، انځورونه مې سمول، زه حیران شوم چې ومې لیدل وژونکی د غږېدونکي سفیر شا ته داسې ولاړ دی لکه ملګری یا ستونکی یې وي".

التنتاش هم په همغه ځای کې ترک پولیسو وواژه.