روسیې کې د بدیل شرابو څښاک له کبله د مړینې شمېر ډېر شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption هغه لوشن چې د شرابو پر ځای کاروول شوي، ویل کېږي چې وژونکي میتهنول په کې شامل دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه وروسته د سختو اقداماتو امر کړی، چې د شرابو پر ځای د لمبېدو لپاره د کارېدونکو بدیل الکولي څښاک یا لوشنو څښلو له کبله دغه هېواد کې لسګونه کسان مړه شول.

د سایبریا په ایرکوڅک ښار کې تر اوسه له همدې کبله ۶۲ کسان مړه شوي دي او ۳۰ نور سخت ناروغ دي.

ښاغلی پوتین د څښاکو پر بوتلونو د نوم او معلوماتو لیکلو او دغه راز د قاچاق پر خلاف د رغنده اقداماتو غوښتنه کوي.

هغه لوشن چې د شرابو پر ځای کارول شوي، ویل کېږي چې وژونکي میتهنول په کې شامل دي چې خورا زهرجن وو.

ویل کېږي، چې نژدې ۱۲ میلیونه روسان د عادي الکولي شرابو پر ځای ارزان بیه بدیل الکولي مشروبات څښي.

ویل کېږي دغه مشروب معمولاً د درملو یا سینګار توکو په نوم د ګرځنده هټیو له لارې پلورل کېږي.

له ولسمشرۍ نه په خپاره شوي امر کې، چې د کریملین پر ویبپاڼه هم خپور شوی د هغو ټولو دارو، درملو یا نورو تولیداتو د پېر، پلور لپاره چې تر ۲۵ سلنې پورې الکحول په کې کارول شوي وي د لا سختو شرطونو امر شوی.

د انځور حقوق EPA
Image caption پولیسو د تالاشۍ پر مهال زرګونه بوتله الکولي مشروب نیولي

ښاغلي پوتین دغه راز پر بدیل الکحولو د نورو مالیو لګولو امر تایید کړی، چې ورسره به د دغه تولید له پلوره تر لاسه کېدونکې ګټه لږ شي. حکومت ته تر جولای پورې وخت ورکړل شوی، چې نوي قوانین وضع کړي.

د سایبریا ټایمز په وینا:

'' اوسنۍ پېښه د روسیې په اوسني تاریخ کې تر ټولو ناوړه ده. ''

په دې اړه د پلټنو لړ کې ۱۲ کسان نیول شوي او له نژدې ۱۵۰۰ پلورنځیو زرګونه بوتله دغه ډول مشروب نیول شوي دي.

د روسیې لومړي وزیر دیمتري مدیودیف خپلې کابینې ته امر کړی د هغه الکولي مشروب د پلور په اړه معلومات راټول او دغه ستونزه هواره کړي، چې د څښلو لپاره مناسب نه دي.